۳۰ کاله مخکې د فبرورۍ پر ۱۵ وروستی شوروي پوځي د افغانستان او ازبکستان تر منځ د پولې له پله تېر شو او په افغانستان کې د شوروي پوځونو نهه کلن شتوالی پای ته ورسېد.
شورویانو له افغانستانه د وتلو پر مهال له افغان چارواکو سره څه ډول ژمنې کړې وې او د هغه مهال افغان ولسمشر ډاکټر نجیب الله له شوروي اتحاده څه غوښتل؟
افغانستان هغه مهاله د شوروي پر اقتصادي او پوځي مرستو سخته تکیه کوله او د حکومت پوځي ماشین د همدې پوځي مرستو پر مټ حرکت کاوه
.
بل لور ته مجاهدین چې د اسلامي هېوادونو، لویدیځوالو او په ځانګړې توګه د امریکا ملاتړ ورسره و، د هرې ورځې له تېرېدو سره ځواکمنېدل.
امریکايي چارواکي په دې باور وو، چې د شوروي ځواکونو له وتلو سره سم به لومړي فرصت کې د ډاکټر نجیب الله کیڼ اړخه حکومت نسکور شي.
د افغانستان لپاره هغه مهال د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ډيېګو کاردویز په خپل کتاب کې ویلي، ډاکټر نجیب الله په یوه لیدنه کې هغه وار له مخه چمتو شوې اعلامیه ورښکاري کړه، چې شوروي حکومت چمتو کړې وه او پکې یې له افغانستانه د ځواکونو ایستلو خبره کړې وه.
په هغه اعلامیه کې د ځواکونو وتلو نېټه د ۱۹۸۸ کال د مې میاشتې ۱۵ مه یاده شوې وه او له مخې یې په ۱۰ میاشتو کې به یې بهیر بشپړ شي.
د هغه په خبره د هغې اعلامیې له خپرېدو وروسته یو شمېر مجاهدینو په افغانستان کې دننه د وسلو او تجهیزاتو سترو زېرمو په چمتو کولو پیل وکړ.
دوی ته ویل شوي وو، له دې وروسته به وسلو او مهماتو ته لاسرسی سخت شي، ځکه ډېری هغه خچر چې د دافع هوا سټېنګر او بلیو پایپ په څېر درانه توغندي یې لېږدول د یوې ناروغۍ له کبله مړه شوي وو.
کوردویز لیکي، د امریکا استخباراتي ادارې (سي ای اي) له هغه وروسته ګڼ شمېر خچر له تونسه د ۷۴۷ بوینګ ډوله الوتکې په وسیله پاکستان ته ولېږدول، خو ځینې خلکو ویل دغه خچر له جورجیا پېرل شوي وو.
رښتیا دا دي چې د شوروي اتحاد کمونیست ګوند په مشرتابه کې بدلون، د افغان جګړې اوږدېدو او له کبله یې د اوښتي درانه زیان له کبله شوروي مشرانو غوښتل خپل ځواکونه له افغانستانه وباسي.
دغه راز د شوروي اتحاد وروستي ولسمشر میخایل ګورباچوف په خپل هېواد کې د اقتصادي اصلاحاتو راوستو او له خپل بهرني سیاسته د تاوتریخوالي لرې کولو لپاره غوښتل له افغانستانه پوځونه وباسي.
د کابل پوهنتون پخوانی استاد اسحاق اتمر په دې باور دی چې شوروي مشرانو هغه مهال فکر کاوه چې د افغانستان جګړه نوره دوی ته ګټه نه کوي.
د هغه په خبره، شوروي مشرتابه له افغان چارواکو مخ اړولی و او د افغان حکومت له مخالفینو سره یې اړیکي موندلي وو، چې پایله کې یې د مجاهدینو ځینې مشران مسکو ته هم تللي وو.
هغه وايي، بل لور ته مجاهدینو شوروي مشرانو ته ډاډ ورکړی و، چې د دوی له کنترول لاندې سیمې به شوروي ته ګواښ نه وي.
ښاغلی اتمر وايي، له افغانستانه د شوروي پوځونو وتلو پر مهال شوروي له افغان حکومت سره مرستې ته ژمن پاتې نه شول او له همدې کبله د ډاکټر نجیب الله د حکومت وروستيو دوو کلونو ته د (مستقلانه دفاع) نوم ورکړل شو.
دا ځکه چې شوروي مشرانو د پوځونو له وتلو وروسته د افغان حکومت دفاع لپاره هېڅ پروګرام نه درلود.
بل لور ته افغان حکومت داسې موقعیت کې نه و، چې له شوروي اتحاده مرسته وغواړي او دا ځکه چې کابل کې چارواکي د شوروي له کورني سخت حالته خبر وو.
د ډیګو کاردوییز او سلیک هارون په کتاب (افغانستان، د پردې تر شا) کې راغلي، شوروي مشران د پوځ له وتلو وروسته د کابل سرنوښت ته اندېښمن وو.
بحث پر دې و، چې مسکو د افغان حکومت ملاتړ وکړي او یا داسې اییتلاف ومني چې ډاکټر نجیب الله او د خلق دموکراتیک ګوند پکې یوه کوچنۍ برخه ولري.
ښاغلي کاردوویز د شوروي اتحاد د بهرنیو چارو مرستیال وزیر له قوله لیکي چې شوروي مشرتابه کې پر دې موضوع اختلافونه وو. ځینو غوښتل د ډاکټر نجیب الله حکومت پر ځای وساتل شي.
ځینو نورو فکر کاوه د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته به د ډاکټر نجیب الله حکومت تر ډېره د مجاهدینو پر وړاندې ټینګ پاتې نه شي او یو شمېر نورو هم داسې فکر کاوه چې د خلک دموکراتیک ګوند حکومت بنسټونه له ګونده بهر کسانو ته د رول په ورکولو سره پر ځای پاتې شي.
له دې اختلافونو سره د ۱۹۸۶ کال په وروستیو کې د هغه مهال ولسمشر ګورباچوف وتوانید له افغانستانه د پوځونو ایستلو په اړه مشترک نظر رامنځته کړ.
نوموړي د کمونیست ګوند ۱۳ نومبر غونډې ته وویل:
''نژدې شپږ کاله کېږي، چې موږ افغانستان کې جګړه کوو. که موږ خپله تګلاره بدله نه کړو له ۲۰ تر ۳۰ نورو کلونو پورې باید جګړه وکړو.
ایا دې ته په پام سره چې زموږ پوځي تګلاره حالت نه شي بدلولای، بیا هم باید جګړه وکړو؟ ''
کابل کې د شوروي متحدینو ته چې تر وروستۍ شېبې پورې د شوروي ځواکونو پاتې کېدو ته هیله من وو، د شوروي مشرتابه پیغام دا و چې شوروي ځواکونه له افغانستانه وځي.
کوردوییز وايي، ګورباچوف د دې لپاره چې د ځواکونو ایستلو خبر ورکړي، ډاکټر نجیب الله مسکو ته وباله او هغه ته یې وویل، افغان حکومت باید راتلونکو ۱۲ میاشتو کې د شوروي ځواکونو وتلو ته چمتو شي.
شوروي مشرتابه هغه ته وویل، که کابل چمتو وي او که نه، شوروي ځواکونه وځي، ځکه نو ښه ده چې د خپلې واکمنۍ بنسټونه ټینګ کړئ.
مسکو کې چارواکو ټینګار کاوه چې د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته هم باید افغان حکومت په واک کې پاتې شي. شوروي به یې د اقتصادي او پوځي مرستو له لارې ملاتړ کوي.
د کوردوییز په وینا مسکو کې چارواکي په دې آند وو چې کابل باید پرېکړه وکړي د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته غواړي واک کې پاتې شي او که نه.
د شوروي اتحاد د هغه مهال بهرنیو چارو مرستیال وزیر یوري وارنټسوف چې د ډاکټر نجیب الله او میخایل ګورباچوف لیدنه کې ناست و، وايي:
''کله چې نجیب د ګورباچوف له خبرو سره مخالفت و نه کړ، ځینې افغان مشرانو د ګورباچوف خبرې د شوروي وروستۍ پرېکړه نه بلله، خو ۱۵ میاشتې وروسته د افغانستان او پاکستان تر منځ جنیوا کې هوکړه لاسلیک شوه، ډاکټر نجیب الله د ګورباچوف له غوښتنې سره سم د خپل حکومت ټینګښت لپاره ډېر فعالیت نه و کړی، بلکې د شوروي ځواکونو وتلو پرېکړې ځنډولو په هلو ځلو بوخت و.
ګورباچوف په هغه لیدنه کې ډاکټر نجیب الله ته ویلي و '' زموږ یوازینۍ هیله دا ده چې افغانستان یو بې پرې، خپلواک او د شوروي دوست هېواد وي، او د تاوتریخوالي په داسې مرکز بدل نه شي، چې ګاونډیانو ته ګواښ شي. ''
د نوموړي په وینا افغانانو ته یوازې یو کال وخت ورکړل شوی و، چې د شوروي ځواکونو له وتلو مخکې خپل اختلافونه حل کړي.
بل لور ته د شوروي څارګرې ادارې (کي جي بي) ډاکټر نجیب الله ته خبرداری ورکړی و چې د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته د افغان پوځ پر وفادارۍ ډېره تکیه و نه کړي، له همدې کبله یې نوموړي ته لازم تجهیزات او پېسې د دې لپاره ورکړې چې له پراخو حقونو او امتیازونو سره د یوه شخصي پوځ په توګه ولسمشرۍ ګارد رامنځته کړي.
د ملګرو ملتونو چارواکو د جینوا هوکړې پلي کېدل څارل.
په جلال اباد کې د ملګرو ملتونو ۱۰ مسولینو د شوروي ځواکونو لومړۍ ډلې وتلو بهیر څاره، چې خپل مرکز یې افغان ځواکونو ته وسپاره.
د ملګرو ملتونو د رپوټ له مخې دغه ځواکونه د افغانستان له ختیځه کابل او بیا د افغانستان د شمال له لارې له حیراتانو تېر شول.
د ۱۹۸۹ کال د فبرورۍ پر ۱۵ ورځ ۱۱ بجې او ۵۵ دقیقې وې چې له لاسلیک نهه میاشتې وروسته د جنیوا هوکړه عملي شوه، د شوروي ځواکونو د ۴۰ فرقې قومندان جنرال بوریس ګروموف د وروستي پوځي په حیث پر امو سیند د دوستۍ له پله ازبکستان ته واوښت او په افغانستان کې د شوروي پوځ شتون پای ته ورسېد.