د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، او د روسیې پخواني ولسمشر، ديميتري ميدویدوف، په ټولنیزو رسنیو کې خپل نظرونه تبادله کړي دي.
ډونالډ ټرمپ په خپل ټولنیزه شبکه "ایکس" کې په یو نیوکه کوونکي پوسټ کې لیکلي، چې د روسیې اوسنی ولسمشر، ولادیمیر پوتین، له اور سره لوبې کوي.
– هغه څه چې ولادیمیر پوتین نه پوهېږي دا دي، چې که زه نه وای، نو ډېری ډېر خراب شیان به د روسیې له پاره لا مخکې پېښ شوي وای، او زه دا وایم چې ډېر خراب، ټرمپ دا دوه وروستي ټکي په غټو تورو لیکلي دي.
دې ته په ځواب کې، ميدويدوف په ټولنیز شبکه "ایکس" کې ولیکل، چې یوازینی ډېر خراب شی چې هغه يې پېژني، هغه دریمه نړیواله جګړه ده.
– هیله لرم، ټرمپ دې ته متوجه شي! ده لیکلي.
ميدويدوف د روسیې د امنیت شورا مرستیال مشر دی.
د ایکس په ټولنیزه رسنۍ کې د ډونالډ ترامپ او مدویدوف ترمینځ لفظي شخړه
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode