څلورمبارکي

د اونۍ شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

دڅلوروتوریونوم ته لږځیرک شه

په پښتوږبه روږه دې مبارک شه

په قرآن وپه سنت باندې ځان پوه کړه

دشیخانوترمنځ ځان مه لادرک شه

نن دګېرو وټوپکونوملایي ده

په فَتْووکې مه ګولۍ شه مه یې ټک شه

دناسموسمولوکې ځان ګډ کړه

بېره مه کوه مرګ یودی ورته کلک شه

ناروادې که رواکې اورېدل وو

که نورنه وي غوږدزړه دورته څک شه

که دسردپاسه مَنْ چانه منلې

ځان راکوزکړه په منلوکې چارَک شه

رڼاستوري داسمان هریویې لمردی

که یې نه منې لوستونکي دفلک شه

یوه ورځ به دارڼالمرتوره شپه شي

دالله قدرت ته هک مه شه مه پک شه

که مُحکم وتشابه دین کې پوه نه شوې

علي خانه په تأویل کې لرې شک شه