سیاسي بنسټونه او د ستراتیژیکې طرحې نشتوالی

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ژباړه او لنډیز: وحید احمدزی

نړیواله ټولنه یوازې تر 2024 کال پورې له افغانستان سره مرسته کوي. وروسته له هغه باید افغانستان خپلې ټولې مالي اړتیاوې له کورنیو سرچینو تمویل کړي. د افغانستان مسایل د امریکا لپاره زیات لګښت لري. امریکایي سیاستوال په دقت خپل بهرنی سیاست ترسیموي. چېرې یې چې ګټه له تاوانه کمه وي، نو په اسانۍ ورڅخه تېرېږي چې امریکا په ویتنام  او شوروي په افغانستان کې همداسې وکړل.  

ملي یووالي حکومت تر ۲۰۲۴ کال پورې د نړیوالې ټولنې قناعت ترلاسه کړ. له هغه وروسته نه د مرستو ضمانت شته او نه د نړیوالې ټولنې مسوولیت. حتمي هم نه ده چې موږ دې تل د نړیوالې ټولنې د اوږو باور و.

همدا اوس د افغانستان ملي بودجه په بهرنیو مرستو متکي ده. زموږ د صادراتو او وارداتو تله د فلاکت حالت ښیي. د راپورونو په اساس لا هم یوازې ۷۴۰ میلیون ډالر صادرات او ۷ میلیارد ډالر واردات لرو. په تېرو ۱۷کالو کې د افغانستان پر اقتصادي ظرفیتونوکار نه دی شوی.

عمومي اذهان او د افغانستان سیاسي فضا له اصلي موضوع څخه بې خبره دي. تکراري پېښو او فاجعو عمومي اذهان سخت بوخت کړي، تر دې چې د ستراتیژیکو سیاسي او اقتصادي مسایلو د پلانولو فرصت یې ورڅخه اخیستی. سیاسي بنسټونه او ګوندونه ملي او اساسي مسایلو ته ساده او دودیز فکر کوي. ښایي د افغانستان د تلپاتې ودې بنسټیزه ستراتیژي د سیاسي ګوندونو او د حکومت د اپوزیسیون له سویې لوړه وي. په افغانستان کې سیاسي بنسټونه او ګوندونه مسلکي غړي او کدرونه نه لري.

په نورو هېوادونو کې ټاکنیزې منډې ترړې په افکارو او د هېواد د هر اړخیزې ودې لپاره پر ستراتیژیکو طرحو ور ټولې وي. د افغانستان په ټاکنو کې ځینې پوه او نخبه اشخاص هم حضور لري خو  د عمومي وضعیت د بدلون لپاره یې هیڅ طرحه نه لرله. په راتلونکو ټاکنو کې تحصیل یافته او د حکومت منتقدین حضور لري، خو لا به هم  د دوی سیالي تر ډېرو وړو مسایلو پورې محدوده وي.  

یوازې حکومت نه، بلکې سیاسي ګوندونه او بنسټونه، د حکومت اپوزیسیون، د افغانستان نخبګان او د هېواد عمومي رسنۍ هم پر خپل ځای ملامتې دي. کله چې د دې ټولو بحث په روانو او عمومي مسایلو ور ټول وي او د حکومت زیربنایي او ستراتیزيکې طرحې ونشي ننګولی، نو حکومت معلومدارله یوې تېزې او فني څارونکې سترګې ځان لیرې احساسوي چې البته حق نه لري داسې وکړي. اما تاریخي تجربې ثابتوي چې حکومتونه تل د فشار قدرتونه په عمومي مسایلو بوختوي، تر څو د دوی اساسي مسوولیتونه او چلندونه ونه ننګوي.

د فشار قدرتونه باید فني، ویښ او بیدار وي. واقعیت دادی چې د فشار قدرتونه مخصوصاً سیاسي بنسټونه او اپوزیسیون په افغانستان کې له حکومت زیات په عامیانه او عمومي مسایلو بوخت دي او ونتوانېدل ستراتیژیکې طرحې او اساسي پوښتنې په عمومي افکارو کې را پیدا کړي. نخبګان هم ونتوانېدل چې لوی او ستراتیژیک مسایل د لوړو زده کړو او څېړنیزو مرکزونو او بنسټونو کې په ذهني مسله بدل کړي. عمومي رسنۍ هم دغه ډول دي. دا وضعیت د دې لامل شوی چې حتی ځوان او پوښتونکی نسل هم د افغانستان مسایل د روانو پېښو په کچه تعقیب کړي. ځکه د حکومت او یا سیاسي او علمي بنسټونو له لوري هیڅ منبع هم د افغانستان ستراتیژیک مسایل نه دي تولید کړي. د تېرو درې دورو ولسمشریزو ټاکنو کې په دې اړه هیڅ ګټور متن تولید نشو.

 حکومت مکلف دی چې د هېواد د پایدارې ودې لپاره یې ستراتیژکې طرحې نه یوازې د کاغذ پرمخ وي، بلکې په عمل کې یې پلې کړي. عمومي افکار د تېرو او اوسني حکومت په اړه خپل قضاوت لري او په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې به جدي اغېز ولري.