د هلمند شهیده ماشومانو ته

د اونۍ شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د سوږمۍ سترګې شوې ډکې د غمونو له رودونو

پسرلی په وینو رنګ دي د باران له ټک ټکونو

دا د جنګ د خولې تړلو ماشومانو په سرو وینو

  نه مړېږي دا تبجن او جل وهلي د کلونو

هره ورځ مو پريښتې د سرو بمو په لمبو وژڼي

رژوي تنکي ګلان مو د جګړو په ناورینونو

ځۍ ویده شئ دا دنیا ډک له غمونو اودردو ده

سر مو کېږدئ د آسمان د پرېښتو په زنګنونو

ځئ ويده شئ د دنیا جلادان وياړ په جلادۍ کړي

ستاسې ویر کې  توتکۍ چاودې په زړه شي له غمونو

ځئ که هلته ته مو ماشوم زړه ته آرام تسکین پیداشي

لکه ستوري شئ ځلانده د آسمان په تورتمونو

ددې چپو ماشونو غږ بیان کړئ لوی آسمان ته

ولې ځمکه مو جوړ کړې له ډېر شر  او  له غمونو