پغدادی پیر څلورمه برخه

تاریخ
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عزیزالله حقپال

د سفیر وارخطایۍ ته حیران شوم، ارګ ته د سفیر تګ کومه نوې خبره نه وه. سفیرانو به په میاشت کې یو ځل له پاچا سره کتل او د متقابلو اړیکو د ټینګښت، تجارت، فرهنګ، .اقتصاد.... په باره کې به یې خبرې ورسره کولې خو د سفیر بلې خبرې چرتي کړم. دا ملاقات د تشویش وړ راته ښکاره شو. پاچا همدا شپه او .همدا ساعت ارګ ته ور غوښتي وو ځان مې تیار کړ، نیم ساعت وروسته، زه، سفیر او د سفارت یو بل هندو کارکوونکی په ارګ کې وو. موږ یې یوې وړې کوټې ته بوتلو، یوه ځوان چای او څو رنګه وچه مېوه راته راوړه، .بېرته د باندې ووت :سفیر وویل .که خبره خرابه وای، دومره یې نه نازولو_ .سفیر ته مې وکتل، شنې سترګې یې ځلېدلې ·ومې ویل .دومره مه حوشاله کېږه! افغانان په خپل کور کې دوښمن ته په درنه

سترګه ګوري_ .سفیر یودم ودرېد، وره ته مې وکتل، پاچا و. پاچا ټولو ته لاس ورکړ، مخامخ راته کېناست امان الله خان مې له څو کلونو وروسته لید، وزن یې یو څه ډېر شوی و، خو نور هماغسې .تک سپین او ښکلی ښکارېده، یواځې غټې سترګې یې له غوسې ډکې وې :امان الله خان وویل !ناوخته دی، وار له واره به د مطلب خبره راواخلم، الن مایک پېژنئ؟_ ټوخي واخیستم، له خولې مې چایو داره وکړه. پیاله مې پر مېز کېښوده. بخښنه مې وغوښته. ژر مې له جېبه سپین رومال را وایست، د خپلې کورتۍ د ټټر پر لنده شوې برخه مې تېر کړ. ....سفیر ته مې وکتل، په لاس کې نیولې پیاله یې لړزېدله :سفیر په وارخطایي وویل !نه_ !ابراهیم او عبدالله  څنکه؟_ .سفیر غولي ته کتل پاچا له خپله جېبه یو پاکټ را وایست، خالص کاغذ یې د سفیر مخې ته پر مېز کېښود، ویې :ویل !له خپلې امضاء خو به نه یې پښیمانه؟_ .د سفیر سترګې رډې راختلې وې :باچا وویل دا درې کسان مو له اسنادو سره ونیول، ستا د سفارت کارکوونکي دي، په کتغن کې یې _ ځینې کسان د نظام پر ضد بغاوت ته هڅول، منفي تبلیغ یې کاوه، د عطاالله په نوم یوه خان ته ....یې دوه ویشت ټوپکه ورکړي ول :پاچا ودرېد، سفیر ته یې وکتل، ورو یې وویل !دوه اویا ساعته! یواځې دوه اویا ساعته وخت لرې چې له افغانستانه ووځې بېرته سفارت ته راغلو، سفیر په غصه و، خو چاره یې نه لیده، درېیمه غرمه یې تلګراف راته وکړ، لیکلي یې و چې پېښور ته په خیر را ورسېدم. یوه اوونۍ وروسته د چانسلر لیک راغی، امان الله خان ته یې لیکلي و چې الن مایک انګرېز دی، دی باید د برېتانیې د قوانینو له مخې .محاکمه شي په دوهمه ورځ سفارت ته له ارګه لیک راغی، مجبور وم چې د لیک محتوا چانسلر ته تلګراف کړم. امان الله خان چانسلر په دروند نوم یاد کړی و، وروسته یې لیکلي و چې افغانستان یو خپلواک هېواد دی، خپل قوانین لري، ښاغلی الن مایک به ددې هېواد د قوانینو له ...مخې محاکمه شي .تاسو ته د پوره عدل او انصاف ډاډ درکوم یوه اوونۍ وروسته محکمه داېره شوه، الن مایک، ابراهیم او او عبدهللا خان یې په اعدام محکوم کړل. بل سهار د سفارت په انګړ کې یو تور موټر ودرېد، څلور افغاني پوځیانو یو تابوت را کښته کړ، ورغلم، د سفارت یوه کارکونکي د تابوت تخته لیرې کړه، الن مایک د عیسویانو له دود او مذهب سره سم په یوه نوې توره دریشي کې پروت و، نېکټایې ور تړل .شوې وه، د کورتۍ د ټټر له جېبه یې سور ګلاب را وتلی و دې سړي ته مې څو وارې ویلي وو چې په دې خلکو کې ورو- ورو کار کوه، دومره تېز مه .ځه، نه یې منله .ګرمې وه، تابوت مو په هماغه ورځ پېښور ته ولېږه میاشت وروسته بل سفیر راغی، څلور هډوکي وچ کلک بوډا و، د موږک غوندې وړې سترګې یې درلودې. په لومړۍ ورځ یې د ټولو شعبو کاغذونه ور وغوښتل، د خدمتګار له .خولې خبر شوم چې په څلرویشتو ساعتونو کې یې یواځې درې ساعته خوب کړی سهار ته جلسه ونیول شوه، د احتیاطي تدابیرو په اړه وغږېدو، موږ پوهېدو چې سفارت د پاچا د مخفي کسانو تر څارنې لاندې دی. نوي سفیر امر وکړ چې سفارت ته تر یو څه وخته زموږ هېڅ افغان جاسوس نه شي راتالی میاشت ووته، د سفارت دروازې ته مخامخ په دواړو پښو ګوډ پروت سوالګر، سبزي .پلورنکی، او په خاورو کې ناست سیک تاویذ لیکونکی ورک شول د سفارت کارکوونکي خوشاله وو، ویل یې چې د پاچا شک وخوت، خپل جاسوسان یې ور ټول کړل، تر دې وروسته به سفارت تر څارنې لاندې نه وي، خو د سفیر وړې سترګې ونه ځلېدې، ویې ویل چې د امان الله خان په اړه یې ډېره مطالعه کړې ده، پام کوئ! پاچا ساده !سړی نه دی د سفیر خبره سمه وه، یوه اوونۍ لا نه وه وتلې چې له ارګه رسمي مکتوب راغی، لیکلي یې و چې د سفارت کارکوونکي حق لري چې په آزاده توګه په ښار کې وګرځي، خو د نجونو د زده کړې په برخه کې د افغانانو د ذهنیت خرابول، زموږ په داخلي چارو کې ستاسو لاسوهنه ....ده سفیر په غوسه و. په هماغه ساعت جلسه ونیول شوه، د سفارت یوه صوفي کارکوونکي په ماته ګوډه ژبه وویل چې دوې ورځې مخکې یوه سماوار ته ورغلم، ساده کلیوال و، زما هرې خبرې ته یې سرونه خوځول....وخت مې غنیمت وګاڼه، د نجونو مکتب مې را واخیست، په ....کوپر او فحشا مې ختم کړ سفیر مېز په سوک وواهه، په غوسه یې وویل چې د ده له اجازې پرته هېڅوک له سفارته نه !شي وتالی خو د سفیر په دې امر کې زه نه راتلم، زما مستقیم امر چانسلر و، له کلکتې به راته ویل کېدل !چې څه کوه او څه مه کوه وخت ووت، خو احتیاط به مو تر کومه کاوه؟! کلکتې کلنی راپور غوښت، دا راپور په انګلیستان کې ملکې ته هم رسېده. چاره نه وه، موږ باید له ځینو والیتونو خپل جاسوسانو راغوښتې وای. سفیر نه قانع کېده، ویل یې چې سفارت ته د جاسوسانو راتګ، د توپ خولې ته د هغوی تړل دي.... فکر مو وکړ، لاره مو ومونده، د عکسونو یوه لوی نندارتون له شکه .ایستلو د افغانستان له خارجه وزارت سره وغږېدو، ویې منله، ویې ویل چې د نورې دنیا له پرمحتګ .سره د افغانانو بلدېدل زموږ په ګټه دي وخت ووت، له پېښوره په سلګونه نوي او زاړه عکسونه راورسېدل، ټول عکسونه د اروپا له .پرمختګه غږېدل د سفارت د انګړ دېوالونه مو له مختلفو عکسونو ډک کړل. ارګ او ځینو دولتي ادارو ته مو بلنلیکونه ور ولېږل، پر دوکانونو، نانوایانو، حمامونو.... مو واړه، واړه کاغذونه ولګول، په دې کاغذونو کې لیکل شویو لنډو جملو عام افغانان، د عکسونو درې ورځني نندارتون ته .رابلل په لومړۍ ورځ ګڼه ګوڼه کمه وه، یواځې له ځینو وزارتونو یو شمېر دولتي مامورین راغلي ...ول، خو ددې خلکو په جلبولو کې مو ډېره ګټه لیده، له هر یوه سره به مو خندل پوښتنو یې ستړي کړو، د سفارت کارکوونکو باید د عکسونو په اړه مالومات ورکړي وای. یواځې د زرعت له یوه مامور سره مې یو ساعت خبرې وکړې، ده به هر عکس ته درولم، د تراکټورونو، ترېشرونو، پر ونو، بوټو د دوا پاشي د ماشینونو... زراعتي کود... په باره کې به یې پوښتنې کولې ))بیه یې څو ده؟ څه کار کوي! زموږ دهقان او زراعت ته به څومره ګټور وي؟! څنګه یې دې وطن ته راوړای شو؟!... .(( د تشناب په پلمه مې ځان ترې خالص کړ، خو بل ځوان راته ودرېد، ده یوه عکس ته اشاره وکړه، ویې ویل چې ایا د چرګوړو د ایستلو داسې کوم ماشین به نه وي چې له برقه پرته کار !وکړي؟ د سفارت نورو کارمندانو ته مې وکتل، تر هر یوه به ډله را ټوله وه، د سفارت کارکوونکو به ....د عکسونو له مخې په نړۍ کې د نوي صنعت په اړه خبرې کولې حیران شوم، دلته لاڅو کاله مخکې دا خبرې نه وې، د پخواني پاچا مامورینو به یواځې د ښه آس، ښه باغ، جنګي زرک، دوهم یا درېیم واده.... په اړه خبرې کولې، خپل جېبونه به یې ډکول، خو اوس دې خلکو ته نوي ځوان پاچا د وطن او پرمختګ مینه ور ښودلې وه په دوهمه ورځ د سفارت انګړ له عامو خلکو ډک شو، دوی یواځې عکسونو ته کتل... یو هم .نه ور وتو، نه ارزېدل، له دوی سره وخت تېرولو ګټه نه راته کوله له پلان سره سم زموږ جاسوسان په درېیمه ورځ راغلل، د خلکو په ګڼه ګوڼه کې چا شک نه .اخیست، مخکې بلد ول، یو- یو د سفارت تر تعمیر لاندې زېر زمیني ته کښته شول اوږد مېز ته اتلس کسه کېناستو، څلور موږ او پاتې افغانان ول. سفیر په پښتو او دري نه پوهېده، ترجمان یې درلود، خو پاتې دوو انګرېزانو مفهوم ترې اخیست. سفیر لنډې خبرې وکړې، له مېلمنو یې مننه وکړه چې خطر یې ومانه او سفارت ته راغلل. وروسته یې له .راغلو کسانو ګزارش وغوښت لومړی یوه هراتي مال غاړه صافه کړه، خبرې یې په بسم الله پېل کړې، ویې ویل چې افغانانو ته د مال هره خبره د منلو وړ ده، (نه) نه پکې وایي، خو د امان الله خان په باره کې اور اخلي، هېڅ هم نه مني، وایي چې د یوه داسې غازي پر وړاندې به څنګه راپورته کېږي چې ....انګرېزان یې له وطنه وشړل بیا له کندهاره راغلي یوه له رنګه تور خان خبرې وکړې، ویې ویل چې له ډېرو خانانو او ملکانو سره یې ناستې درلودې، دایې ورته ویلي چې تېر پاچا به خانانو او ملکانو ته تنخوا او ځینې نور امتیازات ورکول، خو امان الله خان هر څه بند کړل... خانانو ته یې په سپکه وکتل، یو څه ژوندي شئ.... خو ګټه یې ونه کړه، یواځې دوه خانان یې یو څه بد بینه کړي دي، .نورو ته تر خپلو شخصي ګټو د پاچا ګرانښت او وطن مهم دی وروسته له غزني راغلی یو په ونه لوړ افغان پوځي ودرېد، ویې ویل چې په یوه کال کې یې ان د یوه عسکر نظر هم بدل نه شو کړای، پوځ پاچا ته وفاداره دی، امان الله خان یې تنخوا ور ډېره کړه، په نس یې ماړه ساتي، هېڅ صاحب منصب حق نه لري چې پر خپلو عسکرو د ....کور بېګار وکړي قاضي پورته شو، په ادارو کې یې د رشوت د مخنیوي په اړه خبرې وکړې، ویې ویل چې مجازات ډېر شوې دي، په تېره یوه میاشت کې یې یواځې په بدخشان کې څلور رشوت خواره ....قاضیان بندیان کړل.... خلک خوشاله دي، د پاچا پر ضد یوه وړه خبره نه مني بیا یوه پکتیاوال یوه کیسه را واخیسته، ویې ویل چې پاچا خلکو ته د قناعت ورکولو عجبه ژبه لري. څه موده مخکې له امان الله خان سره یوه ځای ته روان وو، مخکینی موټر خراب شو، نور موټرونه ودرېدل. دښته وه، لمر تود لګېد. له نږدې کېږدیو سپین ږیرې راغلل، کوچیان ول، پاچا ته یې کلکې غېږې ورکړې، امان الله خان همالته په خاورو کې ورسره کېناست. کوچیانو ته یې وویل چې د مالونو د دواوو په اړه یې له جرمنیانو سره خبرې کړې دي، په لنډ وخت کې به دې وطن ته را ورسېږي، د مېږو، غواوو او پسونو تلفات به کم شي.... خو ...کوچیانو د پاچا له خبرو سره دلچسپي ونه ښوده :یوه بوډا په خواره خوله وویل صېب! اورېدلې مو دې چې کوچیانو ته مالمین رالېږئ! که دا نجوني له سبقه ماف کي نو _ .دین او دنیا به دي سمه وي پاچا یوې کوچۍ نجلۍ ته اشاره وکړه، نهه، لس کلنه وه، ببر وېښته یې نېغ ولاړ ول، کله چې به پر ځمکه پرتو خوشایو ته ټیټه شوه، د اوږد خیرن کوچیاني کمیس لمن به یې پورته ودرېده، د پښو لوڅې پونډۍ به یې ښکاره شوې. پرتوګ یې نه و :پاچا وویل هاغه نجلۍ څوک ده؟_ :یوه ډنګر کوچي وویل !صېب! زما لورکۍ ده_ !څه کوي؟_ .پچې او خوشایي ټولوي_ !مانا ګټه درته کوي؟_ .هو صېب! که زموږ نجوني پچې جارو نه کړي؟ نو دېګدان سوړ بوله_ :پاچا وویل زه له شریعته وتلی کار نه کوم، همدې نجونو ته ټکری ور پر سروم، پرتوګ ور اغوندم، _ اودس او لمونځ ور زده کوم، نظافت ور ښیم، درس ورباندې وایم، په ژوند یې پوهوم... اوس یې هم ګټې ته ناست یاست، خو غواړم چې ابرومندانه ګټه درته راوړي. په مکتب کې څه بدي ده؟! هه! اوس به ټوله ورځ د یوه دېګدان پچې او خوشایي درته را ټول کړي، خو که دا نجلۍ ....درس ووایي، ډاکټره شي، وطن به جوړ کړي، د خوشایو پر ځای به تنخوا درته راوړي د پکتیاوال کیسه لا نه وه خالصه چې د سفارت یو کارمند راغی، په وارخطایي یې وویل چې .له انګړه ټولو خلکو منډه واخیسته زه او سفیر د باندې ووتو، میدان تش و، یواځې عکسونه باد رپول. عمومي دروازې ته ورغلو، ډله خلک پر یو چا راټول ول. د سفارت د ساتونکې پر څوکۍ ودرېدم. پاچا هسکه .شمله درولې وه، په سپینه کندهارۍ غاړه او توره سدرۍ کې ښکلی ښکارېده :سفیر ته مې ځای ورکړ، غړۍ یې اوږده کړه، ویې ویل .دا سړی لېونی ده_ :د خبرې په هدف یې پوه شوم، ومې ویل .نه! لېونی نه دی، پر خپلو خلکو باور لري_ :د سفیر شونډې وخوځېدې آن د برېتانیې غوندې په امن ملک کې لا زموږ ملکه هم له ګارډ او امینتي چارو پرته نه _ !شي راوتی خو :په خبره کې یې ور ولوېدم .خو دلته، همدا ملت، د خپل پاچا ساتونکی دی... ...سفیر په حیرانۍ پاچا ته کتل ومې ویل دایې لومړی ځل نه دی، پاچا کله کله ښار ته راوځي، جوماتونو ته ورځي، له خلکو سره _ ....ګوري، په عادي سماوارونو کې چای څښي یوه شېبه ودرېدو، بېرته زېر زمیني ته کښته شوو، د پاتې جاسوسانو په خبرو کې هم امید نه . و مازدیګر مې د طلوع افغان له اخباره مهم ټکي را وایستل، سفیر ته مې ور وړل. ده د امان الله خان د نظامنامې انګرېزې ژباړه لوسته. دې نظامنامې دوه اویا مادې درلودې، دا مادې د .جالال آباد د لویې جرګې ټولو اته سوه دوه اویا برخه والو منلې وې :سفیر اشاره راته وکړه، کېناستم، عینکې یې لیرې کړې، ویې ویل امان الله  خان د افغانستان په څو زره کلن تاریخ کې په لومړي ځل اساسي قانون )نظام نامه( _ جوړه کړه، ما د ډېرو اروبایي هېوادونو اساسي قوانین لوستي دي، خو دې سړي چې خپلو .خلکو ته څومره انساني او بشري حق ور کړی دی، په ډېرو قوانینو کې مې نه دي لیدلي :سفیر غلی شو، عینکې یې بېرته پر سترګو کړې، نظامنامې ته یې وکتل، ویې ویل په دې نظامنامه کې راغلي چې ټول افغانان برابر حقوق لري، مریتوب منع دی، مطبوعات _ ....آزاد دي، هر چا ته باید د کار او کسب د زده کړې زمینه برابره شي، بېګار ختم دی ما نظامنامه لوستې وه، د سفیر خبرې اوږدې، تکراري او ستړې کوونکې وې، خو د نزاکت له مخې مې څه نه ویل نور بیا