۲۱ کاله وړاندې پر ۲۷ د سپټمبر کابل کې اوازه خپره شوه چې د طالبانو ډلې ښار، ارګ او ټولې مهمې سیمې نیولي او جهادي مشرانو کابل پرې ایښي. خو له دې سره یو بل ټکان ورکوونکی خبر هم مل و "ډاکتر نجیب یې وژلی!"
دې خبر د جهادي ګوندونو کورنیو جګړو کې کړېدلو کابلیانو ته مجال ورنه کړ چې د طالبانو راتګ په ښه یا بد فال ونیسي. هغه کس چې د ملګروملتونو په دفتر کې ایسار و، او قدرت ته د جهادي ګوندونو د رسېدو په اړه اټکل یې هره ورځ رښتیا کېده او کابلیانو به ویل:"ډاکتر نجیب رښتیا ویلې"، د سهار په خړه کې وژل شوی و
.
ګڼ شمېر کابلیانو پر بایسکلونو ارګ ته نژدې د اریانا څلورلارې ته مخه کړه، هغه ځاي ته چې ډاکتر نجیب الله خپله تر ټولو مشهوره او د پاکستان پر ضد له احساساتو ډکه وینا اورولې وه.
د ده د وینا له ځايه فقط څو متره لېرې، د ترافیک له څارځايه د دوو کسانو مړي راځړېدل، یو یې په وینو لړلی او بل یې داسې روغ رمټ و لکه ویده چې وي. دا د ډاکتر نجیب الله کشر ورور جنرال شاپور احمدزی و.
د پاکستان ضد سمبول
له ۱۹۹۰ کلونو تر د پخواني ولسمشرحامد کرزي لومړۍ دورې، د پاکستان پر ضد بل هېڅ ولسمشر په داسې صراحت خبرې نه وې کړې نو ځکه د افغانستان له ګاونډه افغانستان ته هر ور رسېدونکي زیان سره د ډاکتر نجیب الله پر خبرو د تایید مهر لګېده او د خلکو ترمنځ به یادېده.
ډاکترنجیب الله چې د ده په وینا، د افغانستان د ویجاړۍ لپاره د پاکستان د کړنو او اوږدمهاله پلانونو پر مسلې له جزییاتو ډکې څرګندونې کړې وې، ځینې یې داسې اټکلونه او ادعاوې وې چې دی لا ژوندی و چې رښتیا شوې.
تېرکال له بي بي سي سره مرکه کې د ډاکترنجیب الله مېرمن فتانه نجیب کیسه کوله چې ډاکټرنجيب الله په رښتيا ډېر ناروغ و، پښتورگو کې يې ډبرې وې. هغه ته ويل شوي و چې پر تذکرې پرېوځي، او دوى به يې درملنې لپاره اسلام آباد ته ولېږدوي، خو وايي ډاکټر نجيب الله هېڅکله اسلام آباد ته ورتگ نه غوښتل.
مېرمن نجيب زياتوي: "په خپله یې ما ته په خندا وويل زه په دې دنگه ونه څنگه ځان واچوم؟."
جون ۲۰۱۶ کال، تورخم کې د افغان ځواکونو او پاکستاني ملېشو ترمنځ د پاکستان له خوا د دروازې د جوړولو پر سر شخړې کې، افغان پوله ساتو ځواکونو پر خپلو مټو د ډاکترنجیب الله عکسونه وټومبل او د "وطن یا کفن" شعارونو په حقیقي او مجازي دنیا کې احساسات راوپارول.
د ملي امنیت د ریاست پخوانی مشر رحمت الله نبیل چې د عین ادارې مشري یې کوله وايي، کله چې مې دغه ریاست کې کار پیل کړ نو پوه شوم چې ډاکترنجیب الله د افغانستان "اصلي دښمن"پېژندلی و. د ښاغلي نبیل په وینا، اوس هم د ډاکترنجیب میراث چې د "وطنپالنې" احساس دی د ملي امنیت د ریاست د کارکوونکو په وجود کې پاتې دی.
بل لور ته ډېر خلک پر دې روایت باور لري چې ګواکې ډاکترنجیب الله د دې لپاره ووژل شو چې د ډیورند کرښې له منلو او لاسلیک یې ډډه وکړه.
اوړمه ورځ پکتیا ولایت کې د ډاکترنجیب الله د ۲۱ تلین نمانځغونډه کې دی"د ډيورنډ کرښې د نه لاسليک قرباني"وګڼل شو. ګډونوالو د پخواني ولسمشر د "وژنې" قضیه نړیواله وبلله او پر ملګروملتونو یې غږ وکړ چې عاملين یې پيدا او په نړيواله محکمه کې يې محاکمه کړي.
ډاکتر نجیب الله نه یوازې په افغانستان کې بلکې پاکستان کې دننه هم ځینو ګوندونو کې په درنښت یادېږي. څو ورځې وړاندې د سند ایالت کراچۍ ښارکې د انقلاب ادرش فوروم غړو د ډاکتر نجیب الله ۲۱ تلین نمانځغونډه کې د ده وژل وغندل.
د جهادي ګوندونو د یو شمېر غړیو نظر اوس د ډاکترنجیب الله په اړه بدل شوی او وايي د هغه په شان ارمانونه لري او مشترکات یې ورسره ډېر شوي چې تر ټولو مهم یې پر پاکستان څرخي.
هغه حساسیت چې ډاکتر نجیب الله له پاکستان سره ښوده نښې يې په ځینو هغو افغانانو کې ښکاري چې یو عمر یې په پاکستان کې ژوند او زدکړې کړي دي.
خو یو له هغو مشرانو چې تل یې له پاکستان سره د ستونزې زړي ته اشاره کړې پخوانی ولسمشرحامد کرزی دی. ښاغلي کرزي وار وار پر خلکو غږ کړی چې له پاکستانه د شکایت پر مهال دې خپل احساسات کابو کړي او د خلکو ښېګڼه له یاده ونه باسي.
ښاغلي کرزي په وار وار د پاکستان له ولسه مننه کړې چې افغانانوته یې د کډوالۍ په موده کې پناه ورکړه او ښه چلند یې ورسره کړی، خو پوځ او استخباراتي کړۍ یې "د افغانانو دښمنان" بللي.
۲۵ کاله وروسته، د نظام تر ړنګېدو او رغېدو او د درې ډوله حکومتونو تر تجربه کولو وروسته، افغانستان له پاکستان سره بیا په هماغه لحن خبرې کوي چې ډاکترنجیب الله کولې.
اعترافات او ناویل شوې
تر ډاکترنجیب الله وروسته، دوه نیمو لسیزو سیاسي لوړو ژورو تجربو د ده د مخالفینو په فکر او قضاوت کې ډېر بدلون راووست، ځکه چې ډېری یې په هغه موقف کې پاتې شول چې ډاکترنجیب ورسره مخ و. د انګلیسي ژبې په اصطلاح، لوبه هماغه وه خو د افغانستان د غاړې لوبغاړي بدل شول.
یوځل یوه افغان ولسمشر په یوې ناسته کې راته وویل، چې ان له روسانو سره د مجاهدینو جګړه "یوه لویه تېروتنه وه."
ویل کېږي د طالبانو ترمنځ له ډاکترنجیب الله سره پر چلند اختلاف و او د طالبانو قومندان ملابورجان چې پر کابل د برید په لومړۍ کرښه کې ووژل شو، غوښتل د هغه څه مخنیوی وکړي چې له ډاکترنجیب سره پېښ شول. خو په دې اړه کره شواهد په لاس کې نشته.
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار څو میاشتې وړاندې په ننګرهار ولایت کې یوې غونډې ته وویل، د ډاکټر نجیب الله د حکومت پرمهال په ۱۹۸۹ کال کې پر جلال اباد ښار د مجاهدینو بريد يوه تېروتنه وه.
نوموړي چې دا څرګندونې سلګونو پلویانو ته د ننګرهار شاهي ماڼۍ لوی تالار کې کولې، طالبانو پورې د اړوندو نیوکو په ځواب کې چې ګواکې 'حکمتیار دولت ته تسلیم شو ' وویل، طالبان افغانستان ته د امریکا د راتګ لامل شوي، چې په وینا یې د طالبانو جنګي تکتیکونه هم یوه تېروتنه ده.
نوموړي د بېلګې په توګه د ۱۳۹۴ کال ژمي کې پر کندوز ښار د طالبانو برید یوه تېروتنه او له هېواد سره جفا وبلله، کټ مټ لکه څنګه چې د ۱۳۶۸ کال په ژمي کې مجاهدینو پر جلال اباد ښار برید کې تېروتنه وکړه.
د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته جهادي تنظیمونو په دې نیت د جلال اباد ښار د نیولو لوی برید پیل کړ، چې د خپل فعالیت لپاره یې مرکز وګرځوي، خو له درنې مرګژوبلې وروسته شاتګ ته اړایستل شول.
د جلال اباد جګړه چې له بهرنیو سرتېرو پرته یوازې افغان ځواکونو کوله او د جهادي ګوندونو په لیکو کې ګڼ بهرنیان هم د ډاکترنجیب الله پر وړاندې ولاړ ول، یوه له تر ټولو خونړیو جګړو وه چې ګټل یې دواړو غاړ ته برخلیک ټاکونکی حیثیت درلود.
ډاکتر نجیب الله به د شوروي اتحاد د پوځ په وتلو کې ځان ته هم کرېډت ورکاوه او د جهادي تنظیمونو په لیکو کې یې بیا د بهرنیو جنګیالیو شتون د دې پیل ګاڼه چې د ده په وینا "یوه ورځ به د عربانو او لوېدیځوالو په ګډون بهرنیان "پر افغانانو واک چلوي.
د جمعیت اسلامي ګوند غړی او د ملي امنیت د ریاست پخوانی مشر امرالله صالح پر فېسبوک لیکلي:" که نن ډاکتر نجیب الله ژوندی وای تر اختلاف به مو مشترکات ډېر و... اوس چې ټول سره توافق لرو چې دښمن مو څوک دی...ښه به وي چې د هغه د مرګ په اړه خپل مسلط او رسمي روایت بدل کړو او یاد ته یې درناوی وکړو."
کابل ته د جهادي ګوندونو د ننوتلو پرمهال ډاکترنجیب الله ته همدوی د وتلو اجازه ورنه کړه او مجبور يې کړ د ملګروملتونو دفتر ته پناه یوسې، او سربېره پر نړیوالو هڅو بیا هم پنځه کاله ایسار پاتې شي.
خو دا چې د طالبانو په لاس ووژل شو او طالبان اوس هم د موجود حکومت مخالفین دي چې جهادي مشران او قومندانان یې برخه ده، نو دوی یوازې د ډاکتر نجیب الله پر وژنې غږېږي.
اعترافات او د ناویلو ویل هر يو پخپل وار د ډاکترنجیب الله په اړه نظرونه بدلولای شي، خو ښايي د وژلو د ډول په هکله یې په نظرونو کې ډېر بدلون رانه وستلای شي.
بې محاکمې سپکوونکې وژنه
سره له دې چې پر کابل د جهادي ګوندونو د واکمنۍ پر مهال ګڼ شمېر خلک ووژل شول او ډېری کابلیانو ته د جسد لیدل نوې خبر نه وه، خو لومړی ځل و چې دوه کسان د واکمنو له خوا ځړول شوي ول.
خلکو باور نه کاوه، غوښتل یې چې ورنژدې شي او وګوري چې ایا په رښتیا ډاکترنجیب دی که بل څوک. طالب وسله والو به خلک لېرې شړل. د عیني شاهد له سترګو، د اریانا څلور لارې کې راټولو شویو طالبانو کې هم د احساساتو اتفاق نه و او نه پوهېدل چې خوښ اوسې که خپه.
څه چې اغېز یې له ورایه مالوم و د یوه پخواني ولسمشر د جسد لیدل و چې د شنکجې نښې پرې لیدل کېدې او قصداً یې د سپکولو هڅه شوې وه.
پر ټولنیزو شبکو ډاکتر حبیب منګل یو له ګڼو کسانو دی چې د ډاکتر نجیب الله وژنه "د انسانی کرامت" او د ده په لیکنه د "اسلامی شعایرو او افغانی منلو دودونو پرخلاف" بولي.
بي بي سي سره په خبرو کې سره له دې چې یو شمېر کسان د ډاکترنجیب مخالفین ول او د هغه مهال څارګرې ادارې خاد، د ریاست پر مهال یې دی په "ظلم"تورناوه، خو له محاکمې پرته د یوه پخواني ولسمشر وژل یې وغندل.
افغان لیکوال عبدالنافع همت ډاکتر نجیب الله "د پرچمیانو په لاس د جوړشوي" ماشین یوه برخه بولي چې ملېشې یې جوړې کړې او د ده په وینا خلک یې "لوټ او بې عزته کړل". خو "د ملي مصالحې مشی" یې داسې واقعیت بولي چې له "وطن او ملت سره د ده صداقت ښيي."
ښاغلی همت د ډاکترنجیب الله وژنه "غیر انساني"بولي او زیاتوي:" زما په اند د هر هېواد ولسمشر د هغه ملت د عزت سمبول بلل کېږي چې سپکاوی يې په واقعيت کې د ټول ملت سپکاوی دی".
دا یوازې د ډاکتر نجیب الله و وژل کېدو څرنګوالی نه دی چې د ډېرو خواخوږی ورسره پیدا کوي، بلکې د پکتیا ولایت ګردیز مهلن سیمې هدیره کې د ده عادي او تر ډېره موده بې نوم او نښانه قبر یو بل لامل ګڼل کېدای شي.
د فېسبوک کاروونکی ثناالله مخلص چې د ډاکتر نجیب الله قبر ته ورغلی لیکلي:"له ښاره لېري خړ پړ وو، زړه مي سخت درد پرې وکړ. هغوي چې فساد کړی مزارونه یې ښکلي جوړ شوي".
اوس ډاکترنجیب الله څوک دی؟
د ډاکتر نجیب الله له وژنې وروسته د افغانستان سیاسي او اقتصادي بېړۍ پر داسې توپانونو سر شوه چې نه پکې ګوندونه پاتې شول او نه هم په خلکو کې د مړو شویو واکمنانو یا ګوندي مشرانو د پلوي لېوالتیا.
خو په دې وروستیو کلونو کې هغو بحثونو چې په کورونو او ښاري موټرونو کې کېدل لار سړکونو او تالارونو ته پرانسته.
د بیان ازادۍ او د ځینو جهادي ګوندونو د یو شمېر کسانو د عکسونو له خپراوي سره، د ډاکترنجیب الله عکسونه هم ځینو مطبعو چاپ کړل، چې لږترلږه یو ځل جمعیت اسلامي ګوند یوه قومندان ورسره کلک مخالفت څرګند کړ.
د انټرنټ او ټولنیزوشبکو په رسېدو عامو خلکو ته د خپلو شخصي افکارو د بیان لپاره او سیاسیون او رسنوالو ته له عامه نظرونو د خبرېدو ښه وسیله پیدا شوه.
۲۰۱۲ کال کې مې له یوه پوستر پلورونکي وپوښتل چې تر ټولو ډېر د چا عکس پلورل کېږي؟ هغه وویل:"لوی عکسونه د قومندانانو خو کوچني عکسونه د ډاکتر نجیب ډېر خرڅېږي."
مدني فعال اباسین بریال لیکی چې که ډاکترنجیب الله ژوندی وای نو د نورو مشرانو په شان به یې ډېر اهمیت نه درلود. ښاغلی بریال نیوکه کوي چې "ژوندي مو سراسر بد دي، خو هر مړی مو جمیع الکمالات تیر شوی".
د ډاکترنجیب الله مخالفین اوس هم له ده سره په شوي عمل خوښ دي، بله خوا یې پلویان د "وطنپالنې، غیرت، پوهې او پاکۍ" لارښود او مکتب بولي، خو لور یې "ابا" بولي.
مُسکا نجیب اوس هم باور نه کوي چې "ابا" دې مړ شوی وي. د "ابا" تلین ته یې په انګلیسي لیکل شوي شعر کې وايي:
لکه یو ساعت چې نور له ګرځېدا ولوېږي
د سپټمبر پر ۲۷ چوپتیا خپره شوه
دا د سپټمبر تر ټولو اوږده شپه وه
زما سترګې د تلویزیون له پردې سره سریښ شوې وې
خبریال وویل "اعدم شو"
ځای کې مې وچه شوم، باورمې نه راتلو
ځان ته مې څپېړه ورکړه، اوښکې مې راټینګې کړې
ما ویل، څنګه یې نړۍ په دې حالت کې سیل کوي
ادې به ونه منلای شي چې د هغه سترګې پټې شوې
دا یې وخت نه دی، داسې به نه وي...