د پنجاب تور مخي پوځ ډېر کلونه یې افغانان بېګناه ووژل ،په پاکستان کې یې د ترهګر په نوم بېګناه پښتانه ترور کړل ، په افغانستان کې یې د د ترهګر په لباس کې زموږ له امنیتي ځواکونو سره مخامخ جګړې وکړې ، په
کندز کې یې جنرالان راغلل او جګړه یې رهبري کوله ، په ټونونو منفجره مواد یې کابله پورې را ورسول ، له مقدسو ځایونو یې د ترهګرو د روزلو په خاطر استفاده وکړه ، زموږ د مبارک اسلام له کلیمې یې د اسلام په نوم د ځان په ګټه استفاده وکړه،
زموږ قومي مشران، سیاسون، ځوانان امنیتي ځواکونه ماشومان او ښځې یې ووژل، د ځان د ګټې په خاطر یې په افغانستان کې د ایران په مرسته لاسپوڅي وروزل او د سفارتونو د لارې یې مالي امکانات ورته برابرول، او بیا یې د افغانانو په وړاندې استفاده کول، زموږ هېواد کې یې ټولې اقتصادي زېرمې چور او تالان کړلې
هره ورځ یې زموږ سلګونه امنیتي ځواکونه شهیدان کول، مخالفې ډلې یې سولې ته نه پرېښودلې ، ژوند یې په افغانانو تنګ
کړی وُ او سلګونه نورې نارواوې یې وکړې ، دوی فکر کولو چې افغان حکومت او افغانان به د دوی ظلم ته تسلیم شي، او هر هغه څه چې تورمخې پنجابي غواړي هغه به افغانان کوي.
ولې د تور مخي پنجاب دا غوښتنې پوره نه شوې او خپلو غوښتنو ته ونه رسېد.
دا چې افغان ولس یو غیرتي او باتوره ولس دی کله هم زور ته ندي تسلیم شوي .
د پنجاب جابر حکومت تل په خپل ظلم سره په نا څرګنده جګړه یې بېګناه وژلي یو .
ددې پاکستان د لاسه زموږ د هېواد هر څه له خاورو سره خاورې شول.
افغان ولسمشر ، محمد اشرف غني په وار وار له پاکستانه وغوښتل چې طالبان د د سولې میز ته کېنوي سره له دې چې دا کار د پاکستان له وسه پوره وه ویې نکړ .
ولسمشر غني په یوه نوي او بې سابقه ابتکار سره په یوه اوربند اعلان سره وکولی شو چې په ټول افغانستان کې وسله وال طالبان اوربند ته راضي کړي او د اختر دوه ورځې په افغانستان کې د سولې په فضا کې ولمانځل شوې، دا موږ ته د ډېرې خوشحالۍ ورځې وې ، ټول ولس او زموږ امنیتي ځواکونو له طالبانو سره په ډېره مینه هغوی ته ښه راغلاست ووې ، چې دې کارسره د پنجاب مخ تور شو او بیا یې هم ونه شو کولی چې افغانان بېل کړي.
اوس نو وخت یې دی چې ټول طالبان، افغان ولس، او افغان امنیتي ځواکونه په ګډه د پنجاب ټول لاسپوڅي له دې خاورې وباسي او د پنجاب پوځ په مقابل کې یو طاقت جوړ شي او
د کړي ظلم پته ورته ولګوي.
دې سره د نړۍ هېځډهېواد نشي کولی په افغانستان کې د جګړې اور بل کړي .
د همدې ورځې په هیله .
مینه منګل