رحمت الله "پښتون"

شاعران
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

{slide=(د بدو نتیجه!!)}

پاس نه لیري یوه دښته د پخوا وه
په هغه کي یوه کلي ته کلا وه
پکښي جوړ وه د پيريانو مجلسونه
ساز نغمې د خوشحالۍ وې هم ودونه
یوه ورځ پکښي حالت د خوشحالۍ سو
په هر کور کي یې محفل د میهمانۍ سو
دا خوښۍ وه په دربار کي د شاهانو
تخت د زوی یې په نامه کړ د يارانو
په مجلس کي لوی و کشر په ګفتن وه
بعضي راغله بعضي تللو په رفتن وه
له درباره د وزیر په خوله کي اور شو
سور په رنګ لکه تنور ښکارنده زور شو
زړه یې نه غوښتلو دا رنګه غزلي
پر میدان د ګډا وچي سرې سندري
په مطلب کي خپل هدف ته زړه قایل وو
زهر نورو ته له ورایه عزرایل وو
د پاچا پدې نظــــــر کي د ښار ټوله
وزیر وغوښت شر نظر د دیار ټوله
ویل جوړ کړی ستري لاري خنډوني
پاته نه شي هر څه مه کړی ځنډوني
اوس په لاس کي باید زما شي دا کلاوي
دغه ځمکي دغه شنډي دا بیدیاوي
پر مجلس د لیونیانو یو اوضاع شوه
ږغ د هري خوا له رویه په ګويا شوه
پس له وخته پر کنار د کټارې یو
ږغ په زوره کړ په وار د اشار‌ې یو
ویل غوږ کړی ماته څرنګه زه وایم
وار زما دی پر نوبت دارنګه وایم
اول ولاړ سی زهر راوړی په ګيلاس کي
وروسته واچوي اوبه مالګه ګيلاس کي
زما د کلي به یې یوسي وه دربار ته
که پوښتنه سوله ږغ به کړي سالار ته
پیش قدم به کړي په وار د اول واري
مړ خفه کړی پاچا، وه نه شي تلواري
ژر په لاس به توره پورته د میراث کړی
خون د بل په لاس د خپلو مو احساس کړی
بیا به ږغ د پاچاهۍ او کودتا کړی
ددې تخت و شان و قصر خپله شاه کړی


بعد وغواړی دربار ته شرابیان خپل
خان ملک د کلي ټوله قاتلان خپل
جوړ محفل کړی د غزلو او سازونو
د شرابو او کبابو شبابونو
وروسته مه ګرځي په عیش کي بې حسابه
هر څه ټوله به مو وګرځي غرقابه
ولاړ سی شهر کي ایله کړی جاسوسان خپل
مفکوره د نورو واړوی آسان خپل
اوس چي ګرده پاچاهي په نامه ستا سول
بیا د بل په کور کي خیر وشر زما سول
ټول خبري چي یې ختمي سولې چُپ سوه
که وزیر وو که سالار هڅي نور خُف سوه
په مجمع کي د پیرانو کربلا شوه
د لویانو او کوچنیانو ګرد غزا شوه
له ډیر وخته یوه زوړ د لیري پورته
ناره وکړله په زوره وه هر لور ته
چي قبول به کړو شرطونه له کتابه
خلاص به ټوله کړو له دارنګه عذابه
خوشحالۍ سولې چکچکي ناصبوره
پر مجلس یې کړه غوغا له سره چوره
هر چي موخه یې ټاکلې په تدبیر وه
لکه واړه برابر چـــــــــي په ځنځیر وه
لاکن ګوره د ویـــــرانو دماغونه ته
د وشتونکو لوی مکانو دماغونه ته
لدې پلانه ښکاره دوی ته وه فایده ټول
که چوکۍ وه او که تخت و ډنډوره ټول
چـــــــا لیدلي چا وهـــــــلي ربــــابونه
چا په جامو کي څښلي شرابونه
یو دبل په کور کي ښځي چورولې
بل د نورو کره ویني تویـــــــــــولې
دغه کار دغه کردار یې تر یو وخت وو
دغه شور دغه خمار یې هلاکت وو
پس له وخته یوه شپه د عذاب راغله
پاس د تورو ښامارانو سیلاب راغله
کار تمام په دام نما سوه عذابونه
پرې راووتل توروشمه سـیـــــــلابونه
کُل مشغول په باب د مستو سرو ګډا وه
د شـــــــــــرابو پیمانو سره واه واه وه
نیم بیده په خوب د عیش وطرب جار وه
نیم هوس دبل په وینه کي ګذار وه
اوس چي پورته په عذاب د بل جدا شوه
بیایې وکړلـــــــې نارې په واويلا شوه
په یوه دم لیونیانو کي سور اور شو
لکه مړی ښکاره اور کي چي ټکور سو
ښه خبر وه په عذاب کي راحت نه وي
په رضـــا دخپل ګناه کـــــي صحت نه وي
ټوله غرق د خپل حساب په درجه سول
څه که لوی او که کمکۍ وه بې فایده سول
دا حساب واړه دنیا ته کتابچه سول
که د بدو که د ښو وه ذخیره سول
----------------------------

نیټه: ۲۷/۰۳/۲۰۱۴
وخت: ماښام

{/slide}