د بشري حقونو جهانیو او پاکستانیو څارونکیو پر اسلام اباد ږغ کړی چې په دغه هېواد کې په زوره د تری تمو کسانو پلټونکی دې یا خو پرېږدي یا دې یې هم ولټوي.
د حقونو فعال ادریس خټک دا دی اونۍ وشوه چې ورک دی، نوموړی د نومبر پر ۱۳مه د خېبر پښتونخواد صوابۍ- پېښور پر لویه لار له خپل ګاډي په زوره اوچت کړل شوی وو
.
د بشري حقونو فعالان وايي چې د خټک ډرایور یې پرېښی دی خو د هغه درک نشته. او نه هم پولیسو د هغه د موندلو او لټون لپاره سرکاري پلټنې پیل کړې.
د نومبر پر۲۱مه د بښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا برخې لوی چارواکي عمر وړایچ د مشال راډيو د انګلیسۍ ژبې له اډیټر ابوبکر صدیق سره په خبرو کې وویل چې پاکستانۍ ادارې دې په زغرده ادریس خټک او په دغه هېواد کې نور په زوره ورک کړل شوي کسان پرېږدي یا دې ولسي عدالتونو ته د مقدمو لپاره وړاندېکړي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ته په استولي یوه لیک کې امنیسټي انټرنیشنل ورته لیکلي چې په ساده جامو کې کسانو خټک د نومبر پر ۱۳مه نېټه له خیبر پښتونخوا په زوره پورته کړ.
یادې ادارې ویلي چې ۵۶ کلن خټک له امنیسټي انټرنیشنل سره رسمي دنده لري او هغه په خیبر پښتونخوا او پخوانۍ فاټا کې د بشري حقونو سرغړونو په ګډون په زوره تښتونو ګڼې قضیې/کیسونه سند کړي دي.
وړایچ وايي، خټک له اوږدې مودې راهیسې د بشري حقونو ساتونکی دی او له کلونو راهیسې د بشري حقونو سرغړونې او په زوره تښتونې سندوي. او اوس داسې ښکاري چې دی خپله د هغو خلکو لیکې ته ولوېد چې ده یې د حقونو لپاره ډغره وهله.
د پاکستان بشري حقونو کمیشن په دې باور دی چې خټک ښايي په زوره تری تم کړل شوی وي، ځکه چې د هغه کورنۍ وايي دوی ته هېڅ داسې څرک نه لګېږي چې ګواکې دی دې یې د پیسو لپاره تښتولی وی.
د اېچ ار سي پي یوه بل چارواکي مهدي حسن پر چارواکیو د خټک د چټک موندلو لپاره ټینګار کړی دی.
نوموړي د نومبر پر۲۱مه نېټه په یوه اعلامیه کې ویلي، دې پېښې ته د سرکار نه غبرګون د اندېښنې سبب دی ځکه چې دا په دغه هېواد کې په زوره تښتونو، خودسره حراستونو او د قانون چلند ته لږ درنښت غوندې له ژورو ستونزو مخ اړونه ښيي.
پاکستانیو چارواکیو پر دغه پېښه هېڅ غبرګون نه دی کړی. خو د واکمن پاکستان تحریک انصاف یوه پارلېماني غړي اقبال اپرېدي ویلي، پاکستانيو امنیتي ځواکونه کله هم یوڅوک بې دلیله نه اوچتوي، او زیاتوي که پر خټک یو څه تور نه وي نو خوشې به شي.
د بښنې نړیوال سازمان د دې کارونو یانې په زوره تښتونو ختمولو لپاره د زغرده اقدام غوښتنه کړې.
د پاکستان بشري حقونو پر ریکارډ په زوره تښتونې یوه ډېر زوړ داغدی.د سږني ۲۰۱۹ز کال پر ۳۰م جون د جبري تښتونو پلټنو لپاره پاکستانی سرکاري کمیشن د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ته په استولي لیک کې کښلي چې په هېواد کې د [تري تمو کسانو] ۲۱۲۲ کېسونه لا هم نه دي هوار شوي.
له تېرو څه نا څه دوو لسیزو راهیسې پاکستان کې په زوره تښتونې روانې دي. په لومړنیو کیسونو کې له بلوچستانه بلوڅ بېلتونپالي او د هېواد له شمال لوېدیځو برخو ااسلامي تندلاري د پاکستانیو استخباراتو او امنیتي ځواکونو په ناڅرګندو حراستخانو کې ساتل کېدل.
په دا نېږدو کلونو کې د ګڼو سیاسي ګوندونو فعالان، بلاګران او فعالان په زوره تښتول شوي دي.