که مو عقل درلودى

د اونۍ شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


يو ذره عقل که واى زموږ په سرکې
اوسيدو به ولې تل په جهنم کې
پرګنې به اوسېدې پت او عزت کې
د افغان په دا ښايسته ښکلي وطن کې

موږ خو نه وو پخوا داسې ربړېدلي

لکه اوس چې يو لوغړن درسته دنیا کې

هرمېلمه ته مو د زړه ورونه خلاص ول

د مېلمه به قدر ٶ په ډېر عزت کې

 

که هر څو وو ډېر نادار او ډېر بې وزله
خو خوشحال وو په آزاد  ژوندون او وياړ کې

تل په ژبه او  په قول به وفادار وو
د شنډ  تخم کر مو نه کړ کروندو کې

د انسان له مينې ډک ول زموږ زړونه
کينه نه وه په قومونو  اولسو کې

په هر زړه کې ولوله د صداقت وه
د وطن مينه مو نغښتې ايمانو کې

ستر ټبر د يو افغان ٶ  وياړ د ټولو
تل ښکلا وه د ګډ کور په قبيلو  کې

ګډ کلتور او لوى فرهنګ مو شتمني وه
هم په شعر او هم په ننګ د ستر وطن کې

هغه پوهه او هنر د وحدت څه شو
ولې وېشو ځان کوچنيو جزيرو کې

ولې ورکه  د وطن مينه له  زړو شوه
ولې ناست يو نن يو بل ته په مرچو کې

سوزو په اور  د کرکې ځان او  پردي

دا تيارې ولې  خورې شوې زموږه زړو کې

لرې  تللي يو د عقل له بستره
لاس پښې وهو د جهل په تيارو کې

داغمونه سرپه سرراځي له کومه
دا غم نه ٶ زموږ دېرو زموږ حجرو  کې

ها لرغونى د جرګو دستور مو څه شو
حلول به مو ټول ستونزې په جرګو کې

آزاد ژوند د هر افغان وياړ او غرور ٶ

سر ټيټ نه ٶ د افغان چاته پيسو کې

د وطن مينه ستر وياړ د هر افغان ٶ
تل لمانځل مو خپلواکي جشن اومېلو کې



سمسوري د وطن وياړ او افتخار ٶ
تويول خولې بزګر په کروندو کې

هر يو څوک چې به لرونکى ٶ د پوهې
يادېده به په حجرو او مجلسو کې

مېړني مو د وطن وياړ او عزت ٶل
يادېدل په ترانو او اوسانو  کې


دلته ځالې د دښمن جوړېدى نه شوې
ماتېدل ستر غلىمان ټولو جبهو کې

که دژوند ارزښت سر ټيټ او غلامي وي
مړينه ښه ده له دې  ژوند وي غلامۍ کې

راځئ  ړنګې د ذلت تورې ماڼۍ  کړو
د پتمن ژوند احساس ويښ کړو پرګنو کې

په نطفه کې ساه جارى  د هر انسان شي
چينې وچې د نفرت کړو خپلو زړو کې

دا چټاقه چې چلوټې او چل ول کړي
دا د دوى د  اند ځلا ده کړکېچو کې

چې د خپل لنډو فکرونو  لنډاکي کړي
ځکه ګير يو د دښن تورو جالو  کې

زموږ عقل او ساه ده ډوبه په تيارو کې
ځکه وران مو کړ خپل کور خپلو لاسو کې

چې خواړه مو برابر د بل په لاس شي
څنګه جوړ به دا وطن شي خيراتو کې

چې بزګرمو د غنمو ګدايي کړي

هيلې مړې شي زياتي خلکو اولسوکې


دلته يون د پرمختګ به څنګه پيل شي
چې ډاکوان کړي فېصلې پارلمانو کې

که پر پوهې  رڼا کړې مو واى سترګې
سوزيدو به ولې موږ په سرو لمبو کې

له هغه ژوندونه مرګ هميش بهتردى
چې  اختيار مو خپل ورکړى وي پيسو کې

راځئ  چې يو بې سارى عزم او هوډ وکړو

بيا به نه ځو جهالت تورو کوڅو کې


جنګ کړوبس او  سوله راوړو وطن ته

تور فکرونه د جنګ پاک کړوخپل فکرو کې

 

ټغر ټول د زورواکۍ او زورواکانو

راوړو سوله امنيت کليو بانډو کې

 

د لټۍ او بېکارۍ نه لاس په سر شو

وطن جوړ کړو په خپل فکر او سوچو کې


چې خبره د وطن د نوم او ننګ شي

شو يو موټى په مرچو او سنګرو کې


دښمني چې د افغان افغانستان کړي

په وحدت سره يې مات کړو اورمېږو کې


ټول يو تن او يو افغان او يو ملت شو

بېلتون نه شي راتلى د ګډ کوربچو کې