اېمل پیاوړی
د نېکمرغه کوچني اختر په لومړۍ، دویمه او دریمه ورځ د اوربند له برکته نه یوازې افغانانو خپله خوښي په جشنونو ونمانځله، بلکې افغان وسله والو طالبانو او د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو هم په خپلو کې دغه خوښۍ سره ونمانځلې، یو بل ته ور غاړې وتل، یو بل یې په غېږ کې ونیوه او له یو بل سره یې د زړه خواله وکړل
.
حتی د ډېرو طالبانو له څرګندونو او خبرو داسې معلومه شوه چې دوی هم له جګړې ستړې دي او هم په دې پوه شول چې په هېواد کې روانه بدمرغه جګړه هیڅ دیني اساس نه لري او یوازې د افغانانو د وژلو او بدمرغه کولو لپاره بهرنیانو پیل کړې چې دوی په لوی لاس دغې جګړې ته په شعوري او یا هم غیر شعوري توګه ور ټېل وهل شوي دي.
دغه اوربند د عامو افغانانو د اختر خوښۍ څو برابره زیاتې کړې، افغان وسله والو طالبانو هم دغه خوښۍ نه یوازې حس کړه، بلکې وې نمانځله خو د دوی مشران برعکس یو څه وارخطا او ټکني شول او داسې یې وګڼله چې جنګیالي او د جګړې واک یې ګواکې له لاسه په وتو دی، ځکه دوی خپل جنګیالي په غرونو کې له هر څه بې خبره او پټې سترګې ساتلي و، مګر د ولس منځ ، ښارونو او امنیتي او دفاعي ځواکونو ته په ورتګ دوی په هر څه پوه شول، خصوصاً دوی دا درک کړه چې د طالبانو له لوري د افغان دولت او ملت پر وړاندې روانه جګړه پردۍ جګړه ده او دغه جګړه باید پای ومومي.
د اوربند په موده کې ښارونو ته د طالبانو تګ او له ولس او چارواکو سره د هغوی لیدنو – کتنو طالب مشران وېرولي او دا اندېښنه یې ورته پیدا کړې چې د دوی کسان به له جګړې څخه لاس واخلي. حتی دوی دومره وېرېدلي چې اوس خپل هغه ملګري چې د اختر او اوربند په ورځو شپو کې ښارونو ته راغلي دي هغوی ته منافقینو خطاب کوي.
دغه اوربند د سولې په برخه کې دوه مهم پرمختګونه ممکن کړل یو دا چې عام ولس او ځینې منځلاري طالبان یې سل په سلو کې په دې باوري کړل چې د افغان وسله والو طالبانو جګړه ناحقه جګړه ده، ناروا جګړه ده او باطله جګړه ده او دغه جګړه باید نوره پای ومومي او دویم دا چې د طالب جنګیالیو د جنګ روحیه یې وځپله، ځکه دوی چې ښارونو ته راغلل، خپل خلک او د دوی دینداري یې ولیدله، جوماتونه یې ولیدل، د خلکو دیني جذبه یې ولیدله، نو اوس به هم منځلاري طالبان له جنګیالیو طالبانو خپلې لارې او لیکې جلا کړي او بله دا چې دوی به په خپلو کې سره بدبینه شي.
هغوی چې لا هم د پردیو لاسپوڅي دي او د نورو په اشارو خپل هېوادوال وژني او خپل هېواد ورانوي، هغه طالبان به د منځلارو طالبانو له لوري په نښه شي او حتی وبه یې وژني، د دوی لیکې به پرېږدي او منځلاري طالبان به له ولس، امنیتي ځواکونو او عامو هېوادوالو سره یو ځای شي او د سولې او عادي ژوند لاره به اختیار کړي.
لنډه دا چې طالبان او د دوی مشران به په خپلو کې لا ډېر وپاشل شي او د خپلې نامشروع جګړې د توجیه لپاره به ولس ته هیڅ ډول دلیل او منطق ونه لري او که چېرې دوی له جګړې لاس وانخلي، د سولې لاره غوره نه کړي، نو د خلکو د کرکې وړ به وګرځي او دوی به لا منزوي شي.