د سولې د پار هر راز هڅې د قدر وړ دي هر هغه څوک چې د سولې په ټينګښت کې رول لوبوي د ستایلو وړ دي.
دا چې زموږ د ملي یووالي حکومت مشران د سولې د پاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي دا هڅې یې تاریخ څاري.
دا چې موږ افغانان د سولې تږي یو او له جګړې سخت ستړي یو غواړو چې د یوې تلپاتې او بادعزته سولې د پاره کار وشي، موږ ګورو چې زموږ د حکومت مشران سخت د سولې په لټه کې دي دا دی د عربي اماراتو په ابوظبۍ کې د افغانستان د سولې د پاره یوه څلور اړخیزه ناسته ترسره
کېږي ،چې مشري یې د افغانستان د ملي امینت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر کوي. هیلې شته چې دا ناسته به د سولې په برخه کې مثبتې پایلې ولري.
په دې غونډه کې د افغانستان، امریکا، متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان ترمنځ د عمل د ګډ پلان، سولې او د تروریزم سره د مبارزې په اړوند مسلو خبرې کیږي.
د سیمې او نړۍ هېوادونو اوس دا درک کړې چې تروېزم نه یواځې د افغانستان د پاره خطر دی بلکې د نړۍ یو هېواد هم له دې خطر څخه په امان کې نه پاتې کېږي.
اوس نو اړتیا ده چې د ترورېزم سره ګډه مبارزه ترسره شي.
تر څو په افغانستان سیمه او نړۍ کې سوله ټينګه شي.
بله موضوع دا هم ده چې
اوس نړۍ دا درک کړې چې په افغانستان کې روانه جګړه پردۍ او په افغانانو په زوره تپل شوې .
اوس نو د افغانستان یو شمېر متحدین غواړي چې په افغانستان کې جګړه پایته ورسېږي، او د افغانستان د سولې پروسې ته را دانګي.
دا چې سعودي عربستان او په ټوله کې عربي هېوادونه اوس غواړي د افغانستان د سولې په موضوع کې مستقیم منځګړېتوب وکړي نو ښې پایلې لرلی شي.
د افغانستان ولس ته هم پکار ده چې د سولې په ټينګښت کې د افغان دولت او مشرانو ملاتړ وکړي د خپل نظام د ړنګیدو خوبونه د نه ویني ځکه چې دا د هیچا په ګټه نده ، اکثره سیاسي احزاب ، او ډلې ټپلې د افغانستان په خپل منځي جګړو کې یې امتحان ورکړی ، دا اوس د افغانستان ټول ولس ته څرګنده ده چې هغوی نه پخوا د افغانستان د خلکو د پاره څه کړي او نه به یې اوس وکړي، افغانانو ته پکار ده چې د نورو د ګټو ښکار نشي ، ګورئ د دولت مشران مو او یو شمېر نور هېوادونه د افغانستان د سولې په موضوع شپه او ورځ بحثونه او غونډې ترسره کوي که چېرې ولس هم په دې برخه کې همکار شي ،پایلې به یې ډېرې ژر موږ وینو.
د افغانستان ، ځوانان، قومي مشران، دیني عالمان، ښځې ، دوی ټول د افغانستان د سولې په پروسه کې ګډ مسوولیتونه لري، کله چې موږ ټول خپل مسوولیونه په سمه توګه درک کړو نو ګورو چې هېواد مو له بدبختیو خلاصېږي، موږ خوشحاله یو چې د حکومت په راس کې ډېر پياوړي او زړه سوانده مشران لرو چې تل د افغانستان د ولس په وړاندې یې خپل مسوولیتونه ترسره کړي.
موږ په عربي اماراتو ابوظبۍ کې د افغانستان د سولې په اړه څلور اړخیزې غونډې ته ډېر هیله مند یو او انشاء الله چې پایله به یې د افغانستان د ولس په خیر وي.
مینه منګل