{slide=اجازه راکړه}
د حالاتو د تسخیر اجازه راکړه
د خپل مات زړه د کوشیر اجازه راکړه
د ګودر دغاړې ونه به ځان جوړ کړم
ستا د مخ نه د تصویر اجازه راکړه
په تیاره ماښام به ستا ترکوڅې درشم
د زړه ور درخلاصومه که  تقدیر اجازه راکړه
دامنم چې دماښام سره تیارې وي
ستا په غم کې شوم راګیر اجازه راکړه
د آئینې په څیر دې سترګوته نظر کړم
ستا د مینې په مالت کې د بهیر اجازه راکړه
روغه شپه مې ستا غمو سره تیریږي
ګرانه نن خو د شوګیر اجازه راکړه
اوس پې یل د ملغلرو مې زده کړي
د خپل مات زړګی د ویر اجازه راکړه
نایاب
دلیندۍ-۱۰-۱۳۹۲ 

{/slide}

 

{slide=دردونه}                       

نن می بیا د زړه دردونه             لګوی سره څراغونه
لکه ښخ چی په سینه کی             وی بیرحمه خنجرونه
ژړبخن کړی راته ټوله              د راتلونکی اُمیدونه
تجربه می درته وایم  :             کړه دی خلاص د زړه غوږونه
                          ******
په سینه کی درد پیدا شی             کیڼ بازو کی شاوخوا شی
هم چپه اوږه را ګیر کړی           اهسته غاړی ته را شی
لکه درد چی د غاښو وی           بیا و زامی ته بلا شی
همدغه یی نښانی دی               د زړه حال تری برملا شی
همزمان ورسره لوړ شی          دا د وینی فشارونه
                               ******
څو چی توان وی مخ یی نیسه       لوړ فشار مرموز قاتل دی
دم قدم کی نیښ در جګ کړی       د لستوڼی مار دی خپل دی
چوپه خوله خنجر په لاس کی       لوی دښمن دا له ازل دی
کله ښه وی خبر درکړی             پرله ګرځوی سرونه
                             ******
سورڅراغ دی خبروی دی          ګویا لار کی درته بل دی
وایی پام کړه ! لیڅی نغاړه          وخت راغلی د عمل دی
هله ژر شه ! چاره وکړه            کنه پایله یی اجل دی
که ته لاس تر زنی کښینی         لاس په کار شی ازلونه
                         ******
یوه ښه چاره یی داده :             تابلیت(*) ژبی لاندی کښیږده
پام دی وی وارخطا نه شی        مه ډاریږه او مه ریږده
شاوخوا دوستان خبرکړه           او کارونه ورته پریږده
چی ډاکتر لره دی بوزی            ورته ووایه حالونه
                       ******
که تابلیت در سره نه وو           په ټوخلو کړه لاس پوری
ټوخه ! ټوخه ! په ژوره            خیر که هرڅوک درته ګوری
دا یی هم یو ښه چاره ده           له حملی څخه دی ژغوری
تر ډاکتره رسیدای شی            نور به دی وخوری غمونه
                      ******
چی د زړه رګونه بند شی           عضلی یی بی پیوند شی
انقباض او انبساط یی             ترعادی حالت په ځنډ شی
وینه ځای ته نه رسیږی          د هرغړی کار یی شنډ شی
بدن ټول شوله پوله وی          په یو دم ژوند ټول بیخوند شی
نوزادی وینا در یاد کړی        چی دردونه را څرګند شی
لوی ناورین پربدن راشی      خدای دی نه کړی بند رګونه
            ډنمارک ـ    ۱۰/ ۹ / ۲۰۱۳
(*) ـ د Nitroglycerin پنامه تابلیتونه که د نوموړو نښو نښانو پر وخت تر ژبی لاندی کښیښودل شی ، فورا تاثیر کوی او سړی دومره اراموی چی تر ډاکتره ورسول شی . دغه درمل د سپری په بڼه هم شته چی باید همدارنګه تر ژبی لاندی استعمال شی . لوړ نظم می تر ژورو ټوخلو او ددغه درمل تر کارولو وروسته چی تر روغتونه ورسیدم او د روغتون  څخه بیرته کورته را رخصت شوم ، د وطنوالو د پوهاوۍ او خبریدو په موخه ولیکی . خدای دی دا اړتیا ڼه پیښوی چی په درد یی وخوری .

{/slide}

{slide=راڼه توري}
د کاغذ پر سپينه ټنډه
پر رڼه سپينه هېنداره
 د سولگر مې
يو يو توری د برخليک کښم.
=    =    =
شپه او ورځ اوبه کوم د سترگو تور
او د تورې سياهي په څېر
            پرې کاږم
                ښکلي ښکلي تک تور توري.
=    =    =    
وي ترڅو د سترگو تور مې
                سياهي به رغوم ترې
او پرې کښم به يو يو توری
     په دې هوډ او په دې موخه
چې کړم روڼ  پرې
        دغه تورتياره برخليک خپل!!؟

لندن، ۲=۶=۲۰۱۳

{/slide}{slide=د ياد جونگړې}
دهرکلي په جونگړوکې
             دياد مې
توره شپه
        په يوه غرهومره زغم تېره
                    تر گهيځ کړه.
=    =    =
سندرغاړو توتکيو
يوڅو خلي په مښوکوکې نيولي
                د زموللو وچو درگو
اخوا دېخوا لالهانده
             په لټون د کوم يو چت
د ويجاړ ښار.
=    =    =    
د پسرلي رابرېدلو په پلمه
            سر راوهلی سرو غاټولو
                        د شاوخواغرو پر لمنو
گوندې
    ورسېږي چېرې
                  چا نيمزالو وربلوته،
او يا چېرې
        د نومورکو سربايللو هديرو ته.
=    =    =
پر گلانو دي واکمن
            په دې ديار کې
  تش نيمزالي وربلونه
            او ياهم مړي د گور...
نه ژوندۍ ژړانده مينه،
                  نه پاکزړي او رښتيني مينان!!؟
لندن،۳=۸=۲۰۱۳

 (پرادوکسي)

{/slide}{slide=  تلبلاند اورتونونه}

ما په سر، سترگو، غوږو يې
            د لمبه لمبه ښايست کړه ننداره
                             په مينه مينه.
د ورېښمو تر سپڼسيو
            په نازکو رڼوبيو د اواز يې.
کاوه هر ماښام،گهيځ مې
                د تعميد سپېڅلی غسل
            = = =
نه مې ځان سپماوه کله،
له ها سپېڅلوگناهونو
چې د مينې د مذهب
 په ثوابونوکې راتلل
او بې کچه يې
  زما د ايمان تله درنوله...
 = = =
خو،
        د نازود مکېز د رنگين ټال
   ښکلی انخور يې،
=د سکروټو ولولو
            په اورنۍ ژبه ښکُللی،
کله هم ټيکاو ونه موند،
 په تش قاب زما د زړه کې...
= = =
بس يوازې د يادونو سېمفونۍ يې
شپه او ورځ په خوب کې وينم
 چې راځي د سپېڅلتيا د لمرمزدک            
 د کنگرو له ارغنونو،
د يزدان له تلبلاندو اورتونونو!!؟
  زيار=اکسفورډ،۲۶=۸=

{/slide}

{slide=پښتون امن}

دوستانو! نظر مو پرې غواړم لومړنی شعر مې دی، لیکلي مې یو څه نور هم دي خو د ستاسو محترمو شاعرانو په مقابل کې مې دا لومړنی جرات وکړ چې د نړئ په جال باندې یی خپور کړم.
ځینې شاعران وایې چه شعر د زړه له درده پیدا کیږي نو زه له هغوی سره سل فیصده موافق یم. نو په همدې خاطر زه هم شاعر نه یم خو هیوادنئ مینه او دزړه داغونه مې دې ته اړ کوي چه یو څه ولیکم.
پښتون امن
ارمان ارمان کوم ارمان د امن
را ته یادیږي ټول دوستان د امن
دا بې امني را ته بلا جوړه ده
زه یی په غم کړمه، د ځان بی امن
ما ویل راشیه، چه راوړو امن
دوی راته وایی مهروواله یاره
پښتون ته امن، لا پکار خو نه دی
پښتونولي چه عملي شي یاره
امن دی امن ټول جهان کې امن
ما ویل هسی مونږه کړو، ډیموکراسئ خبرې
پښتونولي خپله قانون ده د ژوند
که چیرته غواړې، اې! پښتونه زندګي کامیابه
پښتونولئ کی خپلواکي خوره کړه
پښتونولئ کې خپلواکي خوره کړه
فریدالله (مهرووال)
7/16/2013
مننه قدرمنو!

{/slide}

زیاتې مقالې …