قاضي فضل قادر؛ هغه پښتون مشر چې انګرېزانو يې قبر هم بندي کړی و

تاریخ
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

برتانویان قاضي فضل قادر ته دومره غوسه و چې خپلوانو ته یې مړی هم ور نه کړ.

کله مو اورېدلي چې یو چا ته دې د هغه تر مرګ وروسته سزا ورکړل شوې وي او ان د هغه قبر يې په زندان کې دننه جوړ کړی وي؟ قبر يې بندیوان شوی وي؟

دغسې یوه کیسه شاوخوا ۹۰ کاله مخکې د خیبرپښتونخوا د بنو سيمې په سپين تنګي کې د انګریزانو د واکمنۍ پر مهال شوې.

د ۱۹۳۰ کال د اګست پر ۲۴ نېټه برتانوي پوځيانو په لاریونو کې پر راټولو شویو اعتراضیانو ډزې وکړې. په پېښه کې اتیا کسان ووژل شول او سلګونه نور ټپيان او ګڼ هم ونیول شول.

پېښه څنګه وشوه؟

د انګرېزانو د واکمنۍ پر مهال په ۱۹۳۰ کې په څو میاشتو کې پرله پسې درې لویې پېښې وشوې.

له دغو پېښو يې يوه د پېښور په قیصه خوانۍ کې، بله يې د مردان په ټکر سيمه کې وشوه چې له تاوتريخوالي ډکه وه او ګڼ کسان پکې ووژل شول.

درېيمه يې همدا د بنو پېښه ده چې تفصیل به يې لاندې ولولئ:

تاريخپوهان څه وايي؟

د قاضي فضل قادر په هکله جوړه شوې دوسیه

د پښتونخوا د یوه پوهنتون د تاریخ استاد ډاکټر سفندیار دراني د انګريزانو پر ضد د راپورته شویو خوځښتونو په اړه څېړنه کړې.

ښاغلي دراني بي بي سي ته وویل، د سپين تنګي پېښه له همداسې خوځښتونو راټوکېدلې هغه ده چې په شمال لوېديځ کې له سرحدي یا قبایلي سيمو ځینې خلک د انګريزانو پر ضد راپورته شول.

په خبره يې، دغه تحريکونه یا خوځښتونه له ۱۹۲۹ وروسته پېل شول.

ډاکټر اسفندیار درانی وايي، د قیصه خوانۍ تر پېښې وروسته خدايي خدمتګار خوځښت د انګرېزانو پر ضد غږ پورته کړ.

په پېښور کې څو ټولنو او د قبایلي سيمو ځوانانو د دوی ملاتړ وکړ.

په دې ورځ بنو ته څېرمه سپين تنګي کې غټه جلسه وه او ګڼ خلک پکې راټول وو.

د پښتونخوا ایالت په بېلا بېلو سيمو کې د خدايي خدمتګار تر چتر لاندې مظاهرې او اعتراضونه روان وو.

تر سپين تنګي مخکې په کرک سيمه کې یو لاریون وشو او وروسته اعلان وشو چې د اګست پر ۲۴ به په سين تنګي کې مظاهره کېږي.

د دې اعتراضیه غونډې مشري د قاضي فضل قادر په نوم د سيمې یوه مشر کوله.

انګرېزانو پر دا ډول لاریونونو بندیز لګولی و.

د بنو یو اوسېدونکی عبدالناصر خان وايي چې تر سپين تنګي مخکې هم د دوی په سيمه کې داسې ګڼې جلسې یا غونډې شوې وې او په هېڅ يوه کې يې هم تاوتريخوالی نه و شوی.

د ده په خبره، د سپين تنګي خلک هم امن خوښوونکي وو او د سيمې يوې ټولنې له هغوی وسلې ټولې کړې وې.

قاضي فضل قادر څوک و او څنګه ووژل شو؟

د قاضي فضل قادر قبر ته پر ۲۰۰۴ کال هغه وخت ازادي میلاو شوه چې د جېل پخوانۍ ودانۍ ړنګه او پارک پکې جوړ شو.

قاضي فضل قادر د بنو سيمې يو مشهور سړی و. د بنو او ورڅېرمه سيمو کې يې ګڼ پلویان درلودل.

هغه ورځ د ایشرافټ په نوم یو انګرېز افسر لاريون ته ځان ور ورساوه او د سټېج پر سر یې له قاضي فضل قادر سره خبرې پېل کړې.

په خبرو کې د دواړو تر منځ لفظي شخړه وشوه او ايشرافټ پر هغه ډزې وکړې.

ویل کېږي، د احمدخان چندڼ په نوم یو ځوان هم هلته و. هغه سره خنجر و او پر انګرېز افسر يې برید هم وکړ خو وروسته پوځيانو هرې خوا ته ډزې پېل کړې او ګڼ کسان يې ووژل.

دې کیسې لاریونوال وپارول خو له هیچا سره هم وسله نه وه نو ځکه پوځيان خوندي پاتې شول او کوم تاوان ور ونه رسېد.

قاضي فضل قادر په ټپي حالت کې په څښولو څښولو یووړل شو چې وروسته يې د پولیسو په ډومېل تاڼه کې ساه ورکړه.

خو انګرېز چارواکي دومره ورته په قهر وو چې د هغه مړی يې د ده کورنۍ ته ونه سپاره بلکې په زندان کې يې ښخ کړ.

تر مرګ وروسته محکمه:

ځايي خلک هغه ځای راښيي چې د سپین تنګي غونډې ته پکې دریځ جوړ شوی و.

قاضي فضل قادر انګرېزانو تر مرګ وروسته محاکمه کړ او د بند سزا يې ورکړه. تر مرګ وروسته یو چا ته د بند سزا ورکول یوه نادره پېښه وه.

د بنو اوسېدونکی عبدالناصر خان وايي، له همدې کبله د هغه مړی په جېل یا زندان کې دننه ښخ کړای شو چې سزا ورکړل شي.

ویل کېږي د هغه قبر په زندان کې د یوې مېچنې په منځ کې جوړ کړای شوی و او ګرد چاپېر ترې ځنځيرونه تاو شوي وو چې خلکو ته هغه یو بندي وبرېښي.

خو د انګرېزانو د واکمنۍ پر مهال دا یوازېنۍ پېښه نه وه.

پوهاند اسفندیار وايي، خیبر کې یوه ونه په ځنځیرونو قید کول او مومند کې یوه دروازه په ځنځیرونو تړل هم د برتانیا دور کې شوي دي.

د دې پېښې د وژنو په هکله مختلفې خبرې کېږي، څوک وايي، له ۷۰ تر ۸۰ کسان ووژل او له ۵۰ ډېر ټپیان شول، خو نور مالومات بیا د نږدې دوو سوو کسانو د وژل کېدو خبره کوي.

سېنټرل جېل د بنو ښار کې دی او ودانۍ یې هم ډېره پخوانۍ ده او پر ۲۰۰۴ کال د جمعیت علما اسلام ګوند اړوند د پښتونخوا د سروزیر اکرم دوراني له خوا دې جېل ته نوې وداني جوړه شوه.