فرنک ګارډنر
د تېرې اونۍ په پای کې د لندن لوېدیځ ریډینګ سیمه کې د چاکو یو برید یو ځل بیا هغه اندېښنې راپورته کوي چې د ترهګرۍ ګواښ لا هم شته. خو دې سره دا فکر هم راپیدا کېږي، چې د ترهګرۍ پر ضد هغه جګړه څنګه شوه چې په ۲۰۰۱ کې د امریکا هغه وخت ولسمشر جارج ډبلیو بوش پیل کړې وه؟ ایا اوس هم روانه ده؟ او که نه، نو ایا بریالۍ شوې؟ او که نه هسې د پرېمانه پیسو یوه ضیاع
وه؟
پر امریکا د ۲۰۰۱ کال سپتمبر له بریدونو ۱۹ کاله اوښتي، خو لا هم زرګونه امریکايي پوځیان او پوځیانې په افغانستان، عراق، خلیج او د افریقا څنډه کې ځای پر ځای ساتل کېږي.
د نړۍ په ځینې لرې پرتو سیمو کې د ترهګرو پر مشکوکو مشرانو ډرون بریدونه هم دوام لري. دګڼو ګواښونو مخنیوي لپاره د نړۍ په لر او بر کې له ترهګرې سره د مبارزې لپاره د ځانګړې شوې پانګې کچه ورځ تر بلې پړسېږي.
د ستراتیژیکو مذاکراتو انسټیټیوټ اجراییه مشره ساشا هفلیکلیک دغه جګړه له پیله څاري او په وینا یې د مفروضې او واقعیت تر منځ یې توپیر شته. نوموړی وایي:
"مفروضه خو په ۲۰۰۹ کال کې واک ته د ولسمشر باراک اوبا د رسېدو په شېبه کې بشپړه شوه، خو اصلاً د ترهګرۍ ضد جګړې تکتیکونو کې د خنډونو او ځنډونو پرتله ډېره رواني لیدل شوې. د اوباما ادرې په موده کې په افغانستان او پاکستان کې د بېلګې په توګه د ډرون بریدونو کچې ډېرېدل ټولو ته معلومه چاره وه او د ټولو لپاره د امریکا اوس لومړیتوب خبره هم.. او زه فکر کوم اوس ټول ګومان کوي چې دا هر څه لا پسې پېچلي کېږي... موږ اصلاً د امریکا د ترهګرۍ ضد عملیاتو زیاتوالي شاهدان یو. "
د مشخصو دښمنانو یوه ډله:
دا هغه مفکوره ده چې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ حکومت له لوري د ترهګرۍ ضد مبارزې همغږي کولو لپاره د امریکا متحدو ایالتونو بهرنیو چارو وزارت له لوري ګومارل شوی استازی ناتهن سالز یې تر ټولو ډېره تاییدوي. د ده مخې ته مې پوښتنه کېښوده، چې هغه جګړه چې بوش حکومت یې تصور کاوه - ختمه شوې؟
"نه، جګړه په شدت روانه ده، موږ یې ګټو، خو موږ د مشخصو دښمنانو پر ضد جګړه کوو او یا په بل عبارت د دښمنانو د مشخصو ډلو پر ضد. "
نوموړي د بېلګې په توګه د اسلامي دولت نوې ډلې یا داعش یادونه وکړه، چې د بېلا بېلو هېوادونو یوه پراخ اییتلاف یې پروسږ کال د سوریې په باغوز کې د خلافت وروستی مورچل ونړاوه او مشر یې ابوبکر البغدادي ووژل شو. خو نوموړی وايي، د دغې ډلې ځینې پاتې کسان او شبکې د نړۍ په بېلا بېلو برخو کې لا هم فعال دي.
د چهارشنبې پر ورځ د امریکا بهرنیو چارو وزارت له ترهګرۍ سره د مبارزې رپوټونه خپروي. په واشنګټن کې د ځینو تمه دا ده چې د سپتمبر ۱۱ مې له بریدونو وروسته به امریکا ته متوجه خطر کې څرګند لږوالي پکې ولیدل شي.
ولسمشر بوش د (ترهګرۍ ضد جګړې) پیل پر مهال اعلان وکړ چې "یا به له موږ سره یاست او یا به زموږ پر ضد یاست ". بله لاره نه وه پاتې، د منځني ختیځ بدلېدونکو، رابدلېدونکو نازکو بیعتونو او اییتلافونو ته هیڅ امتیازات په پام کې نه وو نیول شوي.
په عراق کې چې ۲۰۰۳ کې امریکايي او بریتانوي پوځونه ورغلل همدا ځای پر ځای ولاړ دریځ ځینې دوستان په دښمنانو بدل کړل او د نن سبا روان نړیوال جهادي خوځښت ته یې لاره هواره کړه.
د متحدو عربي اماراتو د نېشنل نومې ورځپاڼې ایډیټره مینا العرابي اصلاً د عراق موصل ښار اوسېدونکې ده، چې له لارو کوڅو یې د داعش وسله والو شړلو پر مهال وران ویجاړ شو. دا وايي:
"په عراق کې داسې څرګندې بېلګې وینو، چې امریکا د عراق دولت پر شتون سترګې پټې کړې. په ۲۰۰۳ کال کې د پوځ او پولیسو له منځه وړلو پرېکړه، که د سلګونه زرو نه وي، نو د لګسونو زره کسانو وزګار کېدل... هغه طرح چې باید دوی په بشپړه توګه له هېواده وایستل شي، همدې د القاعده لپاره او بیا د داعش لپاره د جلب او جذب زمینه برابره کړه. "
د دغې جګړې په بهیر کې د پالیسیو نورې تېروتنې هم وشوې، چې وروسته اوبا حکومت اصلاح کړې، خو اغېزې یې تر اوسه لیدل کېږي. په ګوانتانامو کې د سلګونو مشکوکو کسانو بې محاکمې ساتل، دغه راز د سي ای اې په بېلا بېلو (تیاره) مرکزونو کې د مشکوکو کسانو پټې سترګې او تړلي لاس، پښې لاس په لاس کېدل او (سخت تحقیقات) داسې څه وو، چې د لوېدیځ معترضینو د اخلاقي پیغور په توګه یادول.
ښاغلی سالز وايي: "ړۍ ډېر څه زده کړل، چې کومه چاره بې ګټې ده او کومه ګټوره ده او موږ په اوسني چلن کې همدې زده کړو ته پام سره پرمختګ کوو. "
دی د ګوانتانامو بې له نیوکه کوونکو او په ځانګړې توګه د واشنګټن د لوېدیځو ملګرو په ګډون چې اوس یې خپل ځینې وګړي د عراق او سوریې په یو شمېر کمپونو کې بې پوښتنې پرې ایښي ناراضي دی. دی وايي، دغه هېوادونه باید خپل وګړي بېرته وغواړي.
دا به ګرانه وي، چې سړی وايي، د (ترهګرۍ ضد جګړې) لګښت څومره و، خو ځینې یې اټکلاً یو ټریلیون ډالره یادوي. د دې پېسو لویه برخه پر (فعالو) پوځي عملیاتو، استخباراتي معلوماتو راټولولو او دغه راز پر ډرون بریدونو لګول شوې ده او خورا لږ برخه یې له سخت دریځۍ د خلکو پر لېرې کولو او مخنیوي اقداماتو لګول شوې ده.
د کنګز کالج سخت دریځۍ مخنیوي مرکز شیراز مهر په دې باور دی چې دغې جګړې په ټولنه کې اوسنۍ ځینې نورې ستونزې زېږولې دي.
"که په پراخ تصویر کې سوریه او عراق کې د اسلامي دولت نومې ډلې غوندې مسایلو ته وګورو، نو تر یوه حده یې په اروپا کې هم د مسلمانانو پر ضد کرکه راوپاروله، چې په یوه بڼه یې د کډوالو ضد جذبې په بڼه وینو او د کډوالو مساله د سوریې ( د موضوع) پایله ده، پر همدې بنسټ د اغېزو یوه لړۍ وینو، ځکه نو زه په دې باور یم چې د (ترهګرۍ ضد جګړه) پای ته له رسېدو لا ډېره لېرې ده. "
نو ایا دغه بې نظمه کمپاین به کله یو پای ته ورسېږي؟ ایا کله به دغه جګړه چې د ترهګرۍ ضد جګړې نوم ورکړل شوی، داسې شېبې ته ورسېږي، چې وویل شي ( ماموریت په بریالیتوب سره پای ته ورسېد؟).
خو داسې نه ښکاري، ځکه د جرم په توګه ترهګري هم تر هغه بریده کمېدای شي، چې چارواکي یې (د مدیریت وړ) بولي. او نن سبا یو بل نوی ګواښ هم په ډېرېدو دی، چې ښي اړخه - سخت دریځي بلل کېږي او دا داسې څه دي چې په ظاهره بې پایه جګړې ته نوی ژوند ورکولای شي.