د واګنر ګروپ مشر یوګیني پریګوژین وايي، د بېلاروس له ولسمشر الکساندر لوکاشینکو سره له خبرو او هوکړې وروسته یې خپلو ځواکونو ته امر کړی چې د مسکو پر لور خوځښت ودروي او بېرته راوګرځي.
دا خبر د شنبې په ماښام هغه مهال خپور شو چې رپوټونو کې ویل شوي وو، د واګنر ځواکونه د مسکو ۲۰۰ کیلومترۍ ته رسېدلي دي.
ښاغلي پریګوژین وویل چې دا پریکړه د "د وینې توېدنې مخنیوي" لپاره شوې او اوس به د واګنر ځواکونه بېرته خپلو سیمو ته ستانه شي.
د واګنر مشر وايي د "وينې توېدنې" مخنيوي په پار يې جنګيالي بېرته ګرځولي
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode