اېمل پیاوړی
پاکستان قبایلي او پښتني سیمې داسې وځپلې چې فکر یې کاوه له پښو ولوېدل، مګر دوی نه پوهېدل چې پښتانه داسې دي لکه د کبل تخم چې څومره یې رېبې، نو هومره لا او ښه را شنه کېږي. پنجاب لومړی د پښتنو په سیمو کې د ترهګرو ځالې جوړې کړې. هلته یې د ترهګرو پرمټ هر ډول ظلمونه او جنایتونه ترسره کړل
.
ښوونځي یې وتړل، ښوونکي تهدید شول، د سر، فکر او مبارزې خلک یې ترور کړل، اختطاف یې کړل، وې وېرول او شکنجه یې کړل. بیا یې د پښتني او قبایلي سیمو د لاندې کولو لپاره پنجابي ځواکونه ولېږل. دېته یې د ترهګرو پر ضد د چاڼیزو عملیاتو نوم ورکړ، مګر دا په حقیقت کې نسل وژنه وه. د یو نسل تباهي او بربادي لپاره د پنجاپ پلان او پروګرام وو.
په قبایلي او پښتني سیمو کې پنجابی پوځ ځای پرځای شو. پوځ داسې جنایتونه ترسره کړل چې د ترهګرو وحشتونه یې له خلکو هېر کړل. د خلکو ناموس، سر او مال خوندي نه وو. هره لحظه خلکو ځانونه په خطر کې ګڼل، ځکه پنجابي پوځیان د شپې د خلکو کورونو ته ورتلل. تالاشۍ یې پلمه وې، خلک یې ځورول، د دوی شتمنۍ، پيسې او مالونه یې لوټل او هغوی یې بې موجبه بندیانول.
د پښتني او قبایلي سیمو ډېر هغه مشران او کسان چې د پنجاب پوځ له کورونو څخه د شپې اېستلی لا تراوسه خپلو کورونو ته نه دي ور ستانه شوي او لا هم تری تم دي. هلته ګرځ بندیز ولګېده. خلک د ژوند له ډېرو لومړنیو اسانتیاو څخه محروم شول.
د پاکستاني پوځ د دې او ورته نورو جنایتونو له امله هلته یو خودجوشه خوځښت را پیل شو، داسې خوځښت چې ډېر ژر یې په سیمه او نړۍ کې شهرت وموند. د ټولو پام ور واوښت. دغه خوځښت چې اوس یې د پښتون ژغورنې غورځنګ بولي د منظور احمدپښتون په مشرۍ رامنځته شو. له دغه غورځنګ سره د هر چا مینه او دلچسپي زیاته شوه. دغه غورځنګ خلکو ته امید او هیله ورکړه او د پښتني او قبایلي سیمو مېشتو کورنیو داسې وګڼله لکه د نجاب پرښتې یې چې موندلې وي. ښځې ، نارینه، عمر خوړلي او ځوانان ټول ور ټول شول او د دغه غورځنګ ملاتړ یې وکړ.
د پښتون ژغورې غورځنګ لکه سېلاب چې په کومه خوا او ښار به یې مخه شوه، نو هلته به د خلکو د ګڼه ګوڼې له لاسه د پښو اېښودو ځای نه و او پاکستان له دغه خوځښت څخه په لړزه کې دی. په لومړیو کې یې غوښتل د دروغو په وعدو سره دغه لښکر کمزوری کړي. بیا یې ځینې پښتانه او تمه خواره را پیدا کړل، هغوی هم چې نتیجه ورنه کړه نو تهدیدونه او اخطارونه یې ورکړل، مګر دا د ډار خلک نه وو، هغوی ویل چې موږ له مرګ وېره نه لرو. بیا یې نو پر دوی بندیزونه ولګول، په لارو کې یې د دوی ځورول شروع کړل، د منظور پښتون په ګډون یې د ده ملګرو ته له یو ښار څخه بل ښار ته د تلو پرمهال ګڼې ستونزې پیدا کړې.
مګر د پاکستان د دې ټولو توطیو، دسیسو او پلانونو باوجود د پښتون ژغورنې غورځنګ لا هم ورځ تر بلې پیاوړی کېږي او اوس نړیوال ملاتړ هم له ځانه سره لري او د نړۍ په هر ګوټ کې مېشت پښتانه له دوی سره خواخوږي لري او خپل ملاتړ ورڅخه اعلانوي. پاکستان اوس مجبوره دی چې د پښتون پر وړاندې د شویو ظلمونو بښنه وغواړي او په راتلونکي کې له خپلو جنایتونو لاس واخلي.