افغانستان کې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني وايي: ''د نجونو زدکړې زموږ د ټولنې اړتیا ده او له شرایطو سره سم به دا موضوع حل شي.''
د باختر دولتي خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، نوموړي دا څرګندونې په کابل کې د اسلامي همکاریو سازمان له پلاوي سره په لیدنه کې کړې دي.
د یادونې چې د اسلامي همکاریو سازمان په دا وروستیو کې یو پلاوی کابل ته د دې لپاره استولی چې له طالبانو سره پر دې موضوع تفاهم وکړي چې د نجونو زدکړې له اسلام سره تضاد نه لري.
د اسلامي همکارۍ سازمان وايي، کابل ته یې تللي پلاوي د طالبانو حکومت د کورنیو چارو، حج او اوقافو، پټرول او معادن وزارتونو له سرپرستانو سره کتلي دي.
دغه سازمان پر ټوېټر له دغو چارواکو سره د خپل پلاوي ځینې انځورونه خپاره کړي او ور سره لیکي، چې دواړو غاړو په اسلام کې د زغم، منځلاریتوب، د نجونو تعلیم او د ښځو د کار پر اړوندو ځینو مهمو مسلو خبرې وکړې.
نژدې دوه کاله کېږي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي دي او تېر کال یې دغه راز د پوهنتونونو دروازې هم د نجونو پر مخ وتړلې.
که څه هم داسې رپوټونه شته چې د دې موضوع په هکله د طالبانو په مشرتابه کې دوه نظرونه دي، خو طالبان وايي، وروستۍ پرېکړه به یې مشر هبت الله اخوندزاده کوي.
له دې مخکې هم بېلابېلو سازمانونو، د بشري حقونو فعالانو او نړیوالې ټولنې له طالبانو غوښتي چې د نجونو ښوونځي پرانیزي او پوهنتونونو ته د تلو اجازه ورکړي، خو طالبانو داسې غوښتنې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه بللې ده.
طالبان وايي، د دې چارې لپاره باید ''له اسلامي شریعت سره سم او مناسب شرایط رامنځته شي.''
په ځینو رپوټونو کې ویل شوي، چې طالبان د یوه داسې درسي نظام پر چمتو کولو کار کوي، چې زیات تمرکز پکې پر دیني زدکړو شوی دی.
سراج الدین حقاني: د نجونو زدکړې زموږ د ټولنې اړتیا ده
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode