مینه منګل
دا یو څرګند حقیقت دی چې دیني عالمان په ټولنه کې له یوه خاص درناوي او عزت څخه برخمن دي.
د همدې دیني عالمانو په برکت سره اسلام مبارک دین په ټوله نړۍ کې خپور شوی ، او انسانان په اسلام مبارک دین مشرف شوي، دا ددې په خاطر هر هغه څه چې دیني عالمان د جومات له ممبر څخه خپروي، د حق غږ
دی ، او د ولسونو د پاره د منلو وړ دي
.
نو دا یوه اړینه اړتیا ده که چېرې هر جومات کې هره جمعه، او یا د هر لمانځه څخه وروسته د سولې په اهمیت ، او ارزښتونو بحث وشي باور لرمه چې ډېره ښه اغېزه به ولري.
د بدبختو جګړو د لاسه زموږ هېواد په هر لحاظ ژوبل شوی، ولس مو له تعلیم څخه لرې پاتې شوی ، او دښمن مو د ولس په منځ کې دومره نفوس کړی چې د ډېرو خلکو اذهانو کې یې تغیر راوستی دی، د افغانستان په حکومت، د حکومت په پروګرامونو یې بې باورت کړي دي ، دې مرموز دښمن تل هڅه کړې چې قومونه یو د بل په وړاندې بې باوره کړي ، زموږ د هېواد دښمنانو تل د افغانانو په منځ کې د کرکې تخم شیندلی ، او له دې موقع څخه یې ګټه پورته کړې .
، د پاکو تنکي ځوانونو له پاکو افکارو یې استفاده کړې ، هڅه یې کړې چې دا ځوانان د تشدد د لارې په افغانستان کې ورور وژنه وکړي، او د نورو انسانانو ژوند واخلي.
اوس نو که چېرې زموږ د قدر وړ دیني عالمان ددې ولس د پاره هره ورځ د سولې په مورد خبرې وکړي، د افغانانو او د اسلام د دښمنانو په شومو موخو ولس ته ویناوې وکړي، او هغه کسان چې د افراطي کسانو له خوا د جګړو په لور تشویق کېږي، هغوی ته د اسلام او سولې په اړه حقیقي معلومات ورکړل شي دا اشخاص به له ورکو لارو څخه راګرځي.
سوله د ټولنې یوه مهمه اړتیا ده او په خاطر یې د ټولنې هر وګړی باید مبارزه وکړي .
ولې د دیني عالمانو هڅې د سولې په برخه کې ډېرې اغېزې لري، په هغو لرې پرتو سیمو کې چې زموږ د هېواد یو شمېر خلکو ټوپک را اخیستی او د نظام په وړاندې جګړه کوي، که چېرې دیني علمان د هغو سره خبرې وکړي، او د سولې په ارزښتونو خبرې ورسره وشي ، دا وسله والې ډلې به له جګړې څخه راګرځول کېږي.
موږ پوهېږو چې دښمن مو ډېر ظالم دی تل یې بې دفاع او بېګنا افغانان په نښه کړي ، قومي مشران یې شهیدان کړي، دیني عالمان یې شهیدان کړي د په جوماتونو کې یې بریدونه کړي، ښوونځي یې سوځولي، روغتونونه یې وران کړي، امنیتي ځواکونه شهیدانوي، په افغانانو له هېڅ راز ظلم څخه ډډه نه کوي.
دا دی تازه د پکتیا مرکز ګردېز ښار کې د شعیه ګانو پر جومات یې برید کړی چې زموږ ډېر شمېر هېوادوالو ته یې پکې مرګ ژوبله اړولې، دا لومړی ځل ندی ، دښمن مو تل په جوماتونو کې لونځ کوونکي په نښه کړي، له دې څخه څرګندېږي چې زموږ دښمنان نه مسلمانان دي او نه په اسلامي عقیده جنګېږي.
که چېرې ټول ددې دښمن په وړاندې یو لاس نشو، موږ به لا ډېر وزورېږو
که چېرې هره ورځ حد اقل د یوه ساعت د پاره زموو دیني عالمان د سولې او د نظام د ټينګښت طرف ته ولسونه تشویق کړي، پایلې به یې ډېرې ښې واوسي، همدا یې وخت دی چې ټول د افغانستان د آبادۍ ، سوکالۍ، آرامۍ، یووالي، او سولې د پاره ګډ کار وکړو.
د سوکاله، پرمختللي، او سوله ییز افغانستان په هیله
مینه منګل