څو لسیزو جګړو موږ دومره وځپلو کله چې به زموږ هېواد کې حتې یوه شېبه هم د انتحار او وژنې خبر نه نشر کېدو خوشحاله به وُ ، موږ به دعاګانې کولې چې خدای ج د زموږ په وطن کې حتی نسبي سوله راولي، کله به چې کوم ځای ځانمرګی کیدلو ، که څوک به شهیدان کېدل ، موږ به وېلې کاش ټپي وای خو چې وژل شوي نه وای خو کله به مو چې خبر واورېد چې څوک په
کوم ځانمرګي برید کې وژل شوي ندي ټپيان شوي دي، نو په دې حالت به مو هم شکر باسلو
.
د اختر په خوشحالیو او یا نورو جشنونو کې موږ افغانانو د خوشحالۍ پر ځای روحي نارامي به مو ډېره وه ځکه چې ژوند خوږ
دی هر چاسره به وېره خوره چې خدای مه کړه داسې نه څه پېښه وشي.
افغانان له غربته نه دي ستړي ، خو له جګړې سخت ستړي دي ، ځکه چې دا جګړه نه د افغانانو ده او نه یې مربوط کېږي.
افغانانو او افغان حکومت تل په دفاعي حالت کې ژوند کړی ،ځکه افغانانو کله هم تعرض ندی کړی ، دګاونډيو په چارو کې یې لاس وهنه نده کړې ، زموږ د دولت یوه پالیسي دا هم ده ددې ترڅنګ چې افغانان په سوله کې ژوند وکړي د سیمې هېوادونه هم باید په سوله کې ژوند وکړي او له افغانستان سره مشترکې اقتصادي او ښې سیاسي اړیکې ولري، افغان حکومت د افغانستان په سوله کې یواځې د افغانستان خیر نه غوښتنه بلکې غوښتل یې چې د ګاونډيو هېوادونو او په سیمه کې ټول خلک په سوله کې ژوند وکړي.
نړیواله ټولنه او ګاونډیو هېوادونه هم په دې پوهېږي چې افغانان په روانه جګړه کې هېڅ لاس نه لري افغانانو تل سوله غوښتې او بس.
د ملي یووالي حکومت مشرانو د سولې د پاره وسله والو ته تل ددې هېواد دروازې خلاصې پرېښې دي، د افغانستان د سولې د پاره یې تل په پاکستان غږ کړی چې د وسله والو ځالې د له منځه یوسي او د افغانستان په چارو کې د لاس نه وهي راد شي له افغانستان سره شته ستونزې د د خبرو د لارې حل کړي، ولې پاکستان تل په خپل درواغجن سیاست سره یې تل هڅه کړې چې هم نړیواله ټولنه تېر باسي او هم هم افغان حکومت ، بدبختانه تر ټولو بد او مضر ګاونډي هېوادونه لکه پاکستان او ایران له موږ سره هم سرحده دی ، چې کله هم د افغانستان ثبات نه غواړي ، نه یواځې دا چې تل یې موږ د جګړې په اور کې سوځولي یو دلته زموږ په ګران افغانستان کې هم ځينې جاسوسې کړۍ لري چې د همدې هېوادونو د پاره د قومونو په بېلوالي کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي.
افغان ولسمشر غني صیب د سولې په برخه کې د ټول طرحو تر څنګ د مبارکې روژې له اوه وېشتم څخه د وسله والو په وړاندې یې اوربند اعلان کړ ، ځينو جاسوسو کړیو دا اوربند د تسلیمۍ په معنی بلله ولې افغان حکومت پوهېده چې حتمآ دا لاره د جګړې د درېدو سبب کېږي موږ ولیده چې د اختر په ورځو کې وسله والو طالبانو هم اوربند اعلان وکړ ، د اختر په لومړۍ ورځ موږ ولیده چې په ټول هېواد کې د چا وینه تویې نه شوله ، وسله وال او افغان امنیتي ځواکونو یو بل ته د اختر مبارکیانې ورکړې یو بل ته یې غېږې ورکړې ، د افغانستان په تاریخ کې تر دې خوندور اختر افغانانو نه وه تجربه کړی .
دا جګړه پایته رسېږي نشاءالله سوله به راځي .
وسله وال هم له جګړې ستړي دي ولس هم له جګړې ستړی دی .
افغان طالبان دې جګړې ته د پای ټکې کېږدي دې اوبند ته د دوام ورکړي راد شي چې قدرت ته د د ټاکنو د لارې ځانونه ورسوي، زموږ امنیتي ځواکونه یې ورونه دي نه د شهیدانوي دا بېګناه ولس د نه شهیدانوي .
کله چې طالبان له دولت سره یو ځای شي ولس سره سوله وکړي ټول په ګډه ددې هېواد آبادۍ د پاره کار وکړو او جاسوسان له دې هېواده وشړو، نظام پياوړی کړو، نو زموږد هېواد ساری به ټوله نړۍ کې نه وي.
نن د هر افغان ناره یوه ده چې هغه سوله ده .
موږ سوله غواړو.
مینه منګل