محمد بشیر یوسفزوی
طالب او داعش هغه قاتلې، ترهګرې او وحشي ډلې دي چې نه خدای مني، نه رسول مني، نه قانون مني او نه ارزښتونه، نو له همدې امله له دوی څخه دا ګیله چې جنګي اصول او قوانین تر پښو لاندې کوي بې ځایه ده، ځکه د دوی هیڅ کړنه په هیڅ قانون نه ده برابره ، مګر په دې وروستیو کې یې بېخي وحشت ته مخه کړې
.
د خندق په نوم د عملیاتو له پیلولو وروسته موږ او تاسو ولیدل چې ډېری ملکي ځایونه، ښوونځي، جوماتونه، ښارونه، د خلکو د ګڼې ګوڼې ځایونه، عام وګړي، ښځې او ماشومان په دغو بریدونو کې په نښه شول او زموږ ګڼ هېوادوال په ډېر وحشت ووژل شول. دغه ډول وژنې د وحشت انتها ده. مګر د دغې انتها پر وړاندې لاس تر زنې کېناستل هم د خلاصون او نجات لاره نه ده.
په دې کې شک نشته چې طالب وسله والو بریدونه د دوی له جنګي پوهې او تجربې څخه لوړ دي، د سیمې د استخباراتو مستقیم لاس په کې ځکه نشي ردېدلی، چې دوی دغه بریدونه ډېر پېچلي پلانوي او حتی د تطبیق په برخه کې یې هم د استخباراتو لارښوونې ورسره وي، په دې کې شک نشته چې زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه شپه او ورځ قرباني ورکوي، سختۍ تېروي او د ترهګرو د بریدونو په مهارولو او د دوی په ځپلو کې خپلې هڅې او ځانونه نه درېغوي، مګر بیا هم دغه وحشیان په کومو ځایونو کې چې غواړي بریدونه ترسره کړي، همغو ځایونو ته ځانونه رسوي، خو څه کول پکار دي؟
زما په نظر د امنیتي او کشفي ارګانونو د ویښتیا او بیدارۍ ترڅنګ د ولس رښتینې او صادقانه همکاري پکار ده. ولس دې له خدای او ځان سره دا تعهد وکړي چې هیچاته په دې پاکه خاوره کې د وحشت او جنایت کولو اجازه نه ورکوي او دا ژمنه دې وکړي چې که څوک په دې وطن کې د وراني او تخریب ناوړه اراده لري، نو یا یې په خپله مخه نیسي او یا یې هم په اړه امنیتي او دفاعي ځواکونو ته خبر ورکوي.
ولس ته ښایي چې د خپل مسوولیت، مکلفیت او وجیبې د ادا کولو په موخه په ترهګرو او د دوی په وحشتونو سترګې پټې نه کړي، په ورانکارو او جنایتکارو زړخوږی ونه کړي، بلکې هغوی دې وڅاري او د هغوی د ورانکاریو مخه دې ونیسي. که یې په خپله مخه نشي نیولی، نو پر وخت دې مسوولینو ته اطلاع ورکړي چې حداقل هدف ته تر رسېدو او د برید د ترسره کېدو مخه یې یا ونیسي او یا یې له منځه یوسي.
د طالب او داعش وسله والو وروستي بریدونه او وحشتونه له زغم وتلي دي او پر وړاندې یې معافیت، چوپتیا او بې تفاوتي په خپله جنایت دی. ولس او عام هېوادوال دې په دې برخه کې خپله همکاري نه درېغوي، ځکه د ترهګرو جګړه له کومې مشخصې ډلې، سیمې، قوم او مذهب پیروانو سره نه دی، دوی هرڅوک وژني او هر څوک هدف ګرځوي. هیڅوک دې داسې نه ګڼي چې ممکن زه د دوی له برید او وحشت څخه خوندي واوسم، نو مخکې له دې چې د دوی د وحشت ښکار شئ، دوی له منځه یوسئ، د دوی تهدید او خطر دفعه کړئ او دوی له خپلو ښارونو، کلیو، سیمو او کورونو څخه وشړئ، داسې یې وشړئ چې د بیا راتګ جرئت ونشي کولی.