د غمونو بوج

د اونۍ شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د غمونو یو لوی بوج په اوږو بار دی

خوار زړګی د اندېښنو د بڼ ملیار دی

فکر او اند مې لالهانده هرې خوا ځي

خور په ذهن یو بې چمه تور غبار دی

نصیب راوستم له کومې په دې سیمه؟

دود دستور يې په توپیر زما له دیار دی

د ښو بدو د بېلتون سوچ رانه ورک دی

هلته څه وو دلته څه ډول روزګار دی؟

نه پوهېږم کوم يې ښه او کوم يې بد دی

هلته هسې دلته داسې ژوند په لار دی

زما تله د ختیځ په کچ ده جوړه

ځکه ټول هم په هغه زاړه معیار دي

زه به تا وته ژر کوم احوال بیان کړم

د ختیځ دود مخالف دلته هرکار دی

اخلاقي مېچ کچ ددوی ځانګړی بېل دی

ډېر توپیر لوېديځ ختيځ کې د روزګار دی

دلته هر څه شته ښېګڼې د انسان ته

نږدې زړه د غوښت سره يې کار ا بار دی

د ډېر څيز کمی نشته دی که ګورې

هر نعمت ورته جنت غوندې تیار دی

ټول وطن يې د سمسور ګلونو بڼ دی

هر سړی ناست د ګلونو په ګلزار دی

چاپېریال يې پوللی په خپل لاس دی

کلی ښار يې لکه ناوې تل سینګار دی

ټولواکي او ځانواکي لمن خوره ده

هر سړی څه ناڅه په خپل اختیار دی

سوچ سودا ده په ځاني هوسا روانه

نه زیات فکر د اولاد دی نه د پلار دی

انساني اړیکې لږ او زیات دي پڅې

یا بسیا دهپه نظر کې او یا زیار دی

له قاموس نه يې د پت خبره تللې

د غیرت ټکی هم مړ په دیار دی

ګڼ وګړي په قانون باندې ولاړ دي

د قانون ورته له هرڅه لوړ اعتبار دی

په ارزښت د علم او پوهې پوهېدلي

بس په دې ټکي د هرچا ټينګار دی

پرمختګ ده هوساینه عامه کړې

نه څوک وږی نه بربنډ دی او نه خوار دی

طبیعیت که لږ له شتو دی محروم کړی

خو د پوهې په برکت هریو مالدار دی

کوم نالوستی بېسواده ورکې نه شته

نر او ښځه يې له پوهې برخوردار دی

پېرزوینه او لورېنه په کې زیاته

هر وګړی يې زړه سواندی وار په وار دی

نور به څه وایم چې څه کمی زیاتی دی

د وخت مېچ سره يې سم د سر دستار دی

خو زما د زړه دمه هيڅ په کې نشته

ځکه روح زما نارامه ناکرار دی

د خیال ورک هډو هېڅ نه شم موندلی

په هر لور د لېونو غوندې مې څار دی

خپل عادت راته په ځان پورې بلا دی

د عادت پرېښود ته ذهن نا تیار دی

کوم اخلاق چې ما خپل کړي پرې معتاد یم

د هغو راځنې دلته طبګار دی

دغه ملک دی د پردیو ای زړګيه!

په دې ښو بدو د نورو دې څه کار دی

دا یورپ دی که خبر نه يې خبر شه

د ښکلا او پرانستوب دلته امبار دی