د ایران د حکومت ویاند بهروز کمالوندي ویلي، د ایران اټومي انرژۍ سازمان د اړتیا پر مهال په هره کچه یورانیم بډایولی شي. د نوموړي په وینا، تهران دا مهال د سانتريفیوژ زیاتولو پلان نه لري او په اوسنیو امکاناتو یې یورانیم بډایول زیات کړي دي، خو د سانتریفیوژیونو زیاتول به د ایران یو بل راتلونکی ګام وي
.
ښاغلي کمالونډيد یکشنبې پر ورځ په یوه خبري ناسته کې دا هم وویل، د ایران او شپږو قدرتونو تړون د نړیوالې سولې په ګټه و او ټولو ته یې ګټه رسېده.
"امریکا لویه تېروتنه وکړه چې له دې تړون ووتله، موږ په دې تړون پاتېدو ته تیار یو، خو د تړون خوندیتوب د مقابل لوري په چلن پورې تړلی دی".
د ایراني چارواکو دا اعلان یوه ورځ له هغه وروسته دی چې د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرونه له ایراني سیال سره خبرو کې په دې اندېښنه وښوده چې که تړون ماتېږي، نو څه به پېښېږي.
په ځواب کې حسن روحاني پر اروپايي هېوادونو غږ وکړ چې د تړون ژغورلو لپاره اوس لاس په کار شي.
خو د فرانسې الیزه ماڼۍ یوه چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې ښاغلي مکرون د ایران له خوا د اټومي تړون د نور ماتولو ګام غندلی دی.
پ همدې خبري ناسته کې د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر عباس عراقچي وايي، تهران لا هم غواړي چې تړون وژغوري، خو اروپايي هېوادونه یې تورن کړل چې په خپلو ژمنو ونه درېدل.
ایران له اټومي تړون د امریکا د وتلو په کال پوره کېدو سره د تړون پاتې غړو- چین، فرانسې، جرمني، روسیې او برتانیا- ته ۶۰ ورځې وخت ور کړی و چې د امریکا له بندیزونو یې وژغوري.
د دې وخت د پوره کېدو سره هممهال د یکشنبې په ورځ( د جولای ۷) عباس عراق چي خبریالانو ته وویل، تهران به څو راتلونکو ګړیو کې له ۳،۶۷ سلنه ډېر ټینګوالي سره یورانیم بډایول پیل کړي، چې بوشهر اټومي بټۍ ته سونتوکي برابر کړي.
عباس عراقچي دا هم وویل چې تهران به هر ۶۰ ورځې وروسته د ۲۰۱۵ کال اټومي تړون ته ژمنتیا کمه کړي، خو زیاته یې کړه چې د بندیزونو د له منځه وړو لپاره یې د ډيپلوماسۍ ور پرانیستی دی.
امریکا پر ۲۰۱۸ کال له دې تړون په یو لوریز ډول ووتله او پر ایران یې بیا هغه بندیزونه ولګول چې د دې تړون له مخې ترې لرې شوي وو.
د ایراني چارواکو دا څرګندونې له تړون وروستۍ خلاف ورزي ښيي. په مۍ میاشت کې هم ایران د یورانیم بډایولو له ټاکلي حد واوښت او اوس یې دومره بډایولی شي چې د راکتورونو لپاره د سونتوکو او هم د اټومي وسلو لپاره کارېدلی شي.
خو ایران تل وايي، چې اټومي پروګرام یې سوله ییز دی او د وسلو جوړولو نیت نه لري.
اروپايي ټولنه، جرمني، برتانیا، فرانسه، چین او روسیه- چې د اټومي تړون غړي دي- لا هم د دې تړون پر خوندیتوب ټینګار کوي او له ایران غواړي چې ورته ژمن اوسي.
درې اروپايي قدرتونه د ایسنټکس په نوم په یوه بله هڅه کې غواړي چې له ایران سره مالي راکړې ور کړې ته لار برابره کړي.
تېره اونۍ اروپايي ټولنې وویل، چې دا هڅه به پلې شي، خو ایران دا ګام ضروري مګر پوره نه بولي.
د جمعې په ورځ د جرمني د بهرنیو چارو وزارت وویل، چې دوی ډېره هڅه کوي د اینسټکس چوکاټ کې لومړی ځل پیسې واستوي.
خو عباس عراقچي وايي، ټولو دولتي ادارو ته یې ویلي چې اینسټکس ته هیڅ هیله ونه لري.
هغه دا هم وویل، چې له بندیزونو د وتلو لپاره پر یو هېواد هم تکیه نه کوي، خو د بندیزونو له حالت د ځان اېستلو لپاره به خپله هر ډول هڅې وکړي.
د تهران د اټومي پروګرام د مخنیوي لپاره د ایران او شپږو قدرتونو ترمنځ د ۲۰۱۵ کال دوبي کې اټومي تړون وشو.
د دې تړون له مخې ایران د خپلو اټومي چارو د کمولو ژمنه وکړه او په ځواب کې له ایران سخت اقتصادي بندیزونه لرې شول.
ایران ته دا اجازه هم ور کړل شوې وه چې د۴ ـ۳ سلنې ترمنځ ټینګوالي سره یورانیم بدایولی شي، خو اوس ایران وايي چې دا بډایول تر پنځه سلنې رسوي.