نیکمرغي

د اونۍ شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


ښـوتـه مخ بـدوتـه شاکـړه
خفه مه شه تل مسکاکړه
نړۍ دوه ورځې ږوندون دی
یوه ستا بله په تاکړه
شتَمني دې که غُرورشوه


شپه غریب سره سباکړه
په سازونوپه نڅاکې
وېرلړیوته ږړاکړه
که دې ټول عمرارمان وي
دې وروستۍ سلګۍ خنداکړه
وَرَکْلارانوته لارښودشه
ځان باباکړه یاداداکړه
زده کونکوته شه مینه
ټول کاکاکړه یاماماکړه
بېره مه کوه په حق کې
په باطلوکې غوغاکړه
که په کارکې مُخَیَّریې
بیا بل چاته مه ښېراکړه
که په کړوکې مُسَیَّریې
بیا الله باندې تکیاکړه
دږوندون ټولواړخوکې
دروغ مه کوه ریښتیاکړه
په ښه خوی نړۍ دِځان کړه
بدخویي ته ځان وُرشاکړه
که دیارزړه ساتل غواړې
مره ورځان وورپخلاکـړه
دبېلتون ساړه زغمل کړه        
  ترګرمۍ یې اوږده ساکړه       
که تیاره درباندې ږوندشو
پـه ښه پــوه یـې رڼـاکـړه
له نفرت څخه ږغورل کړه
جام دمینې راته راکړه
که خپل ځان سموَیْ نشې
بیاګیله مـه لـه بـل چـاکړه
نېکمرغۍ دِ ږوندهمدادي
خوږیوخواتریخ یې بل خواکړه
سَتَرْمَنْ شـه (عـلي خانه)
رسـوامه خپله بـدخواکړه.