ساینس پوهانو د مصنوعي ځیرکتیا په مټ نوی انټي بیوټیک کشف کړی

طبیعي علوم
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د مصنوعي ځیرکتیا (AI) په کارولو سره ساینس پوهانو یو نوی انټي بیوټیک کشف کړی، چې کولی شي تر ټولو پیاوړی وژونکی میکروب له منځه یوسي.

مصنوعي ځیرکتیا له ډېرو بالقوې کیمیاوي موادو او په لابراتوار کې په کراتو کراتو ازمایلو پرته دا هر څه شوني کړل او یوازې د ګوتو په شمېر ازمايښت کې یې پایلې معلومې شوې.

د ازمايښتونو دې پایلو کې یو قوي انټي بیوټیک تولید شو، چې آبوسین نوم یې پرې کېښود خو له دې مخکې، چې عام خلک آبوسین ته لاسرسی پیدا کړي اړینه ده، لا زیات ازمایښتونه پرې ترسره شي.

په کاناډا او د امریکا متحده ایالاتو کې څېړونکي وايي، مصنوعي ځیرکتیا دا ځواک لري، چې په پراخه کچه د نويو درملو کشف ګړندی کړي.

دا یوه تر ټولو تازه بېلګه ده چې ښيي، څنګه مصنوعي ځیرکتیا کولی شي روغتیايي علم (طبي علم ) کې انقلاب رامنځ ته کړي.

د ځواکومنو میکروبونو مخه ډپ کول

انټي بیوټیکونه باکتریاوې له منځه وړي.

له لسیزو راهیسې د نویو درملو نشتوالی د دې لامل شوی، چې د باکتریاو درملنه ستونزمنه شي، ځکه داسې باکتریاوې شته، چې د اوسنیو درملو پر وړاندې مقاومت کوي.

اټکل کېږي، چې هر کال له یو میلیون څخه ډېر خلک د هغو انتاناتو (عفونتونو) له امله مري، چې د درملنې په درشل کې د انټي بیوټیکو پر وړاندې مقاومت کوي.

د همدې څېړنې پر مهال څېړونکو خپل ټول پام په هغه یوه باکتریا ور ټول کړ، چې تر ټولو زیات سرخوږی یې جوړ کړی و.

دا کړوونکې باکتریا اسینتوباکتر بوماني (Acinetobacter baumannii) نومېږي، چې زخمونه میکروبي کوي او د سینه بغل لامل کېږي.

کېدای شي تاسو په دې اړه ډېر څه نه وي اورېدلي، خو دا یو له هغو دریو لویو میکروبونو څخه ده، چې د روغتیا نړیوال سازمان یې یو سخت ګواښ شمېري.

یاده باکتریا دا وړتیا لري، چې د انټي بیوټیکونو اغېز له سره لرې کړي.

 

همدارنګه دا په روغتونونو کې او د عمرخوړلو کسانو په ساتنځایونو کې ستونزې جوړوي، ځکه دا کړوونکې باکتریا پر غولي (د ځمکې پر مخ) او روغتیايي توکو باندې ژوند وي.

د مک ماسټر له پوهنتونه ډاکټر جوناتن سټوکس دا میکروب د ټولو لومړی نمبر دښمن بللی دی، ځکه چې نژدې هر ډول انتي بیوټیک پر وړاندې مقاومت کول د دې باکتریا لپاره یو معمول کار دی.

مصنوعي ځیرکتیا

د نوي انټي بیوټیک موندلو لپاره څېړونکو لومړی باید مصنوعي ځیرکتیا ته روزنه ورکړې وای.

دوی زرګونه ډوله هغه درمل، چې ښه په کره توګه یې کیمیاوي جوړښت معلوم وو په پام کې ونیول.

بیا یې همدا درمل په اسینتوباکتر بوماني ( Acinetobacter baumannii ) باکتریا باندې وکارول، چې معلومه کړي کوم درمل یې اغېز کموي یا یې له منځه وړي.

دا معلومات بیا مصنوعي ځیرکتیا ته ور ولېږدول شول، چې د درملو په کیمیاوي ځانګړتیاو پوه شي.

دوی غوښتل مصنوعي ځیرکتیا ته دا ورمعلومه شي، چې کوم درمل کولی شي په کړاو رامنځته کوونکو لویو باکتریاو باندې برید وکړي.

همدا وه، چې مصنوعي ځیرکتیا د ۶۶۸۰ کیمیاوي جوړښتونو لړلیک وړاندې کړ خو د دوی د اغېزو په اړه آشنايي موجوده نه وه.

 

د نېچر کیمیکل بیولوژي ( Nature Chemical Biology) په ژورنال کې خپور شوی رپوټ ښيي، چې مصنوعي ځیرکتیا شاوخوا یونیم ساعت وخت ونیو، چې وروستۍ پایلې په ډاګه کړي.

څېړونکو په لابراتوارونو کې ۲۴۰ یاد جوړښتونه وازمويل، دوی بالقوه نهه انتي بوټیکونه پیدا کړل، چې یو له دوی څخه پیاوړی انتي بوټیک آبوسین دی.

لابراتواري څیړنو ښودلې، چې دا انټي بیوټیک کولی شي په موږکانو کې د زخمونو درملنه وکړي او په ناروغانو کې د اسینتوباکتر بوماني ( Acinetobacter baumannii ) باکتریا له منځه یوسي.

خو ډاکټر جوناتن سټوکس ته دا یوازې د کار پیل ښکاري.

بل ګام په لابراتوار کې په بشپړ ډول د یاد درمل جوړول دي او بیا یې هر اړخیز ازمايښت دی.

نوموړی په دې باور دی، چې د مصنوعي ځیرکتیا لخوا موندل شوی انټي بیوټیک به تر ۲۰۳۰ کاله پورې په نسخو کې ناروغانو ته تجویز شي.

په زړه پورې خبره دا ده، چې یاد کشف شوي انټي بیوټیک د باکتریا په نورو ډولونو هېڅ اغېز نه درلود او یوازې اسینتوباکتر بوماني "Acintobacter bomanii" باکتریا یې له پښو وغورځوله.

ډېر شمېر انټي بیوټیکونه له یوه مخه په باکتریاو بریدونه کوي او کمزورې کوي يي یا یې له منځه وړي خو آبوسین یوازې خپل دښمن پسې ګرځي.

څېړونکي په دې باور دي، چې د آبوسین ځیرکتیا او دقت کولی شي د درملو مقاومت لوړ کړي او جانبي عوارض یې راکم کړي.

سپینه خبره خو دا ده، چې مصنوعي ځیرکتیا کولی شي په میلیونونه بالقوه جوړښتونه وازمويي.

دا هغه څه دي، چې د انسان په لاس یې ترسره کول ناشوني دي.

ډاکټر سټوکس وايي:"مصنوعي ځیرکتیا به لګښتونه راکم کړي او موږ ته به دا اجازه راکړي چې د انټي بیوټیکونو نوي ډولونه کشف کړو په ځانګړي ډول هغه انتي بیوټیکونه چې موږ ورته سخته اړتیا لرو."