ېمل پیاوړی
اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله له همغه لومړي سره د هېواد د اساسي قانون برخلاف په غیر قانوني توګه پر حکومت تحمیل شو. تېرو ولسمشریزو ټاکنو ته په کتو داسې ښکاري چې د ډاکټر عبدالله تحمیلولو ته له پیله برنامه طرحه شوې وه، که څه هم په دې برخه کې تر ډېره د امریکا متحدو ایالتونو او په ځانګړي ډول د هغه وخت د بهرنیو چارو وزیر جانکیري نوم ډېریادېږي، خو د وخت افغان حکومت په ځانګړي ډول مخکېنی ولسمشر حامد کرزی هم په دې کې ملامت او مسوول ګڼل کېږي
.
د کرزي مسوولیت په دې برخه کې زیات دی، ځکه چې د ده په وخت کې ولسمشریزې ټاکنې او د هغو پایلې په لوی لاس ناندریزې شوې او د ډېرو مبصرینو په نظر کرزی په افغانستان کې د قوي مرکزي حکومت طرفدار او غوښتونکی نه و، ځکه هغه د خپل فاسد حکومت، خپلې کم ظرفۍ، فساد او نورو نادودو د پټولو لپاره غوښتل چې یو مصلحتي او داسې حکومت یې باید ځایناستی وي چې د اصلي کارونو او برنامو د تطبیق پرځای یې ډېر وخت په خپلو کې په ناندریو تېر شي.
ډاکټر عبدالله عبدالله چې له کومې ورځې د حکومت د اجرائیه رئیس په توګه ټاکل شوی دی، نو له همغې ورځې د حکومت په ځانګړي ډول د ولسمشر غني ډېره انرژي د ده د مخالفتونو په نرمولو او د خپګانونو په له منځه وړلو او پخلا کولو تېر شوی دی. نوموړی چې د قانون له مخې کوم واک او اجرائیوي صلاحیت نه لري، نو کرۍ ورځ یا له بېکارۍ او وزګارتیا رنځېږي او یا هم په داسې نمایشي چارو، غونډو او سفرونو بوخت دی چې افغانستان او ولس ته یې له خیره تاوان زیات دی.
نوموړی له همدې امله عقده یي شوی دی او ډېر وخت عقده یي چلند کوي. هغه په عقده پالنه کې دومره پوخ او سخت زړی دی چې ډېر وخت ملي ګټې هم متضررې کوي او د امنیتي آو دفاعي ځواکونو روحیه هم ځپي او حتی په دې وروستیو کې داسې څرګندونې کوي چې د ولس روحیه وژني. د نوموړي دا کار تصادفي نه دی، بلکې د یو منظم پلان او برنامې له مخې دی.
ټولو ته معلومه ده چې ولسمشرۍ ټاکنې بیا را نږدې شوې دي او ډاکټر عبدالله عبدالله چې په تېرو څلورو کالو کې هیڅ موثر او محسوس کار نه دی ترسره کړی، نو باید ولس ته حساب ورکړي، د حساب لپاره نور څه نه لري بې له دې چې یا مخالفت وکړي او یا هم بې مورده تورونه پورې کړي، لکه نن یې چې د وزیرانو شورا په غونډه کې په خپله غیر مسوولانه څرګندونو سره د ولس روحیه وځپله.
نوموړي وویل چې ډېر وخت کېږي د ملي امنیت شورا او د اعلی سرقومندانۍ غونډې نه دي شوي او له همدې امله د هېواد امنیتي وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي، حال دا چې ډاکټر عبدالله عبدالله په خپله له هېواده بهر و، مګر هغه دومره بې خبره دی یا بې خبري ښیي چې د ثور په ۱۹ د اعلی سرقوماندانۍ غونډه جوړه شوې مګر هغه ورڅخه منکر دی.
ډاکټر عبدالله عبدالله سر له اوسه په راتلونکو ټاکنو کې د ځان مطرح کولو او د ولس سترګو ته د خاورو شیندلو لپاره کار پیل کړی او نننۍ څرګندونې یې ښکاره بېلګه ده. نوموړی پر ځان او شخصي ګټو دومره مین دی چې حتی ملي ګټې او د هېواد ملي امنیت په خطر کې اچوي خو خپلو شخصي موخو ته ځان نږدې کوي.