د طالبانو او امریکایانو په مذاکراتو کې د اختلاف پنځه مهم ټکي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ تېره اوونۍ افغانستان ته د خپل ناڅاپي سفر په ترڅ کې په بګرام هوایي ډګر کې د خپلو خبرو پر مهال وویل، طالبانو پخوا نه غوښتل چې افغانستان کې اوربند وشي، خو اوس غواړي چی اوربند وکړي. ولسمشر ټرمپ زیاته کړه، دی باور لري چې اوربند سره به د سولې پروسه پر مخ ولاړه شي

.

بګرام کې د وینا پر مهال ولسمشر ټرمپ له طالبانو سره د خبرو بیا پیلېدو یادونه وکړه، او د افغان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم تېره اوونۍ قطر کې د تړلو دروازو شاته له طالبانو سره لیدلي دي.

خلیلزاد له څو میاشتو را په دې خوا په قطر کی د طالبانو سیاسی دفتر سره په مذاکراتو بوخت و. دواړو لوریو له نهه پړاوونو وروسته، هوکړه لیک لاسلیک ته چمتو کړ، خو دوه میاشتی مخکی د امریکا ولسمشر ناڅاپه طالبانو سره د سولې خبری ودرولی.

خو ولسمشر ټرمپ، خلیلزاد ته پرېکنده سپارښتنه کړې چې طالبانو سره د سولۍ پروسه ژر تر ژره بشپړ کړي.

که څه هم دواړه خواوې اوس یوې هوکړې ته لېواله دي، خو د دوی ترمنځ لا هم ځینې ستونزې شته چې له کبله یې پخوان هم هوکړه ځنډېلې وه، او ښایي راتلونکو خبرو کې هم پر همدې ټکو اختلاف موجود وي.

راځئ چې په دې لړ کې پنځو مهمو ستونزو ته لنډه کتنه وکړو.

لومړنۍ ستونزه: د طالبانو خپلمنځي اختلاف

افغانستان کې د طالبانو جنګی کمېسیون او په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ترمنځ اختلافونه شتون لري. د طالبانو وسلوال قومندانان تر ډېره سخت دریځ لري او مذاکراتو ته لېوال نه دي.

دوی پر جګړه ټینګار کوي چې په ټول هیواد کی شرعيت پلی او د طالبانو اماراتي نظام بېرته راولي. دوی په دې فکر دي چی امریکایانو ته یی ماته ورکړې او نړیوال له افغانستانه په وتلو دي.

د ۲۰۱۳ کال پرتله، امریکا خپل سرتیری د څه باندی سل زرو نه یوازې ۱۲۰۰۰ ته راکم کړي. د امریکا ولسمشر په دې لټه کې دی چې له افغانستانه خپل سرتیري وباسي او د خپل هیواد تر ټولو اوږده جګړه ختمه کړي.

خو په قطر کې د طالبانو سیاسي مشران غواړي چی د مذاکراتو له لارې د افغانستان کشاله حل کړي. په تېر یوه کال کې د طالبانو سیاسي مشرانو بیجینګ، مسکو، تهران، جاکارتا او اماراتو ته سفرونه کړي دي.

دې سفرونه طالب سیاسي مشران په دی وپوهول چی افغانستان کې بې له نړیوالو هم حکومتوالي نشی کیدای.

همدارنګه د نړیوالو ځانګړو استازو لکه المان او اروپایي اتحادیی سره د طالبانو سیاسی مشرانو پرلپسی خبرو اترو د دوی فکر کې بدلون راوستی او دوی اوس غواړي د نړی سره یو ځای کار وکړي.

د همدې خپلمنځي اختلاف له امله د طالبانو سیاسی مشران له امریکایانو سره مذاکراتو کې د جنګي کمیسیون تر فشار لاندې دي.

دویمه ستونزه: له نورو جنګي ډلو سره د طالبانو اړیکې

واشنګټن له طالبانو غواړي چې د القاعده، لشکر طیبه، لشکر جنګوي، لشکر اسلام او لشکر انصار په څېر ترهګرو ډلو سره پریکون اعلان کړي.

خو طالبان دې ډلو ته د "ترهګر" لقب نه مني. په ۲۰۱۷ کال کې د امریکا ولسمشر وویل چی افغانستان او پاکستان کې ۲۰ ترهګرې ډلې شتون لري.

طالبان په دې ډلو کې یوازې له داعش سره اړیکې نلري او څو ځله یی ورسره سختې جګړې هم کړې دي. خو له دې نورو ډلو سره طالبان کومه ستونزه نلري.

که څه هم طالبانو په دې برخه کې وضاحت کړی او ټینګار کوي چې د افغانستان له خاورې به هېچا ته اجازه ورنکړي چې کوم بل هېواد ته ګواښ پېښ کړي.

خو امریکایي چارواکي وېره چې طالبان له دې ترهګرو سره اړیکې لري او که امریکایي سرتېري له افغانستانه ووځي، دا هېواد به یو ځل بیا د نړیوالو ترهګرو ځاله وګرځي.

دریمه ستونزه: اوربند باید څه وخت او له چا سره وشي؟

د امریکا او افغانستان ولسمشران له طالبانو غواړي چی لومړی اوربند وکړي. دوی غواړي دا خبره مالومه کړي چې طالبان څومره یو موټی دي او د طالبانو مشرانو پریکړه به د جګړۍ په ډګر کښې د ټولو وسلوالو طالبانو ته د منلو نه وي او که نه.

خو طالبان وایي چې اوربند به د هوکړې له لاسلیکولو وروسته کېږي او هغه هم یوازې له امریکایانو سره اوربند، نه له افغان حکومت سره.

تر دی دمه د طالبانو قوت تر بل هر څه د دی وسلوالی ډلی جګړه ده. که طالبان اوربند وکړي، نو د دی ډلی سره بل څه نشته چی په مټ یی د مذاکراتو پر مېز خپله برلاسي ثابته کړي.

د اوربند موضوع نه یوازې د امریکایانو او طالبانو ترمنځ د اختلاف سبب ده، بلکې د افغان حکومت لپاره هم یوه مهمه موضوع ده.

څلورمه ستونزه: د طالبان او افغان حکومت مخامخ خبرې

امریکا غواړي چې طالبان له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته وهڅوي. د افغانستان حکومت د امریکا ستراتیژیک ملګری دی او له ۲۰۰۱ کال راهیسې یی ملیاردونو ډالره مرسته ورسره کړې.

خو طالبان بیا افغان حکومت ته د "کابل اداره" وایي، د امریکا لاسپوڅې یې بولي او د حکومت په توګه یی نه پیژني. طالبان تر دې دمه د خپل همدې سخت دریځ له مخې نه دي چمتو شوي چې افغان حکومت سره مخامخ خبرې وکړي.

دوی فکر کوي چې که له افغان حکومت سره خبرو ته کېني، د جکړې په ډګر کی به د دوی قومندانانو روحیه کمزورې شي. له همدی امله طالبان غواړي چی د جګړې ډګر تود وساتي چې مذاکراتو کی برلاسی ولري.

پنځمه ستونزه: له هوکړې وروسته افغانستان کې د امریکایي پوځیانو شتون

امریکایي چارواکي غواړي چی افغانستان کې یو شمېر پوځيان وساتي چی د سفارت امنیت یې وساتي او د اړتیا پر وخت د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې هم برخه واخیستلی شي.

واشنګتن فکر کوي چی طالبان به د دی توان ونلري چی نورې ترهګرې ډلې په بشپړ ډول له خپلو فعالیتونو را ګرځوي. امریکایان وېره لري چې له طالبانو سره تر هوکړې وروسته هم شونې ده چې د افغانستان له خاوری د امریکا امنیت ته ګواښ پیدا شي.

له همدې کبله د امریکا لپاره مهمه ده چې یو شمېر پوځیان یې افغانستان کې پاتې شي.

خو طالبان بیا د ټولو بهرنیو پوځیانو په وتلو ټینګار کوي او واشنګتن ته ډاډ ورکوي چی د افغانستان له خاورې به د امریکا امنیت ته هېڅ ګواښ نه وي. خو امریکایان د دوی په ژمنه بشپړ باور نه کوي.