لیکنه: مینه منګل
دا بهتره او ټولو ته څرګنده خبره ده چې دولت سره د ولس همکاري د دولت د پياوړتیا سبب
کېږي کله چې ولس د زړه څخه د خپل دولت همکار شي په ډېرو برخو کې اصلاح را منځته کېږي.
د مثال په توګه !
کابل چې د افغانستان مرکز دی او تر شپږ میلیونه ډېر وګړي پکې ژوند کوي نو معلومه ده چې ستونزې هم ډېرې وي ځکه ښار وړوکی او اوسیدونکي یې ډېر دي
.
باید چې هر وګړی د کابل ښار د امنیت ، چاپېریال ساتنه ، او ټولنیز ژوند کې د دولت سره ډېر سره همکار واوسي.
دا چې په کابل ښار کې جنايي پېښې زیاتې دي لوی دلیل یې دا دی چې خپله موږ ولس دولت سره همکاري نه کوو، موږ هر څه هره پيښه وینو خو امنیتي ځواکونو سره یې نه شریکوو، جنايي پېښې زموږ د سترګو لاندې پېښېږي خو سترګې پرې پټوو، که چېرې د هرې پېښې او مشکوکه اعمالو څخه خپل امنیتي ځواکونه خبر کړو نو باور لرمه چې په مرکز کابل کې به هم د پېښو کچه ټيټه شي او هم به د ښار د اوسیدونکو ژوند خوندي وي او تر ټولو مهمه دا چې موږ به خپل انساني او اسلامي مسوولیتونه په سمه توګه ترسره کړي وي.
په ولایتونو کې زموږ امنیتي ځواکونه ډېره زیاته قرباني ورکوي ځکه چې وسله وال طالبان هڅه کوي د ولایتونو مهمې سیمې نارامې کړي او د خلکو ژوند ته ګواښونه پېښ کړي نو امنیتي ځواکونه د همدې خلکو د ژوند په خاطر خپل سرونه قربان کوي خو وسله والو طالبانو ته ددې اجازه نه ورکوي چې د ولس ژوند وګواښي.
که چېرې په ولایتونو کې زموږ ولسونه د وسله والو ترهګرو هر راز فعالیتونه افغان امنیتي ځواکونو ته افشاء کړي او خپلو سیمو کې دې ترهګرو ته د فعالیت اجازه ورنکړي نو باور لرمه چې امنیتي ستونزې به مو هېواد کې ټيټې شي.
دوهم موږ ټول مسوولیت لرو چې د دولت له ټولو پروژو ساتنه وکړو، دولت موږ ته سرکونه جوړوي، ښوونځي جوړوي، برښنا جوړوي، روغتونونه جوړوي ، پوهنتونونه جوړوي، دا هر څه زموږ د پاره دي دا زموږ مسوولیت دی چې د دولت سره په همکارۍ ددې پروژو ساتنه وکړو او د تخریب اجازه یې چاته ورنکړو.
څومره چې دولت زموږ په وړاندې مسوول دی دومره موږ هم د دولت په وړاندې مسوولیتونه لرو که هر افغان خپل مسوولیت په سمه توګه ترسره کړي، معلومه خبره ده چې دولت او نظام به مو پياوړی کېږي.
د یو موټي سوکاله افغانستان په هیله.