محمد روښان ښاد
د سولې زښتې زیاتې چغې مو ووهلې، لاسونه مو لپه کړل، دعاګانې مو وکړې. خوشبیني او هیله مندي مو وښوده، لاریونونه، جشنونه او پاڅونونه مو وکړل. مګر سوله چې ورکه ده لا همغسې نادرکه ده. نه سوله راغله، نه مو سر او مال خوندي شو، نه وینه بهېدنه ودرېده او نه هم د بدمرغه جنګ کمپله ټوله شوه
.
اوس نو نور په دعاګانو او خوشباوریو ځان تېراېستل نه دي پکار. اوس عملي لارو چارو باندې فکر پکار دی. اوس په دې فکر پکار دی چې د دې ټولو کوښښونو باوجود ولې لا هم نه سوله راځي او نه هم جنګ ودرېږي؟
په دې اړه فکر څو ګټې لري؟ لومړی دا چې د جنګ په لاملونو مو لا پوهوي. دېته مو متوجه کوي چې خپلو کړنو کې څنګه بدلون راولو. څه شی داسې دي چې موږ ناحقه یا سولې ته هیله من کوي او یا هم په کاذبه توګه د سولې د راتګ ډاډ راکوي. نور نو د ځان تېرېستل نه دي پکار، نور باید د ځان او خپلو خپلوانو او هېوادوالو د مرګ شیبې ونه شمارو. نور باید اقدام وکړو، لاس پکار شو او داسې څه وکړو چې د بدمرغه جګړې له لمبو او د مرګ له کومي مو په رښتیا وژغوري.
د جنګ او سولې دواړو قېمت زموږ هېوادوال ورکوي. بېدرېغه او ظالمانه قېمت. څلوېښت کاله ووژل شو، بدمرغه شو، وشړل شو، بې کوره او بې اوره شو، مګر لا هم نه د جګړې شدت کم شو او نه هم د وژنو ګراف راټیټ شو. نه د خپل د زړه سوي وړ وګرځېدو او نه هم د پردي د ترحم.
هر ځل چې په هېواد کې د سولې اوازې تودې شي او د خلکو هیله مندي زیاته شي، نو په منځ کې یوه ناورین پیل شي، یوه فاجعه وشي، انسانان ووژل شي، وراني، ویجاړي او دربدري رامنځته شي، لکه کوم دریم بدمرغه لاس چې نه غواړي جنګ ودرېږي، افغان وژنه پای ومومي او زموږ هېوادوال د ارام ساه واخلي، له همدې امله تل د سولې قرباني ولس دی، د سولې قېمت ولس ورکړی او لا هم د سولې ارمانجن ولس دی.
زه فکر نه کوم چې ولس دې نور د سولې د دغه قېمت د ورکولو وس او تاب ولري، ولس نور بې زغمه شوی، خو ولس ناچاره دی چې سولې ته ځان ورسوي، تلپاتې سولې ته، باعزته سولې ته او داسې سولې ته چې په لومړي ګام کې زموږ د خلکو ژوند خوندي کړي، د دوی مال او شتمني، عزت او حیثیت خوندي کړي، دوی ته د ارام او هوسا ژوند شیبې او خوښۍ ورستنې کړي او د ارام سا ه اېستلو چانس او فرصت ورته برابر کړي.
نور باید د سولې په شعارونو او تشو ژمنو ځانونه ونه غولوو، نور باید رښتینې سولې ته د رسېدو په لارو چارو غور وکړو او همغه لارې تعقیب کړو چې موږ رښتینې سولې ته رسوي. نور نو باید د سولې لپاره نه منتظر واوسو او نه هم د نورو په ژمنو وغولېږو. سوله باید له ځانه پیل کړو. تر هغو چې له حکومت سره اوږه په اوږه ونه درېږو او ګام په ګام د سولې هڅې تعقیب نه کړو، نو نور سولې ته انتظار بې ځایه ده. نور د سولې په انتظار کېناستل د خپل مرګ شیبې شمېرل دي. ولس باید خپله بې تفاوتي شاته وغورځوي په ټول قوت، جدیت او جرئت باید د سولې لاره تعقیب کړي، کنه خدای مکړه هره ورځ به همداسې وژل کېږو او بدمرغه کېږو لکه دا څلوېښت کاله چې یوو.