د افغانستان د هوايي ملکي چلند د رادار د سېسټم د نصب او فعالولو قرارداد نن یکشنبه په ارګ کې لاسلیک شو.
جمهوري ریاست وايي، دا قرارداد په داسې حال کې چې ولسمشر اشرف غني هم حاضر و، د ملکي هوايي چلند د خپلواکې ادارې د رئیس محمود شاه حبیبي او د تالیس په نوم د جرمني شرکت د مارکېټینګ د مسؤل له خوا لاسلیک شو
.
په دې اړه د جمهوري ریاست په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دې سېسټم له فعالېدو سره د هېواد د هوايي ټرافیک خدمات پراخېږي او الوتکې د افغانستان په هوايي قلمرو کې له ۲۹ زره فوټه اوچتې الوتنې کولای شي.
خبرپاڼه زیاتوي چې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د هېواد د هوايي کرښې د ټرانزیټ عواید ۴۰ میلیونه ډالر وو، خو د رادار د نوي سېسټم له فعالېدو سره به ۵۸ میلیونه ډالرو ته لوړ شي.