په افغانستان کې د بریتانیا د سفارت شارژدافیر روبیرت ډیکسن، چې له دوحې خپلې چارې تر سره کوي، کابل ته تللی او د طالبانو حکومت کې یې د بهرنیو چارو له چارسمبالي وزیر ملا امیر خان متقي سره کتلي دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت بیان کې راغلي، چې په دې کتنه کې امیر خان متقي غوښتنه کړې،چې بریتانیا دې د افغانستان واقعیتونه په نظر کې ونیسي او د طالبانو له حکومت سره دې تعامل وکړي.
خو د بریتانیا سفارت او په خپله ښاغلي ډیکسن ددې کتنې په اړه څه نه دي ویلي.
له بلې خوا د طالبانو حکومت کې د لومړي وزیر سیاسي مرستیال دفتر ویلي ملګري ملتونه به طالب استازي هغې غونډې ته وربولي ،چې ټاکل شوې د روان کال تر پایه د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو له خوا جوړه شي.
د باختر دولتي خبري اژانس د رپوټ له مخې افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ د سیاسي څانګې مسؤول سکاټ سمېت د طالبانو د لومړي وزیر د مرستیال د دفتر له مشر مولوي ذاکر سره خبرو کې ویلي دا غونډه به د دوحې د غونډې په څېر وي.
د دوحې غونډه شاوخوا دوې میاشتې وړاندې جوړه شوې وه او د افغانستان لپاره د هېوادونو ځانګړو استازو او د ملګرو ملتونو سرمنشي په کې برخه لرله.
د بریتانیا سفارت شارژدافيئر له امیر خان متقي سره لیدلي
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode