برنز - چې له ۲۰۰۵ تر ۲۰۰۸ پورې په روسیه کې د امریکا سفیر پاتې شوی، وايي، په تېرو دوو لسیزو کې یې د روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین د پوهولو پر هڅې ډېر وخت تېر کړی.
۵ ساعتونه وړاندې
د امریکا د مرکزي څارګرې ادارې (سي ای اې) مشر ویلي، پر اوکرایین د یرغل له امله په روسیه کې د خلکو ډېرې شوې خواشینۍ په هغه هېواد کې د نورو جاسوسانو د جذبولو فرصت په کمسارې توګه ډېر کړی دی.
ویلیم برنز په بریتانیا کې یوې غونډې ته ویلي، چې دده اداره به د جاسوسانو د موندلو دغه موخه ضایع نه کړي.
هغه دا هم ویلي چې په روسیه کې به له حکومته د خلکو ډېرېدونکی خپګان د ولسمشر پوتین د واک د کمزورۍ لامل وګرځي.
دی وايي، په اوکرایین کې جګړه پر روسیه د پوتین د واکمنۍ "ویجاړوونکی" اغېز لرلی شي.
د برنز دا څرګندونې یوه اونۍ وروسته تر هغه راغلې چې د روسي اجیرې ملېشې واګنر مشر یوګیني پریګوژین بغاوت اعلان کړ.
برنز وايي، د مسکو پر وړاندې د پریګوژین د "وسله وال بغاوت" صحنو ټول هک پک کړي دي په تېره بیا کله چې پلازمېنې مسکو ته یې ځواکونه ور نژدې شول.
د امریکا د مرکزي استخباراتو دغه مشر پر دې اند دی چې د پریګوژین بغاوت "د پوتین له لوري د پیل شوې جګړې لپاره د ویجاړوونکي قوي اغېز یادونه ګڼل کېدای شي".
برنز وايي دا ویجاړوونکی اغېز نه یوازې د پریګوژین د خوځښتونو له کبله دی، بلکې د هغه له ګڼو څرګندونو او د روسیې د جګړې د منطق ردولو له کبله هم دی چې په وینا یې دا اغېز به تر یوه وخته پاتې وي.
برنز وویل: "موږ دا فرصت له لاسه نه ورکوو؛ موږ دې کار ته ډېر لېوال یو".
برنز پر دې اند دی چې "د چین د یوه کوچني ملګري او د اقتصادي مستعمرې ټاکونکې په توګه به د روسیې برخلیک د پوتین په تېروتنو ټاکل کېږي".
سي ای اې په وروستیو کې پر خواله رسنیو په روسیه کې ځینو کسانو ته د رسېدنې لپاره کمپاین پیل کړی و. په دې کمپاین کې پر ټیلیګرام په پراخه کچه د روسانو ترمنځ وېډیوګانې لاس په لاس کېدې. په کمپاین کې له سي ای اې سره په دې تړاو د اړیکې نیلو په تړاو لارښوونې هم وې چې څنګه په پټه روسان له افشا کېدو ځانونه وساتي.
د سي ای اې خپره شوې وېډیو په لومړۍ اونۍ کې نژدې ۲٫۵ میلیون ځله کتل شوې وه.
برنز لکه د نورو امریکايي چارواکو په شان ټینګار کوي چې امریکا د پریګوژین په مشرۍ پیل شوي بغاوت کې هېڅ لاس نه لري.
برنز - چې له ۲۰۰۵ تر ۲۰۰۸ پورې په روسیه کې د امریکا سفیر پاتې شوی، وايي، په تېرو دوو لسیزو کې یې د روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین د پوهولو پر هڅې ډېر وخت تېر کړی.
برنز دې ته هم اشاره وکړه چې ګنې د روسیې ولسمشر پر دې باور دی چې له اوکرایین پرته روسیه یو لوی قوت نه شي کېدلی او د اوکرایین له نیولو پرته به پوتین یو لوی مشر نه وي.
دی وايي، د پوتین وحشیانه او ناورین راوړونکې هیلې د روسیې لپاره یو ډول شرم ګرځېدلی او د هغه د کمزورۍ ټکي یې برملا کړي دي.
برنز په دې باور دی چې "د چین او د هغه د اقتصادي استعمار د یوه کوچني ملګري په توګه د روسیې راتلونکې اوس د پوتین د تېروتنو له مخې ټاکل کېږي."
د سيایاې مشر: 'روسیه کې به له حکومته د خلکو ډېرېدونکی خپګان د پوتین د واک د کمزورۍ لامل شي'
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode