خوب

د اونۍ شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

راغلې شاعري زما لټون ته له کوم خوا نه

د ژمي له کنګلو یا د سیند له مست څپو نه

دا چې څنګه ذه راغلې او کومه يې پلمه ده

نه وخت د شاعرۍ دی او نه مینه لرم ځوانه

نه مین په تورو سترګو او شین خال د لیلا یم

که راغلې دا ډیوه د تیارو له ناروا نه

نه آواز ؤ په جملو کې نه  ساه وه کلمو کې

چوپتیا له شوره ډکه وه زه ورک ومه له خپل ځانه

بلنه يې راته راکړه له کوڅې  نا آشنا نه

د شپې له هرې څانګې د آسمان له هرې لښتې

ناڅاپه تېرېدم د سپينو وړانګو له رڼا نه

زه ځانته يې بللم دغه ځواک ته په ګونډو شوم

لمبې وې یرغلګرې کشولم يې له ځانه

یوازې او تنها وم مل د لارې مې څوک نه ؤ

یوازې او تنها شوم ورک څېره مې شوه د ځانه

تارونه يې د روح زما وهل په بې رحمۍ خپل

پوه نه یم څه نغمه او که کوم ساز ختو له مانه

نومونه په خوله نه راتلل او سترګې مې وړندې وې

خو روح مې ځورېده د نامالوم شور او غوغا نه

سرې تبې وم نیولی لړزېدم زه سر تر پايه

هیر شوي مې وزر ؤ په لار تلی نه شوم آسانه

ولېدمه پاڅېدمه د ګړنګ په سر مې لار وه

خو اخر  آلوتو  وزرې شولې  پرېمانه

ما تکل وکړ د اور د رازو د پرانیستلو

څو کرښې مې کړې تورې ډېر په ویره او لړزانه

نه مې زړه ؤ د لیکلو نه زړه د صبرولو

اوتې بوتې مې لیکلې بې خونده او مانا نه

لړزانده بې مانا او بې ثباته څو جملې وې

ډک له پوهې د هغو ول چې ول تش له مانا نه

ناڅاپه شوم داخل د ښایستونو په ګل بڼ کې

ورونه خلاصیدل او ګلدستې راتلې آسمان نه

ډېر ښکلي چمنونه هر خوا ښایسته ګلونه

ښایسته ښکلې فضا ، د بلبلو آټنونه

تازه خواږه عطرونه ول پسرلي خوږه هوا وه

خندا او مکیزونو د چا زړه وړی له مانه

ټول سیوري سوري شوي  ول د اور په سرو لمبو کې

دا شپه څه عجیبه وه هره خوا ول توفانونه

دا شپه د پونځونې وه او دا شپه وه هستۍ

رنګونه جنګول ول د نيستۍ له دې ميدانه

د ستورو آسمان ستر ؤ او د هسک سینه پراخه

کوچنی ځانته مالوم شوم د خپل ځان له وړکتیا نه

پیالې به  کړنګېدلې او خمونه تشېدل به

لیلا هم په ډېر مینه یو جام واخیسته له مانه

عجیبه میخانه وه ډک له هر راز انځورونو

خطونه د رمزونو تاوېدل له هرې خوانه

کوچنۍ وړه ذره وم ، بې پایتوب دغه دهلیز کې

له ستورو تاوېدمه د شب قدر له رڼا نه

بس زړه مې هلته هسک کې د یو څه لټون کولو

څه ویره د دنیا وه څه خوږ یاد د خوږ جانانه