بغدادی پیر پنځمه برخه

تاریخ
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

سفیر اوږدې خبرې وکړې، بیا یې ماته وکتل، ویې ویل دا سړی له خپلو خلکو سره څومره په اخلاص چلېږي، ته راته ووایه! کوم پاچا به په خپله، _ له کوم زوره پرته خپل واک محدود کړي؟! خو امان الله خان دا کار وکړ، ډېر واک یې خپلې ....کابینې او نورو مامورینو ته ورکړ نیم ساعت وروسته خپلې کوټې ته لاړم، د پاچا وروستي فرمانونه مې را واخیستل، تر دې دمه به هندوانو پر خپلو پګړیو ژېړه پټه تړله چې په اساني وپېژندل شي، خو د پاچا په فرمان کې دا کار اقلیتونو ته

سپکاوی یاد شوی و، ویلي یې و چې هندوان او سیکان هم افغانان دي او له .دې وروسته له هغو ټولو حقوقو برخمن دي چې نور افغانان یې لري په دې فرمان کې دا هم راغلي وو چې له دې ورورسته د هندوانو او سیکانو اولادونه په ....عمومي مکتبونو کې درس ویلی شي په دوهم فرمان کې ټولو اقلیتونو ته د مذهبي آزادۍ د ورکړې یادونه شوې وه، لیکلي و چې ....هر څوک خپل مذهبي مراسم په ازاده توګه تر سره کوالی شي نور فرمانونه مې ولوستل، د فردي آزادي، تعلیم، نظم، پرمختګ او نورو اصالحاتو په اړه .ول.... دا وطن یې له خوارې ورځې ایست .اوږد وغزېدم، ډېر فکر مې وواهه، د پاچا او د دې وطن د تخریب لاره مې ونه مونده سوزان تر دې ځایه د خپل غور نیکه یاداښتونه ولوستل، ګړۍ ته یې وکتل، د شپې لس بجې وې، خو ورور، پالر او مور یې لا د کشتۍ په سالون کې موزیک ته ناست ول، د ګروپ .سویچ ته یې لاس ور وغځاوه، تیاره شوه، سترګې یې پټې کړې سوزان خپل ورور ته وکتل، ټام د وحشي هوسۍ بچې ته نږدې ولاړ و. ورغله، د هوسۍ بچی :وترهېد؟ منډه یې واخیسته، د ټام تندی تریو شو. په خشکه یې وویل .ودې وېراوه_ :سوزان وویل .وبخښه، خو هوسۍ بېسکیټ نه پېژني_ .ټام په ورغوي کې نیولی بیسکیټ بېرته په پاکټ کې واچاوه سوزان خپل پالر ته وکتل، په یوه نیکر کې پروت و، ځانته یې لمر ورکاوه. سوزان بېرته :خیمې ته ننوته، د خپلې مور له سره یې بړستن لیرې کړه، ویې ویل .خوب خو په کور کې هم کېده_ .لارا کېناسته، سترګې یې وموښلې سوزام د خپل غور نیکه کتابچه ور واخیسته، د باندې ووته. د اوبو پر ژۍ پر یوه هواره ډبره کېناسته، پورته یې وکتل، په غرونو کې سپېره ځای نه ښکارېده، ټول له ونو ډک ول. اوبو ته یې وکتل، په وړه کیشتۍ کې سپور بوډا له چنګکه ماهی خلاصاوه سوزان کتابچه ور واخیسته، باد نرم و، لمر پوست لګېد. سوزان په کتابچه کې په نښه شوې :پاڼه پرانیسته. ډېوېډ جونز لیکلي و .م. کال، د اپرېل دوهمه_ برېتانیوي هند_ لاهور ۱۹۳۴_ تېرې څو میاشتې مې په مدارس، الهور او پېښور کې تېرې کړې، ستړې ورځې وې، حالات له کنټروله وتلي ښکارېدل، دوی له امان الله خانه د آزادۍ الهام اخیستی و، زرګونه هندوان، سیکان او مسلمانان مو ووژل، خو نه کرارېدل. حملې یې ال تودې وې. اړ شوو، له چانسلر سره مو په ورځو ورځو خبرې وکړې، هره ممکنه لاره مو وسنجوله، خو د افغانستان د .خپلواکۍ او چټک پرمختګ څېره مو نه شوای تته کوالی اخېر له برېتانیې څو کسه راغلل، ویل یې چې په برېتانوي هند کې د ځینو مسلمانانو ژوند نور هم پسې تریخ کړئ. دا خبره حیرانوکې وه، خو د راغلیو کسانو خبرو له خطر سره سره .قناعت راکړ د دې نخشې عملي کولو احتیاط غوښت، موږ باید حاالت دومره هم نه وای خراب کړي چې .برېتانوي هند ته یې تر ګټې تاوان ډېر وای له پالن سره سم مو په ځینو مسلمانانو مېشتو سیمو کې کلیساوې جوړې کړې، په ځاییي اوسېدونکو بده ولګېده، ویل یې چې دلته خو عیسویان نه اوسي.... نو..... مظاهرې را ووتې، .جوړو شویو کلیساوو ته یې اور ور واچاوه دا خبرې مو د برېتانوي هند په اخبارونو کې لاوپړسولې. د هجرت له پاره تبلیغ ته زمینه برابره شوه. زموږ صوفیانو جاسویانو په هر جومات کې تقریرونه شروع کړل، ویل به یې .انګرېز عیسویت خپروي، ښه لاره یې هجرت ده... خو د جهاد نوم به یې نه اخیست په دې مو بسنه ونه کړه، په هندوانو او سیکانو کې مو خاص کسان وګومارل، دوی پر هغو .مسلمانانو ژوند تریخ کړ چې په سیمه کې اقلیت ول هجرت! خو کوم ځای ته هجرت؟! مالومه وه، خلک د ایران له شیعه حکومت بې باوره ول. .لنډ او د ډاډ وړ ځای افغانستان و تبلیغ دومره تود و چې هره ورځ به په زرګونه کسان د ډیورنډ تر کرښې اوښتل. په دې کې زموږ خپل خلک هم وو. دوی ته وظیفه ور سپارل شوې وه چې تر خپله وسه افغانستان ته د .نویو ورغلیو مهاجرو او ځایي اوسېدونکو تر منځ اختلافات را وپاروي په دوو میاشتو کې زرګونه کورنۍ افغانستان ته الړې، د مهارجرینو ډېر فشار پر کابل او نورو لویو ښارونو راته، دې کسانو خواړه، جامې او سرپناه غوښته... زموږ د پالن له مخې باید دا مهاجرین بېرته برېتانوي هند ته راغلي وای، دلته یې په افغانستان کې د سخت ژوند او له زرګونو ورغلیو مسلمانانو مهاجرو کورنیو سره حکومت د نه همکاري کیسې کړې وای، په برېتانوي هند کې یې امان الله خان پر ځلانده تصویر خاورې ور پاشلې وای... او د آزادي احساس مړ شوی وای، خو نتیجه یې زموږ د تمې خالف وخته، د امان الله خان د فرمان له مخې نویو ورغلیو مهاجرینو ته د کورونو د جوړولو له پاره ځمکې ورکړل شوې او ځایي .اوسېدونکو خپله ګوله ورسره شریکه کړه برېتانوي هند ته بېرته یواځې هغه کورنۍ راغلې چې دستوري لېږل شوې وې. دا کورنۍ مو د ټول هند په مسلمانانو مېشتو سیمو کې ووېشلې، دوی به د امان الله خان پر ضد تبلیغ کاوه، ویل به یې چې امان الله خان عیاش پاچا دی، جوماتونه ته یې قلفونه ور اوچلي دي، د کوپر قانون چلوي... ده خپل خلک په ګېډو نه وو ماړه کړې، نو موږ ته به یې څه خیر را ....رسېده خو دې تبیلغ تر ډېره کار ونه کړ، له افغانستانه نوې خبرې راتلې، له مهاجرینو سره د پاچا او رایت د نېک سلوک خبرې زموږ له کنټروله ووتې. چانسلر امر وکړ چې افغانستان ته تلونکې کورنۍ را وګرځوي. وېره یې پر ځای وه، له ورغلو مهاجرینو سره د پاچا او افغانانو نېک .سلوک موږ ته تاوان راورساوه پلان ناکام شو، زه بېرته کابل ته لاړم. په لنډه موده کې نور تغیرات راغلي ول. لویې لیسې او مسلکي مکتبونه جوړ شوي وو، ترکي، هندي او جرمني استادانو به زده کړې ور کولې. تر .دې دمه په ټول افغانستان کې درې سوه دوه ویشت مکتبونه جوړ شوي وو بازار له افغاني تولیداتو ډک و. افغانستان په خپله د غوړیو، صابون، قندو، بورې، عطرو، .سیمنټو، ټوپکو، باروتو، جوړولو... او د اوسپنې ویلي کولو کارخانې درلودې د معدنونو پر استخراج او په ښارونو کې د اوبو رسولو پر عصري سیسټم چټک کار ...روان.و اخبارونه مې ولوستل، افغانستان خپله راډیو درلوده، په کندهار او جال آباد کې د برېښنا د تولید لویې او وړې خونې پرانیستل شوې وې. فرانسوي او جرمني شرکتونه د دې هېواد له شماله تر جنوبه پورې د رېل د پټلۍ د لیکې د جوړېدو پر پلان کار کاوه، ولایتونه له مرکز سره د تلګراف او تیلفون په واسطه تړل شوي وو، په کابل کې جوړ شوي مرکزي بانک لومړني بانک نوټونه را وایستل. د دې هېواد په لویو ښارونو کې د ملکي هوایي ډګرونو د ....جوړېدو کار په چټکۍ روان وو تر دې دمه افغانستان دوولس ملکي طیارې درلودې چې پېلوټان یې جرمنیان ول، خو پاچا .پنځه ویست کسان د پېلوټۍ د زده کړې له پاره مسکو ته لېږلي وو هر زون خپل اخبارونه درلودل، دا اخبارونه د وطن دوستۍ، اتحاد، او د نویو پرمختګونو له خبرو ډک ول... د پاچا په امر په لویو ښارونو کې لویې کتابخانې جوړې شوې وې، خلکو به ...د مطالعې له پاره کتابونه امانت ترې وړل د مالیاتو قانون جوړ شو، د مالیاتو ټکټونه چاپ شول، چا چې به مالیات ورکول، په مقابل کې .به یې د مالیاتو له ماموره ټکټ اخیست، په دې توګه تر ډېره د رشوت مخه نیول کېده پاچا د خپل هېواد له آبادۍ سره لېونۍ مینه درلوده. له کاره یې خوند اخیست. ده د خپلو .کارونو د تنظیم له پاره منظم پلان درلود شنبې یې د تجارت، مالیې او معرف کارونو ته ځانګړې کړې وه. یکشنبه یې له تجارانو، سفیرانو، او بهرنیو دیپلوماتانو سره کتل. دوشنبه یې د وزیرانو په مجلس کې برخه اخیسته. سې شنبې یې له وزارتونو را غوښتل شوي راپورونه کتل. چهار شنبه یې له خلکو سره کتل .او پنجشنبه یې هم د کرنې، عدلیې، امنیت... ستونزې څېړلې دې بوخت سړي به ان د جومې په ورځ هم د مال امامانو، قومي مشرانو او سپین ږیرو ....مشکلات اورېدل فکر په مخ کړم، سپېرې شونډې او تش ماغزه ژر غلامي ته ټټر وهي، خو دې سړي چټک .کار کاوه، خپل خلک یې له خوارې او بې تعلیمې ورځې را ایستل .په دې تشو ماغزو کې د الفبا د یوه ټکې اضافه کېدل هم برېتانیې ته خطرناک و په کابل کې مې د اوسېدو میاشت نه وه پوره چې تلګراف راغی، چانسلر په بېړه پېښور ته ور غوښتی وم. دوهمه ورځ مې پېښور ته ورسوله. چانسلر مې ولید، حیران شوم، له سلام او :کلام پرته یې په خوند وویل !ډېوېډ جونزه! له دې وروسته به ږېرې ته چاړه نه ور وړې_ سوزان یو دم چیغه کړه. په بېړه ودرېده، په ګریوان کې یې ګوتې ننه ایستې، پر وښو وړه ...څرمښکۍ ولوېده. ټام ته یې وکتل، خندل یې :سوزان منډه پسې واخیسته، خو ټام ګړندی و، سوزان ودرېده. په ستړې ساه یې وویل !احمقه! دا نو ټوکه وه_ :بېرته خپل ځای ته راغله. سپین تندي یې نرۍ ګونځې پیدا کړې !اه! نه_ ټیټه شوه، کتابچه یې د اوبو له ژۍ ور پورته کړه، د سر څو لندې پاڼې یې سره سریښ وې. کتابچه یې لمر ته کېښوده، خپل پالر ته یې وکتل، پر سیخونه پېیلو غوښو ته یې پکی واهه. .کشتۍ ته ورغله، ټېله یې کړه، د جهیل د اوبو سړه څپه یې زنګنو ته ور پورته شوه :د مور غږ یې واورېد !پام کوه_ سوزان په کیشتۍ کې کېناسته، د دواړو غاړو پاروګان یې ووهل، خو لنډه را وګرځېده، کتابچه یې ور واخیسته، بېرته کشتۍ ته ورغله، شېبه وروسته د جهیل په څنډه کې والړ کب نیونکي .کوچیني ښکارېدل سوزان پاروګان پرېښودل، کیشتۍ تر یوه ځایه کراره تله، وروسته ودرېده. سوزان ستوني ستغ پرېوته، کتابچه یې مخ ته ونیوله، پر سترګو یې سیوری راغی. سرې شونډې یې :وخوځېدې :م. کال_ د اپریل دیارلسمه_ د لویې پکتیا غرونه ۱۹۲۵ اه! د ږېرې له خارښته ستړی یم، ډېره اوږده شوې ده، یوه لوېشت، یا تر دې ډېره، نه _ پوهېږم! خو کله چې کښته ګورم، د ږېرې وېښته مې سترګو ته درېږي. خرېیلې ږېره نه .ښکارېده، خو اوس سپین ډکې له ورایه پکې وینم لمر دی، غرونه شنه لمبه کوي، تر سره په شنو ونو کې پټ دي. دلته دوې ورځې مخکې را ورسېدو، ابادي نه شته، تر اوسه مو یواځې د مرغانو آوازونه اورېدلې دي. دا ځای قدم شاه خوښ کړ، خوښ نه، له پخوا یې دلته راتګ په نیت کې و. یوې لویې او ارتې سمڅې ته یې .راوستم، پای یې نه مالومېږي، سوړ بوی پکې پروت دی قدم شاه سهار اته بجې له دوو کچرو سره ووت، دوه ساعته تېر شول، تر اوسه یې درک نه شته ما په دې دوو ساعتونو کې غزول شوی سیم له سره وکوت. مازې یو ځای ښکارېده، سل متره سیم په خاورو او ډبرو کې پټ و. بیا مې چلتار پر سر کړ، په آینه کې مې وکتل، سوچه عرب .وم .اه! په پېښور کې د تېرو څو میاشتو مهم ټکي هم په لیکلو ارزي اتیا کسان وو، دوې میاشتې مو په زېر زمینیو کې تېرې کړې، هر څه همالته ول. په دهلېز، اشپز خانه، کوټو، تشنابونو... کې ژېړ ګروپان بل ول. دوې میاشتې، پوره دوې میاشتې مو .یواځې خبرې واورېدې. خو ستړې خبرې نه وې، په دې موده کې مې ډېر څه زده کړل موږ ته به انګرېز، عرب، هندي او افغان استادان راتلل. د افغانستان د مختلفو قومونو، دود، کلتور، او عقیدو په باره کې به راته غږېدل، د جاسوسۍ نوي، عصري وسایل به یې راته .راوړل... د هرې وسیلې تشریح او اهمیت ډېرې خبرې غوښتې .دوې میاشتې وروسته یې نومونه راباندې کېښودل، مختلف نومونه مارګیر اغا، غیبګو، پیر کرم شاه، د مدینې خواجه... د هر یوه په نوم کې د پیر، اغا، خواجه، .خلیفه، حضرت،.... ټکي مهم ول. ماته یې د بغدادي پیر نوم انتخاب کړ یوه ژبه حتمي وه، دا اتیا کسان باید په پښتو یا فارسي، یوې ژبې پوهېدی، بس! له دوو کسانو پرته یوه هم د ژبې ستونزه نه درلوده. لومړی یو په ونه لوړ تک سپین انګرېز و، هغه ته یې د پیر ګونګه لقب وټاکه، بله چاره نه وه، ژبه یې نه وه زده، ګونګی یې کړ، ده باید یواځې لاسونه خوځوالی، نور کار یې افغان ملګري ته پرېښود، هغه به د پیر ګونګه له حرکاتو .اخیستې مانا خلکو ته ویله دوهم یو صوفي هندو و چې له هندي پرته په بله ژبه نه پوهېده. ده ته یې د دیو بند پیر لقب .ورکړ بیا یې اتیا کسان سره ووېشلو، څلوېښت دوه نفري ګروپونه یې جوړ کړل، له اته دېرشو .انګرېزانو، عربو او هندوانو سره یې یو- یو داسې کس ملګری کړ چې په سیمه کې بلد ول وروسته د څېرو له مخې تقسیمات شروع کړل. ډېر انګرېزان د افغانستان هغو سیمو ته وټاکل شول چې له اوسیدونکې سره یو رنګه ول. خو هندوانو او عربو دا مشکل نه درلود، دوی .هرې سیمې ته جوړېدل ما هم کومه ستونزه نه درلوده، انګرېز وم، خو رنګ مې کوم مشکل نه جوړاوه. ما او ارنس ته، چې اوس یې پیر کرم شاه باله وویل شول چې تاسو به ډیورنډ کرښې ته نږدې په دوو .مختلفو سیمو کې فعالیت کوئ قدم شاه یې ملګری راته وټاکه. قدم شاه له ونې ټیټ دی، تر لویشتې اوږده ږېره لري، په .چالاکۍ کې یې وړې ده په دې څلوېښتو ګروپونو کې لومړی د افغانستان شمالي برخو ته انتخاب شوې کسان ولېږل شول. نورو کومه ستونزه نه درلوده، یواځې تر کرښې په غرنیو پټو لارو واوښتل، وروسته یې له عامو موټرو او سړکونو استفاده کوالی شوای. خو د افغانستان شمال ته د انګرېزانو تګ .یو څه سخت و دوی لومړی د چترال له لارې بدخشان ته لاړل، بیا یې له هغه ځایه نورو سیمو ته مخه کړه. خو ما او ملګري کومه ستونزه نه درلوده، دوې کچرې مو واخییتې، لومړۍ مو لویو خلطو ته د جاسوسۍ وسایل، توپانچه، دوربین، مختلفې دواوې... او خوراکي مواد ور واچول، بیا مو دیني کتابونه ورباندې کېښودل، سپینو پګړیو، اوږدو ږېرو، چونډارو ګردو لمنو او د کچرو پر .سر ښکاره اېښودل شوو دیني کتابونو له شکه ایستلو .ان د وزیرو په یوه جومات کې مې لا د پټې خولې جمه هم ورکړه

کرار تلو، دوې شپې مو ستورو ته تېرې کړې، درېیم ماښام مو یوه کلي ته ور ووړ، ضرورت نه و چې ځانونه معرفي کړو، خلکو په خپله عالمان بللو، ویل یې چې د هندوستان .دینې مدرسو ته تللي عالمان بېرته خپلو کورونو ته روان دي .ماخستن یې غوړه ښوروا راته رواړه، سهار مو د شیدو له چایو سره تازه کوچ وخوړل ټوله ورځ مو مزل وکړ، پاتې شپه مو په غره کې تېره کړه، بل ماښام همدې غره ته را .ورسېدو بل ځای نه شوای تالی، قدم شاه دا غار پخوا هم لیدلی و، د دوو میاشتو زده کړې په وخت کې .یې انګرېز استادانو ته قناعت ور کړی و چې دا ځای د فعالیت د پېل له پاره ښه دی ستړي وو، شپه مو په خوب تېره کړه، خو سهار مو لومړی خوراکي مواد، دوا... او د جاسوسۍ وسایل د غار تیارې برخې ته یووړل، بیا مو سل متره سیم تر خاورو لاندې کړ، د سیم په دواړو خواوو پورې یوه یوه کوچینۍ دستګاه تړل شوې وه. یوه دستکاه مو په غار کې د اېښودل شویو کتابونو شاته پرېښوده، بله مو لاندې چینې ته نږدې د لویو ډبرو په مینځ کې .پټه کړه .اه! قدم شاه را روان دی، باید ورشم چې څه یې کړي دي .سوزان بله پاڼه واوړوله :بل یاداښت دوې اونۍ وروسته لیکل شوی و قدم شاه خوشاله و، ویل یې چې په غره کې یې د لېوانو انګوال اورېدلې وه، لیرې خوشې _ .کړې کچرې به بیا ونه وینې په لومړۍ ورځ مو څوک ونه لیدل، خو دوهم سهار مو د زنګولې ) شرنګوني( آواز واورېد، قدم شاه په منډه د باندې ووت، له سېرلي سره راغی، د تک تور سېرلي سپینه ټنډه ښکلې ښکارېده. قدم شاه د سېرلي کباب ته خوشاله و، خو ما ورته وویل چې حوصله وکه، دا کوچنی .سېرلی به لوی پسونه درته روالي زنګوله مې ترې خالصه کړه، تار مې ورپورې وتاړه، د سمڅې په تیاره برخه کې مې پورته را وځړوله. د تار بله څوکه مې تر کتابونو راوړه، دې تار د خاورو رنګ درلود، تر وېښته .نری و، له ځمکې سره نه ښکارېده :قدم شاه ته مې وکتل، سترګې یې رډې راختلې وې... ومې ویل .د سېرلي خوله ور وتړه، لیرې یې پټ که_ .سېرلي نارې کړې، قدم شاه خولې ته جورابه ور واغوسته. تر ښکرو یې ونیو، د باندې ووت ښه شېبه تېره شوه، بېرته راغی، خو کېناستلو ته مې پرې نه ښود، ورته ومې ویل چې له .چینې سره کېنه شنې غټې پېیلې مرۍ مې غاړې ته واچولې، دستګاه مې روښانه کړه، پوره یو پاو وخت مې غوږونه څک نیولي وو، خو د مرغانو له نریو نارو پرته مې بل څه وانه ورېدل. یودم د دستګاه له واړه لاوډسپېکره د ډبرو د رغړېدو غږ را ووت. بیا مې یو نری وار خطا آواز :واورېد !ته څوک یې؟! دلته څه کوې؟_ .د دستګاه غږ مې تر پایه پورې تېز کړ :د قدم شاه ناره مې واورېده .دخدای بنده_ .بیا له لاوډسپېکره د قدم شاه یوه لېونۍ، بې مانا چیغه را ووته ....لو لو لو لو لو ال_ :الوډسپېکر ته مې غوږ ور نږدې کړ. نري وارخطا غږ وویل !سېرلی مې ورک دی. تا نه دی لیدلی؟_ :قدم شاه د اوښ غوندې وغړمبېده، بیا یې وویل .پورته وخېژه! بغدادی پیر ته پټې مالومې دي_ چوپه چوپتیا شوه، له لاوډسپېکره یواځې د مرغانو غږ را ووت. دستګاه مې بنده کړه. د غار خولې ته مې وکتل، لومړی یو خړه خیرنه خولۍ را پورته شوه، بیا مې د یوه نهه_ لس کلن .ماشوم چاودې سپېره مخ ولید .ماشوم د غار په خوله کې ودرېد، وارخطا ښکارېده :مخې ته د پرانیستې کتاب پاڼې مې سره وروستې. ومې خندل !راځه، راځه! دنیایې کارو ته زړه مه خوره! تور سېرلی به خدای پیدا کړي_ :د ماشوم سترګې رډې راوختې. په خواره خوله یې وویل !ته له کومه پوه شوې چې زما سېرلی ورک دی؟ هغه هم تور سېرلی؟_ :ومې خندل .که بغدادي پیر په غیبو نه پوهېدای، نو نوم به یې بغدادي پیر نه و_
   نوربیا