د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر خپله ټوېټر پاڼه اعلان کړی چې د راتلونکې جون میاشتې پر دولسمه نېټه به د شمالي کوریا له مشر کېم جونګ اوس سره په سېنګاپور کې مخامخ لیدنه کوي.
ولسمشر ټرمپ ویلي، دوی دواړه به هڅه کوي چې دا لیدنه د نړیوالې سولې لپاره خاصه او ګټوره ثابته شي.
ښاغلي ټرمپ په تېره مارچ میاشت کې له کېم جونګ اوس سره لیدنې بلنه منلې وه
.
دواړو مشرانو په تېر کې یو بل ته سپکې سپورې ویلې وې. خو دوه اړخیزې اړیکې وروسته له هغه ښې شوې چې د شمالي او جنوبي کوریا ترمنځ د روغې جوړې خبرې پيل شوې.
د ولسمشر ټرمپ له دې اعلانه یوازې څو ساعته وړاندې شمالي کوریا درې تنه کوریایي نژاده امریکایي زندانیان خوشې کړل.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د زندانیانو د خوشې او د دواړو مشرانو د لیدنې په اړه د خبرو لپاره دوه ورځې وړاندې شمالي کوریا ته تللی و.
تر وړاندې هېڅ کوم امریکایي ولسمشر د شمالي کوریا له مشر سره مخامخ لیدنه نه ده کړې.
ولسمشر ټرمپ ویلي، فکر کوي دوی د یو ګټور کار لپاره ښه فرصت لري.
ویل کېږي چې د لیدنې مهمې اجنډا به د شمالي کوریا د هستوي وسلو پروګرام وي، چې امریکا یې بندېدل غواړي.
شمالي کوریا د نړیوالې ټولنې له غندنې او بندیزونو سره سره د هستوي وسلو شپږ ازموینې ترسره کړي.
د شمالي کوریا لخوا د لیدنې د اجنډا په اړه څه نه دي ویل شوي، خو اټکل کېږي چې په سویلي کوریا کې د ۳۰ زره امریکایي پوځیانو شتون به د پیونګیانګ لپاره به مهمه موضوع وي.
اړونده مطالب