د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو نن یکشنبه د جنوب ختیځې اسیا د هېوادونو د ناستې په څنډه کې په دوه اړخیزو مسایلو خبرې کړې دي.
د امریکا متحده ایالتونو او روسیې دغو لومړي نمبر ډپلوماټانو د دواړو هېوادونو په تر ټولو مهمو مسایلو غږېدلي دي.
د دوی خبرې د ژورنالیستانو له حضور پرته، د فلیپين په مرکز مانیلا کې وشوې.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، د ده په باور له کړکېچونو سره سره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر چمتو و، څو په یو لړ مهمو مسایلو له هغې ډلې، د امریکا په نویو لګول شویو بندیزونو بحث وکړو
.
ښاغلي لاوروف زیاته کړه:
"مونږ د خبرو د دوام لپاره د خپلو امریکايي همکارانو چمتووالی حس کړ، زه فکر کوم، تر دې ورهاخوا بل بدیل نشته."
لاوروف وویل چې له ریکس ټېلرسن سره یې د جنوب ختیځې اسیا هېوادونو د ټولنې د غونډې په څنډه کې، اوږد بحث درلود.
هغه وویل چې د اوکرایین د خبرو لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ نوی استازی کورټ ولکر به په نېږدې وخت کې، مسکو ته هم خپل لومړی رسمي سفر وکړي.
تر دې مخکې، کله چې د ریکس ټېلرسن او سرګي لاوروف تر منځ لیدنه پيلېده، د ژورنالیستانو تر مخ یې یواځې روغبړ وکړ او سره موسېدل، خو د ژورنالیستانو په وتلو یې اصلي خبرې سره وکړې.
د امریکا د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر په داسې حال کې له خپل روسي سیال سره وکتل چې څلور ورځې مخکې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په روسیې باندې د امریکا تازه بندیزونه توشېح کړل.
ټرمپ د امریکا او روسیې اړیکې زیاتې سړې وبللې.