اسراییل وايي، د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو د سوریې له خاورې پر دوی بریدونه کړي، خو د سوریې چارواکي وايي، د اسراییل پر خاوره بریدونه د دوی ځواکونو کړي دي.
دوی زیاته کړې، دغه بریدونه د هغو بریدونو ځواب دی چې اسراییلي ځواکونو د سوریې پر خاورې کړي وو.
د اسراییل د دفاع وزارت ویاند په اعلامیه کې ویلي، د ایران سپاه پاسداران د قدس ځواکونو له سوریې سره پر پوله د دوی پر پوځي مرکزونو کابو شل توغندي توغولي دي. د سرچینې د اعلامیې پربنسټ چارشنبه شپه ناوخته د سوریې له خاورې پر جولان نومې اشغالي غونډیو توغندي وتوغول شول چې څو یې په هوا کې چاودلي دي
.
سرچینې ویلي، پر اسراییل شویو بریدونو کوم ځاني او مالي زیان نه دی اړولی خو د اسراییل پوځ دغه بریدونه د ایران ګڼی او د ځوابي سناریو لپاره چمتووالی نیسي.
تر یادو بریدونو څو ساعته وروسته د اسراییل د پوځ ویاند افیخای ادرعي پر ټوېټر پاڼه ولیکل، اسراییل د سوریې په خاوره کې د ایراني اهدافو د په نښه کولو لټه کوي او که سوریې پکې مداخله وکړي، ښې پایلې به ورته ونه لري.
د سکای نیوز د راپور له مخې، اسراییل په سوریه کې دوه پوځي اډې (خلخله او بلی) په نښه کړي دي. داسې راپورونه هم شته چې اسراییلي ځواکونو په جمرایا سیمه کې د سوري ځواکونه اډه هم په توغندي ویشتلې ده.
د سوریې دولتي ټلوېزیون ویلي، د سوریې پوځ د اسراییل د تېرې شپې بریدونو ته ځواب ور کړی دی.
د سوریې ټلوېزیون ادعا کړې چې پر څلورو اسراییلي هدفونو یې بریدونه کړي او د دوی د ادعا له مخې د اسراییل له خوا د یوه توغول شوي توغندي د شنډولو انځورونه یې هم ښودلي دي.