مصنوعي ځیرکتیا څومره پېژنئ؟ ایا پر خطرونو یې خبر یاست؟ 

طبیعي علوم
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د مصنوعي ځیرکتیا ټکنالوژي نړۍ کې په چټکۍ د ودې او د معاصر ژوندانه بېلابېلو برخو کې د پراخو بدلونونو رامنځته کولو په حال کې ده.

خو له دغه پرمختګ سره ځینې اندېښنې هم ملې دي.

متخصصان وېرېږي چې د مصنوعي ذکاوت ټکنالوژي به د خطرناکو اهدافو لپاره وکارول شي.

بله لویه اندېښنه دا ده چې د دې ټکنالوژۍ له عامېدو سره به ګڼ خلک دندې او بوختیاوې له لاسه ورکړي.

د مصنوعي ځیرکتیا ټکنالوژي څه ده او څنګه کار کوي؟

 

مصنوعي ځیرکتیا کمپیوټر ته دا وړتیا وربښي چې انسانانو ته ورته فکر وکړي او غبرګون وښيي.

د دې ټکنالوژۍ پر مټ کمپیوټرونو ته دا ورښوول کېږي چې تکرارېدونکې بېلګې تشخیص کړي، ستونزې حل کړي، وړاندوینه وکړای شي او ان له خپلو تېروتنو زدکړه وکړي.

مصنوعي ځیرکتیا پر پراخې ډېټا سربېره پر الګوریتمونو متکي ده.

الګوریتم د قوانینو نوملړ دی چې حتما باید په ترتیب کې سم رعایت شي چې وکړای شي ورسپارل شوی کار یا ځانګړی امر پر ځای کړي.

همدا ټکنالوژي ده چې سپاټیفای، یوټیوب او بي‌بي‌سي ای پلیر کې هغه پروګرامونه چې ښايي ستاسې د خوښې وړ وي، وړاندیز کړي.

له فېسبوک او ټویټر سره هم مرسته کوي چې هر کارن ته یې متناسب مالومات مخ ته راولي.

مصنوعي ځیرکتیا همدا راز د امازن په څېر مجازي پلورونکو سره د پېرېدونکو د عادتونو په شننه او تحلیل کې مرسته کوي، چې وکړای شي د هغوی د پېرېدنو وړاندوینه وکړي.‌

امازون له همدې ټکنالوژۍ پر خپله پاڼه د پېرېدونکو د جعلي تبصرو او مشورو پېژندلو کې هم کار اخلي.

چټ جي‌بي‌ټي په 'مای اې‌ای' او 'سنپ‌چټ' کې څه رول لوبوي؟

 

چټ جي‌بي‌ټي او ما‌ی‌‌اې‌ای په سنپ‌چټ کې دوه پروګرامونه او کاریالونه دي‌ چې پر مصنوعي ځیرکتیا سمبال دي او په دې وروستیو میاشتو کې یې ګڼ مینوال موندلي دي.

دا د هغه څه چې د مصنوعي هوښ مولد بلل کېږي، بېلګې دي.

دا وړ مصنوعي ځیرکتیا په خورا زیاته اندازه ډېټا کې نمونې او جوړښتونه پلټي او د هغو په مرسته داسې نوې او ځانګړې محتوا تولیدوي چې که کله ورسره مخامخ شئ نو کټ مټ داسې ښکاري چې د انسان په لاس جوړه شوې ده.

نور کمپیوټري پروګرامونه هم چې چټ‌بوټ یې بولي، په مصنوعي ځیرکتیا سنبال دي، او کولی شي له انسان سره د لیکلو پیغامونو له لارې خبرې وکړي.

دغه کاریال یا اپلیکېشنونه پوښتنې ځوابولی، داستانونه ویلی او کمپیوټري کودونه لیکلی شي.

خو دغه دواړه پروګرامونه وخت ناوخت د کاروونکو پوښتنو ته سم ځواب نه وايي.

د مصنوعي ځیرکتیا ټکنالوژي ولې خطرناکه ګڼل کېږي؟

 

په داسې حال کې چې د مصنوعي‌ ځیرکتیا کنټرول لپاره ډېر کم قوانین موجود دي، څانګیزپوهان خبردرای ورکوي چې د دې ټکنالوژۍ چټکه وده ښايي خطرناکې پایلې ولري.

ځینو ان دا وړاندیز هم کړی چې په دې برخه کې نورې څېړنې باید ودرول شي.

تېره می میاشت کې جېفري هېنټون چې د مصنوعي ځیرکتیا یو بنسټګر او د دې ټکنالوژۍ پلار بلل کېږي،‌ له ګوګل شرکته استعفا وکړه.

هغه خبرداری ورکړ چې چټ‌بوټونه به ژر له انسانانو ډېر ځیرک او هوښیار شي.

تر دې لنډه موده وروسته په امریکا کې د مصنوعي ځیرکتیا د امنیت مرکز یوه بیانیه خپره کړه چې د ټکنالوژۍ د ډګر سلګونو څانګیزپوهانو تایید کړې وه.

دوی خپله بیانیه کې ویلي و چې مصنوعي ځیرکتیا د جعلي اطلاعاتو تولید کې کارېدای او په دې توګه ټولنې له خطر سره مخامخولی شي.

د دوی په اند تر ټولو بده سناریو به دا وي چې ماشینونه او کمپیوټرونه دومره ځیرک شي چې د ټولو چارو کنټرول پخپله لاس کې واخلي، او دا کار به د بشریت د محوه کېدو لامل وګرځي.‌

له دې سره د اروپايي‌ ټولنې د ټکنالوژۍ برخې مدیرې ماګارت وستاګر بي بي سي ته ویلي د مصنوعي ځيرکتیا وړتیاوې تبعیض ته په لمن وهلو او اړخ نیولو کې ډېر اندېښمنوونکې دي.

اغلې وستاګر په ځانګړي ډول هغو پرېکړو او تصمیمونو کې د مصنوعي ځیرکتیا ټاکونکي رول ته اندېښمنه ده، چې کولی شي د خلکو د ژوندانه څرنګوالی او شرایط اغېزمن کړي.‌

هغه همدا راز وايي دا خطر هم جدي دی چې د مصنوعي‌ځیرکتیا ټکنالوژي ټاکنو کې د اغېزو لپاره وکارول شي.‌

خو د ټکنالوژۍ برخې بل متخصص مارتا لین فاکس بیا وايي‌ چې د مصنوعی‌ ځیرکتیا له اړخه احتمالي خطرونه باید ونه پړسول شي یا بې شانه ستر ونه ښودل شي.

هغه په دې تړاو د منطقي او عقلاني بحثونو غوښتنه کوي.

دمګړۍ د مصنوعي ځیرکتیا لپاره کوم قوانین موجود دي؟

 

ماګارت وستاګر - د اروپايي‌ ټولنې د ټکنالوژۍ برخې مدیره

د نړۍ لروبر دولتونه پر دې کار کوي چې د مصنوعي ځیرکتیا د کارېدو څرنګوالي ته لارې چارې ومومي.‌

په دې لړ کې اروپايي پارلمان تازه یوه قانوني اډانه جوړه او تصویب کړې.

په دې اډانه کې به د مصنوعي ځيرکتیا د کارېدو تنظیم لپاره مشخص او سخت قوانین رامنځته شي، چې شرکتونه یې باید رعایت کړي.‌

مارګارت وستاګر وايي دا دیوال به د هغو سترو خطرونو مخه ونیسي، چې ښايي د مصنوعي ځیرکتیا له اړخه رامنځته شي.

ټاکلې دغه قوانین له ۲۰۲۵ کال عملي شي. په دې توګه به د مصنوعي ځیرکتیا اړوند اپلېکېشنونه د هغو خطرونو له مخې چې کاروونکو ته یې ښاي پېښ کړي، ډلبندي شي.

د بېلګې په توګه هغه ویډیويي ګېمونه به چې مصنوعي ذکاوت پکې کارېږي، پر داسې فلترونو سنبال شي چې سپم برېښنالیکونه تشخیص کړي او د خطر مخه ونیسي.

تر ټولو خطرناک پروګرامونه هغه دي چې د خلکو د باور او اعتبار امتیاز اټکلولی او په دې کې تاثیر لري، چې ایا د کورونو او نورو شیانو لپاره پور اخیستی شي که څنګه.

دا وړ پروګرامونه به سختو قوانینو سره مخامخ وي.‌

دغه قوانین بریتانیا کې نه پلي کېږي.‌ ټاکلې بریتانیا په مارچ میاشت کې د مصنوعي ځیرکتیا ټکنالوژۍ اړوند خپل پروګرام او لیدلوری اعلان کړي.‌

دغه هېواد کې د مصنوعي ځیرکتیا د مقرراتو تنظیم لپاره د یوه ځانګړي اروګان د رامنځته کېدو طرحه رد شوې، او هوکړه پر دې شوې چې اوسني موجود اورګانونه به ټول دغه ټکنالوژي څاري.

خو مېرمن وستاګر وايي د مصنوعي ځيرکتیا څار او قانوني کېدل باید نړیواله چاره وي او دا چې په دې تړاو باید د دولتونو ترمنځ همفکري او همکاري منځ ته راشي.

امریکا کې هم قانون جوړونکو دې ته اندېښنه ښودلې چې ایا اوسني قوانین به دا ټکنالوژۍ کنټرول کړی شي که څنګه.‌

بلخوا چین بیا پتیېلې چې له کمپنیو وغواړي هر ځای چې د مصنوعي ځیرکتیا الګوریتمونه کاروي، خپل کاروونکي پرې خبر کړي.‌

د مصنوعي ځيرکتیا له کبله کومې دندې ډېرې خطر کې دي؟

 

د مصنوعي‌ځیرکتیا ټکنالوژي دا وړتیا لري چې درسته نړۍ کې کار، بوختیا او دندې لوړو ژورو سره مخامخ کړي.

دې دا پوښتنه پیدا کړې چې د دې ټکنالوژۍ عامېدو سره کومې دندې له منځه تللی شي.‌

د ګلډمن ساکس په نوم د پانګونې بانک خپل وروستي راپور کې ویلي چې مصنوعي ځیرکتیا ښايي د نړۍ لروبر تر ۳۰۰ میلیونو پورې د بشپړ وخت دندې له منځه یوسي، ځکه ډیر کارونه به په اتوماتیک ډول ترسره کېږي.

دا په اروپا او امریکا کې پر کار د ټولو بوختو کسانو څلورمه برخه جوړوي.

په دوی کې دفتري، حقوقي، معماري او مدیریتي دندې له لا ډېر خطر سره مخ دي.

خو په رپوټ کې د مصنوعي ځیرکتیا له کبله کاروباریانو ته د ګټې یادونه هم شوې او ویل شوي چې له دې ټکنالوژۍ سره به نړۍ کې سړي سر عواید ۷ سلنه لوړ شي.

د طب او علومې ځېنې برخې ان سر له اوسه د مصنوعي ځیرکتیا له ګټو برخمنې شوې دي.

ډاکتران دا ټکنالوژي د تیونو سرطان د تشخیص لپاره کاروي او څېړونکي ترې د نویو انتي‌بیوتیکو په تولید او جوړولو کې ګټه اخلي.