اېمل پیاوړی
د اولیاو سیمه او د اسلامي نړۍ فرهنګي پلازمېنه غزنی د افغانستان د دښمنانو ظلمونه او وحشتونه ولیدل. په غزني له څو خواو برید وشو او په دغو تروریستي بریدونو او بدمرغه تپل شوې جګړه کې نه یوازې د غزني ښکلا لولپه شوه، بلکې زموږ هېوادوالو ته په کې د سر او مال پرېمانه زیانونه واوښتل
.
طالب وسله والو یو ځل بیا د خپل وحشت ننداره په غزني کې وړاندې کړه. هغوی یو ځل بیا ټولو ته دا پیغام ورساوه چې موږ د یویشتمې پېړۍ تر ټولو وحشي دښمنان ځکه یوو چې موږ ته د هیچا ژوند، سر او مال ارزښت نه لري او ځکه مو په غزني کې د ملکي او نظامي تفکیک ونه کړ او ټول مو ووژل. د افغانستان دښمن نه اسلامي او افغاني ارزښتونه ته درناوی لري او نه هم د جګړې اصول مراعتوي.
دوی پر ملکي ځایونو، تاسیساتو او د خلکو پر شخصي شتمنیو بریدونه کوي. د ښځو او ماشومانو په ګډون ملکي خلک او سپین ږیري هم په بې رحمۍ وژني. د غزني په درې ورځني جنګ کې د ګڼو خلکو پر وژنې سربېره خلکو ته رواني شکنجه ورکړل شوه، ځکه د دغو اورونو لوګي، لمبې او د ډزو غږونه او د چاودونو وحشتناک غږونه به تر ډېره زموږ د خلکو خوب او ژوند نارامه کړي.
د غزني جنګ او پر غزني د دښمن بې رحمه برید نه وروستی وحشت وو او نه به هم د دښمنانو وروستی وحشت وي. له بده مرغه دغه ډول وحشتونه او بریدونه له ډېر وخت راهیسې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ترسره کېږي. حکومت په یوازې سر او ځان د دغه وضعیت د کنټرول وس نه لري او ولسونه یې په رڼو سترګو ننداره کوي.
له دغه روان وضعیت څخه د وتلو او هېوادوالو ته د امن فضا د برابرولو لپاره تر بل هر وخت د دې شدیده اړتیا ده چې نور نو ولس خپل سکوت مات کړي. د غفلت او بې پروایۍ له خوبه را ویښ شي او د افغانستان د بې رحمه دښمن پر وړاندې عملي ګام او اقدام وکړي. د غزني او ورته نورو وحشتونو د مخنیوي یوازینۍ لاره همدا ده چې ولسونه ویښ شي، اقدام وکړي، له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره همکار شي او د افغانستان د دښمنانو پر وړاندې واضح او پرېکنده دریځ اختیار کړي.
که چېرې ولس راپورته شي او د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو تر څنګ ودرېږي، نو باور دی چې دغه روان جنګ او بحران به ډېر ژر پایته ورسېږي. د بېلګې په توګه که په غزني کې ولسونو همکاري کړې وای او مخکې له دې چې طالبان ښار ته داخل شي، حکومتي مسوولین او امنیتي ارګانونه یې په جریان کې کړي وای ، هغوی ته یې د طالبانو د ورتګ اطلاع ورکړې وای، نو باور دی چې نه به دغومره مرګ ژوبله شوې وای، نه به شتمنۍ، مارکېټونه او تاسیسات سوځېدلي او ویجاړ شوي وای او نه به خلکو دغه ډول وحشت ننداره کړی وای، بلکې مسوولینو او امنیتي ځواکونو به د دغه خطر د دفعه کولو لپاره پر وخت اقدام کړی وای.
ښار ته د طالبانو له داخلېدو دمخه به هغوی له منځه وړل شوي وای. د خلکو سر او مال به خوندي شوی وای. اوس هم سر وخت دی له دې وروسته دې ولسونه د ځان لپاره او د هېواد لپاره او د خپلو خلکو او ماشومانو د ژغورنې لپاره له ځان او خدای سره دا تعهد وکړي چې نور به نو د افغانستان د دښمنانو د ورانکاریو او ویجاړیو د مخنیوي او افشا کولو لپاره سکوت نه اختیاروي، نور به پر وخت حکومت ته خبر ورکوي او امنیتي مسوولین به خبروي، تر څو د غزني وحشت بیا تکرار نشي او خلکو ته امن، خوندي او ډاډه چاپیریال رامنځته شي.