وختونه

د اونۍ شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


دا ژوند لنډ د څو شپو ورځو ولې غم کې تل تېرېږي
د چا اوښکې پر مخ څاڅي د چا زړه په اور سوزېږي

دلته ظلم له حده تير دى په تيارو کې زموږ ژوند دى
لاره ورکه له هرچا نه وچ لامده په کې سوزېږي

چور او قتل دى او غلا ده د قتلونو انتها ده
پر ډېر شتو او ثروتونو غاصبان مو نه مړېږي

دا د مني سوړ بادونو مړاوي زموږ تازه ګلان ګړل
يوه ورځ ظالمه ستا هم سمسور باغ به دې رژېږي

له اجله پناه نشته که ملنګ او که سلطان يې
دا بې رحمه چاړه ګوره ستا هم ستونې ته رسېږي

دا ظلمونه او ناخوالې په هر لور چې کړي تا دي
لرې نه ده عدالت کې ستا هر ظلم څېړل کېږي

که پرون مو عدلت د بې عدليو قرباني شو
ستا ظلمونه ظلم زور هم تر ابده نه اوږدېږي

دلته ستر سترقدرتونه د تاريخ په ګونډو شوي
د شرمخو تور سرداره دلته ستا سر هم ماتېږي

د چنګېز ملاته شوې هلاکو په چغو تللى
که ويده ملت مو وېښ شو زنځيرونه به ماتېږي

چې ګردونه د آسو به يې تر آسمانه رسېدل
نن اثر يې د ګردونو بيابان کې نه ښکاريږي

د پردي پر ټټو سپوره يې ډير نخرې او کرشمې کړې
ستا ګوډ خر خټوکې بند دى هر شيبه ځي او ډوبېريږي

توفانونو له هر لورې بل ډيوې زموږه مړې کړې
لوى توفان ګوره روان دى ستاسې شمعې هم مړې کېږي

سمندر تل توفاني دى د نهنګ قدرت پکار دى
څه حيران يې مست څپو ته ځي بېړۍ زموږ ډوبېږي

له غرور پر ځمکه نه ځې وايې ځمکې ته روان شه
دبخت ستورى دې نادانه له آسمانه ښکته لوېږي

چې د وياړ خلک په واک ول ها وختونه لاړه تېر شو
د بې وياړو شرمېدلو د شرم دور هم تېريږي

زه به سپر خپله سينه کړم د بې اندو ګوزارو ته
که تور غشي له کمان ستا په لړمون زما لګېږي

دغه بڼ يو وخت خړوب ٶ د مليار له پاکې مينې
بې ملياره زموږ بڼ شو تورکارغان پکې ګرځېږي

چينې وچې دي له مينې د وطن په غرو رغو کې
د سرو وينو باران اوري نفرتونه لا غوړېږي

د پسونو رمې پيايي خونړي لېوان شپانه شول
ځکه هره ورځ وطن کې غم د غم پر سر زېږېږي

دا دنيا ده څو شپې ورځې په هر چا هر رنګ تېرېږي
څوک مستي کړي او خاني کړي په چا ولږه کې تېريږي

اى ويده خلکو راويښ شئ ځان آزاد له غلامۍ کړئ
د وختوتو تور ښامار مو په تدبير پوهه مړ کېږي