اېمل پیاوړی
د ناټو د غړو هېوادونو کنفرانس هر کال ترسره کېږي، سږکال د جولایی په ۱۱ نېټه د بلجیم پلازمېنه بروکسل کې ترسره شو چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ ورغلی و. دغه کنفرانس د افغانستان د خلکو او د امنیتي او دفاعي ځواکونو لپاره یوه مهمه بریا او لاسته راوړنه وه. په دې دلیل چې په هغه کې ډېر تمرکز پر افغانستان و او هر څه په کې مثبت وارزول شول.
د امریکا د متحدو ایالتونو جمهور رئیس ډونالډ ترمپ څخه واخله تر وروستي ویناوال پورې ټولو د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو اتلولۍ وستایلې. د دوی تحرک او مسلکي وړتیا یې تائید کړه او دا یې ومنله چې دغه مېړني ځواکونه یوازې د افغانستان نه، بلکې د سیمې او نړۍ د امنیت او ثبات د تامین په موخه د ترهګرو پر وړاندې جنګېږي او مبارزه کوي.
د ناټو د غړو هېوادونو مشرانو له همدې امله د ۲۰۲۴ کال تر پای پورې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ، تجهیز ، روزنې او تمویل په موخه خپلې ژمنې تازه کړې. د ناټو د ژمنو ارزښت په دې کې دی چې دا سازمان د خپلونظامي مرستو پر مټ زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه زیات تمیولي او هغوی ته مسلکي زده کړه ورکوي.
د ناټو د غړو هېوادونو مشرانو همدارنګه په ملکي برخه کې د افغان حکومت او ولسمشر محمد اشرف غني د برنامو ستاینه وکړه، خصوصاً له فساد سره د مبارزې په برخه کې یې د حکومت د اصلاحاتو هرکلی وکړ او دا یې ښه او مثبت ګام وباله. د اصلاحاتو بهیر د چټکتیا او دوام غوښتنه یې وکړه.
د بروکسل په غونډه کې افغانستان مثبت وارزول شو او د نړیوالو پام لا ډېر شو او هغوی په دې باوري شول چې د ولسمشر غني حکومت او اداره هغه څه په ډېره کمه موده کې ترسره کړل چې مخکېني حکومت په څوارلسو کالو کې د ټولو امکاناتو باوجود ونشو کړای. د دغه کنفرانس د ټولو ویناوالو په ویناو کې د افغانستان په اړه مثبت لیدلوری موجود و . هغوی د جمهور رئیس غني د اوربند د نوښت د قدردانۍ ترڅنګ د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې بشپړ ملاتړ وکړ.
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني چې د افغانستان د خلکو او دولت پهاستازیتوب یې په دغه کنفرانس کې ګډون او وینا وکړه، د ناټو مشرانو ته د افغانستان د اوسنی امنیتي وضعیت، تهدیدونو او فرصتونو په اړه دقیق او هر اړخیز معلومات ورکړل. او همدارنګه یې د غونډې په څنډه کې د ځینو هېوادونو له مشرانو سره دوه اړخیزې لیدنې هم لرلې.
د ناټو د غړو هېوادونو مشرانو تعهد وکړ چې پس له دې به په افغانستان کې زیات تمرکز په اولویتونو او نیمګړتیاوو کوي. یانې دوی به د افغان حکومت له ملي برنامو او د افغانستان د خلکو له لومړیتوبونو او مهمو اړتیاو سره ځانونه عیاروي، تر څو د دې مرستو موثریت زیات شي او زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونو لپاره بهتره نتایج ولري.
د ناټو سازمان د سیمې په هېوادونو غږ وکړ چې د افغانستان د سولې په برخه کې مثبت نقش ولوبوي او د افغانستان حکومت سره د سولې په کامیابولو کې همکاري وکړي.
د ناټو سرمشریزې افغانستان مثبت وارزاوه
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode