بغدادی پیر:دریمه برخه

تاریخ
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عزیز الله حقپال

موږ یې بالاحصار ته بوتلو. یوه پاکه کوټه یې راکړه. له کړکۍ مې د باندې وکتل، تر بالاحصار لاندې ګڼ کورونه پراته ول، د پلخشتي د جومات ګمبدې لمر ته ژېړه لمبه کوله. لیرې د ارګ هسک دېوالونه .ښکارېدل، ور ها خوا پراخه ساحه شنو لوخو نیولې وه .بېرته پر کټ کېناستم :جورج وویل .له دې سړي (پاچا) وېره په کار ده_ .مخ مې ور واړاوه :جورج وویل .له هوښیار دښمنه ووېرېږه! دا سړی په هند کې هم ستونزې راته جوړوالی شي_ :البرټ وخندل !دومره یې هم مه لویوه_

:جورج وویل د پاچا په سترګو کې مې یوه ځلا ولېده، له خپلواکۍ د خوند اخیستلو ځلا! ښه به دا وي چې _ د برېتانیې حکومت یې په رسمیت وپېژني، که نه نو فکر نه کوم چې په اوسني افغانستان دې .قناعت وکړي، څه وخت وروسته به یې خبره تر اټکه وي !ومې ویل .زړونه مو غټ ونیسې! تر هغه وخته پورې به ونه رسېږي_ .دواړو راته وکتل :ومې ویل !د اوس له پاره تر دې ډېر څه مه رانه غواړئ_ :البرټ وخندل !نو ته په خپلو ملګرو هم بې باوره یې؟_ :جورج وویل البرټه! خپل وخت مه ضایع کوه! ډېوېډ جونز د استخباراتو مامور دی، تر اوسه به یې له _ .چانسلر او ملکې پرته، خپلې مور ته هم رښتیا خبره نه وي کړې .سوزان بله پاڼه واړوله. ډېوېډ جونز دوه کاله وروسته تاریخ لیکلی و :برېتانیوي هند_ کلکته_ ۱۹۲۲ م. کال_ د مارچ یوولسمه : نه وم، دوه کاله مې په لندن کې تېر کړل، تېره اونۍ کلکتې ته راغلم، د یاداښت کتابچه مې _ .همدلته پرېیښې وه ورک یې که! څه ولیکم، ماغزه مې اېشي، هغه وطن (افغانستان) مو په رسمیت وپېژاند چې .داخلي او خارجي سیاست یې زموږ په واک کې و خو چاره نه وه. حالات تر دې نور هم سختېدل، په قبایلې سیمو کې خلک را پاڅېدل، لوی تاوانونه یې را ورسول، ملکه مجبوره شوه چې د هنري ډابس په مشرۍ کابل ته یو لوړ رتبه هیئت ور ولېږي. ډابس له شاه امان الله  خان سره رسمي تړون لاسلیک کړ، د افغانستان .خپلواکي او حاکمیت په رسمیت وپېژندل شو خو کاشکې یواځې افغانستان وای، په راجستان، کشمیر، کوټه... کې هم ځینې قبیلې را پورته شوې دي، دوی زړور نه ول، پوهېدل چې پر برېتانیې وار د زمري زړه غواړي، خو له امان الله  خانه یې زده کړل، اوس امان الله  خان ته په ټول هند کې د آزادۍ د سمبول په سترګه کتل کېږي، .په جومات، مندر او کلیسا کې د افغانستان د آزادۍ خبرې تودې دي دې سړي ډارن خلک زړور کړل، اوس د ډېرو زړونو ته لوېدلې چې له برېتانیې خپلواکي .اخیستی شي .اه! که دا سړی (امان الله خان) تر ستوني ونه نیسو، نو هند مو له لاسه وتلی بوله :کابل_ ۱۹۲۳ م. کال_ د می اتمه !د تېرې یوې میاشتې یاداښتونه_ په رڼو اوبو کې مې ګوتې ننه ایستې، اوړی او دومره سړې اوبه؟! له پورته پاخه توتان راغلل، لپه مې ډکه کړه، اوبه مې له توتانو سره تېرې کړې، سړې اوبه او خواږه توتان! تر .دې دمه مې داسې خوند نه و څکلی سر مې هسک کړ، تر شنو ونو پورته د پغمان د غره څوکې لاسپینې وې. هینګاری راغی، ور ومې کتل، موټر ته کتار خرې ولاړې وې. ورغلم، سړک تنګ و، موټر مې څو ځله شاته .او مخته کړ، ایله د خرو د تېرېدو لاره پیدا شوه .خو بیا هم د یوې خرې ربړي ځولي د موټر د څنګ شیشه کږه کړه .بېرته د رڼو اوبو پر ژۍ کېناستم، څړپ شو، د خرې اوربوز په اوبو کې ننوت :یو غږ مې واورېد ټینک یو (مننه(_ .شاته مې وکتل، یوه بوډا خړه خره له پړي نیولې وه، راته موسک و :بوډا وویل !!!!!پرنګی، پرنګی؟_ حیران شوم، د امان الله خان د پاچاهي په دې څلور کاله کې ډېر بدلون راغلی و، زما په څېر شپو خولۍ، نېکټایي او دریشي ډېرو دولتي مامورینو درلودې، څېره مې هم د دوی غوندې وه، !نو دې کلیوال او ساده سړي له کومه وپېژندلم؟ :ومې ویل !څنګه وپوهېدې چې زه انګرېز یم؟_ :دا ځل د بوډا سترګې رډې راوختې، په خوند یې وویل !ته خو سمه پښتو وایې_ :غلی شو، موټر ته یې اشاره وکړه، ویې ویل .د موټر پر دروازه دې د پرنګیانو د شاهي حکومت نښه ده_ .اه! دهقان سړی او دومره مالومات_ :ومې ویل .له کومه پوه شوې_ :سړي وخندل د پاچا سیوری دې خدای زموږ له سره نه لیرې کوي، ټولو کلیو ته یې مالمان را لېږلي، _ وړو، زړو ته درس وایي، ایله د لمانځه په مانا وپوهېدو، لیکل او لوستل مو زده کړل، ستاسو .د بیرغ عکس او د حکومت نښه مې هم په یوه کتاب کې لیدلې وه :سړي د خرې له ځولۍ لنده ټوټه لیرې کړه، ویې ویل .نازک بدنې مڼې دي، ښار ته یې د خرڅلاو له پاره وړم_ .دوې مڼې یې راته ونیولې، د خرې پړی یې کش کړ، بېرته سړک ته وخوت یوه مڼه مې په اوبو کې ووهله، خرپ مې ترې وایست. موټر ته ور وختم، وېره نه وه، دې خلکو د پاچا په یوه امر تورې راپسې را واخیستې، خو په بل فرمان یې د خولې ګوله راسره .جال کوله! سوله وه، په سوله کې خلک زموږ په وینو پسې نه ګرځېدل مخکې لاړم، یو ځای پخه ودانۍ جوړېده. موټر مې همالته ودراوه. د لرګي وړه لوحه مې .ولوسته، لیکلي و: (( طاق ظفر_ د استقلال څلی (( ورغلم. ګڼو کاریګرو کار کاوه. یو دریشي کړي ځوان لاس راکړ، په بل لاس کې یې کاغذ و، .له لیکلو یې وپوهېدم چې د منار نخشه ده یوه ماشوم د لرګي څوکۍ راوړه، کېناستم، ځوان هم د موټر له نښې پوهېدلی و چې د برېتانیې .په سفارت کې کار کوم. نور یې هم خبر کړل :د یوه ماشوم تندی سره ورغی .اوف! پرنګی کافر_ .خو یوه کاریګر سپک کړ، ویې ویل چې مېلمه دی .د منار پوښتنه مې وکړه، دریشۍ کړي ځوان وویل، چې د پاچا په امر د آزادۍ څلی جوړوو دې ټکي یوه مانا لرله، له انګرېزانو آزادي، خو دا ځوان په نزاکت پوهېده، د انګرېز نوم یې .زما د غرور د ماتېدو په خاطر وانه خیست :ځوان ته مې وکتل !له پاچا ډېر خوشاله یاست_ :ځوان وخندل .له داسې چا به ولې نه یو خوشاله چې ان زموږ د کور د مصارفو فکر هم ورسره ده_ .په حیرانۍ مې ورته وکتل :ځوان وویل ګوره! په لاس کې نیولې پیاله دې یو ساده مثال ده! په موږ کې مېلمه سپېرې سونډې نه _ پرېږدي، یو چا به پور کاوه، خو مېلمه ته به یې شیدې، وچه یا تازه مېوه یا کتغ تیاراوه. افغانان نیسمتن خلک دي، دې سړي فکر وکړ، تجاران یې تشویق کړل، په لومړي ځل یې دې وطن ته چای را ووړ. هم ارزانه دي، هم دود بایده پر ځای کېږي او هم د صحت له پاره ګټه لري. پخوا به خلکو د سیندونو او ویالو اوبه څښلې، د ډېرو معدې به خرابې وې، خو اوس .اوبه جوش کړه، لږ چای ور واچوه، هم خپله ستړیا پرې لیرې که، هم د مېلمه پرده وکه ډله ماشومان راغلل، له ټوټو جوړې ډکې کڅوړې پسې زنګېدلې. یو لس، یوولس کلن ماشوم نږدې راته کېناست، د کڅوړې پوښتنه مې ترې وکړه، لڼډ یې راته وویل چې د مکتب کتابونه .دي یو کتاب مې را واخیست، په لومړیو دوو مخونو کې یې حمد او نعت شریف لیکلي وو، درېیم او څلورم مخونه یې د آزادۍ په اړه ول... نورې پاڼې مې واړولې، ساده ژبه یې درلوده، څو مخه د وطندوستۍ خبرو ډک کړي ول، بیا د افغانستان د دوو- دریو والیاتو په اړه لنډ مالومات وو. وروسته د یوالي او اتحاد په باره کې یوه لنډه کیسه راغلې وه، بیا د پاکو اوبو د اهمیت په .اړه یو ساده شعر و.... دا کتاب یواځې یو کال مخکې چاپ شوی و کڅوړه مې وکته، دوهمه سیپاره، دیني ښوونه، حساب... د خطاطۍ د مشق لرګینه دړه. نی، .رنګ... پکې پراته ول :په زړه کې را تېره شوه ډېوېډ جونزه بچو! څومره چې وخت تېرېږي، په هماغه اندازه به ددې خلکو غلطېدل ګران کار وي ماښام سفارت ته راغلم. د سفیر ټنډه تروه وه، ویې ویل چې په جلال آباد کې یې هغه په .زرګونه اخبارونه سوځولي دي چې له برېتانوي هنده کابل ته راتلل علت مې وپوښت. سفیر په تلیفون کې له محمود طرزې سره غږېدلی و، هغه ورته ویلي و چې په دې اخبارونو کې ډېر داسې مضامین راغلي دي چې زموږ په خلکو کې مذهبي نفاق .خپروي او د افغانستان ملي حاکمیت او آزادي ته زیان لري سفیر د محمود طرزي له خولې را ته وویل چې له دې وروسته به د ډیورنډ پر کرښه هغه .اخبارونه او مجلې چاڼ کېږي چې له برېتانوي هنده دې وطن ته راځي کوټې ته لاړم. ستړی وم، خو ما باید د ورځې را پور لیکلی وای. یواځې زه نه وم، په کابل ښار کې دوو سوو کسانو وظیفې درلودې چې د هرې طبقې نظریات مالوم او سفیر خبر کړي. په دوی کې انګرېزان کم ول، زه او څلور نور هغه کسان چې ژبه یې زده وه او څېرې یې افغانانو ته پاتې کېدلې. نور هغه افغانان، هندوان او سکان ول چې د مالوماتو په بدل کې یې له سفارته پیسې اخیستې ستړې ورځ، ارام خوب لري، تر سهاره ویده وم. جومه وه. ولمبېدم، افغاني جامې مې واغوستې، جګه شمله مې ودروله، د سور بازار تنګو کوڅو ته ورغلم. دوکانونه له مختلفو اجناسو ډک ول، د لوښو یوه لوی دوکان ته ودرېدم، د روسیې ساخت له پتنوسونو، .چایجوشونو... چاینکو ډک وو :یوه ښکلې میناتورې شوې پیاله مې را واخیسته، روسۍ وه. دوکاندار ته مې وویل .لاهوري کاسې مې په کار دي_ :دوکاندار وویل پخوا خو مو سترګې تړلې وې، فکر مو کاوه چې هر څه په لاهور او ډهلي کې دي، خو _ پاچا دې خدای تر ډېره راته ژوندی لري، په تجارت یې وپوهولو، له نورې دنیا سره یې بلد کړو، له سفیرانو سره یې کېنولو... زما په څېر ګڼ نور تجاران په کال کې دوه- درې ځله ایران، ترکیې او روسیې ته ځي، هلته خریداري کوي، تر لاهوره په کمه بیه، ښه جنس په .لاس راځي پیاله مې واخیسته، د غالیو خرڅولو کوڅې ته ور وګرځېدم، یو چاغ ترکمن په بیړه د لرګي .چوکۍ راته سمه کړه. دوکان له رنګارنګ غالیو ډک و !سړي څو غالي سره واړولې، یو دم یې ناره کړه اقچه یې، کندوزي، بشیري، مور، خرسک.... کومه قالینه غواړئ؟_ .غلی وم :سړي د قالینو د رنګ، جوړښت او کیفیت په اړه اوږدې خبرې وکړې.... ومې ویل !پر هاغه نورو قالینو مو ولې سپینه ټوټه هواره کړې ده؟_ :سړي وخندل، چوخۍ سترګې یې لا پسې تنګي سوې، په خوند یې وویل .هغه به دې نه شي خوښې، خارج ته ځي_ .حیران شوم :سړي سپینه توټه لیرې کړه، ویې ویل موږ (فغانان) سرې غالۍ خوښوو، خو په دې غالیو کې نور رنکونه هم راغلي دي، ګالن _ .او نخشه یې هم فرق کوي .یوه وړه قالینچه مې راپورته کړه، د برېتانیې د ملکې عکس پکې اوبدل شوی و :سړي وویل کال مخکې یې د غالیو ټول سوداګر وزارت ته ور وغوښتل، درې ورځې یې درس راکړ، _ پوه یې کړو چې اروپایان څه رنګ او کوم چاپ قالینې خوښوي. یوه جوپه غالۍ مو اروپا ته ولېږلې، ښې پیسې یې راته جوړې کړې، له موږ سره د غالۍ اوبدونکو ګېډې هم مړې شوې. .اوس مو په مزار، کندوز، اقچه، بغالن... کې نوي فرمایشونه ور کړي دي :ولاړ شوم، ومې ویل .وبخښه! زحمت دې وایست، خو څه مې وانه خیستل_ :سړي وخندل .که کوم دوکاندار خندا او حوصله ونه لري، دوکاندار دې نه کوي_ :ومې ویل .دا خو چینایي متل دی_ هو! موږ کله کله وزارت ته ور غواړي، د تجارتي اجناسو د راکړې ورکړې او اخلاقو په _ باره کې راته غږېږي، دا خبره مې هم همالته زده کړې ده، که خدای کول، نو راتلونکی .پسرلی ځینې تجاران ترکیې ته لېږي. وایي چې په تجارت کې به نوي څه زده کړي .له سړي مې خدای پاماني واخیسته لنډ را تاو شوم، تنګه کوڅه له قفسونو ډکه وه، د مختلفو مرغانو آوازونه تېره لګېدل. یوه دوکان ته ودرېدم، غولی له سویانو او کوترو ډک و، پورته د لرګي ګڼ قفسونه را ځړېدل. یوې مرغۍ ته مې وکتل، د ستونې سپینې پستې بڼکې به یې وپړسېدې، اخیستې هوا به یې په .خواږه غږ بدله شوه :بوډا په بېړه وویل !خوښه دي شوه، ارزانه ده؟_ :ومې ویل .نه_ :یودم یې بې غاښونو خوله خالصه شوه، په خوند یې وویل !ها خو سم ووایه چې کوتر باز یې_ :تر لاس یې ونیولم، تنګ دوکان ته ننوتم، کوترو ته یې اشاره وکړه، ویې ویل !شیرازۍ، چپه پرې، ملاقي، بال سفېد، زردچه... کوم ډول کوتره غواړې؟_ :زما ځواب ته ماتله نه شو، یوه سره کوتره یې ونیوله، ویې ویل که د کوترو له ملاقه خوند اخلې، نو تر دې کوترې مه تېرېږه، په هوا کې په یوه سا اوه ځله _ را اوړي. هو! خو که د نورو د کوترو د نیولو شوقي یې بیا هاغه توره کوتره واخله، یو خو .له سېله نه جال کېږي، بل په هر ځل الوتو خامخا یوه بله کوتره درته راولي :یوې وړې نجلۍ یو کوچینی پتنوس راووړ. د بوډا ټنډه تروه شوه، په خشکه (غصه) یې وویل !ولې مکتب ته نه یې تللې؟_ :د نجلۍ خړې شونډې وخوځېدې .ناروغه یم، تبه مې ده_ .بوډا پتنوس ور واخیست، نجلۍ بېرته له دوکانه ووته :ومې ویل !څه دې ده؟_ بوډا د لرګي په دړه د سنیو دسترخوان هوار کړ، د کاسې له سره یې برغولی وښویاوه، په کورتو کې لنده شوې ډوډۍ وه. څنګ ته ایښې بدنۍ یې کږه کړه، پر خړه خاوره خړې اوبه :تویې شوې. ماته یې وکتل، د ټنډې کونځې یې ال سره ننوتې وې، ویې ویل !ډوډۍ خورې؟_ .نه_ .نو رڼا را پرېږده_ .د دوکان له دروازې څنګ ته شوم :بوډا د پاستې ژۍ ور پرې کړه، په ډکه خوله یې وویل وبخښه، دې لمسۍ مې ماغزه را وخوړل، بانې کوي، پرون هم مکتب ته نه وه تللې _ :ومې ویل !خو نه دې ځې_ :بوډا برګ راته وکتل .تا لکه چې د پاچا فرمان نه دی اورېدلی! مکتب یې پر نجونو او هلکانو جبري کړی_ :ومې ویل .نو ته د پاچا له وېرې خپله لمسۍ مکتب ته لېږې_ :بوډا خپلې خړې ګوتې وڅټلې، ویې ویل .د وېرې خبره نه ده، د پاچا نا فرماني ګناه لري_ :ومې ویل خو دا انجوني لویېږي، حساب، هندسه او نور کوپري کتابونه به ووایي، ټکری به لیرې _ ....کړي، په مکتب کې به نوې نخرې زده کړي :د بوډا ټنډه تروه شوه ته څنګه افغان یې چې په خپل پاچا باور نه لري! هغه چا چې موږ ته یې عزت را وباښه، _ !له کوپره یې خالص کړو، وطن یې آزاد کړ، د هغه په اړه څنګه داسې چټیات وایې؟! وځه :په بېړه له دوکانه ووتم، د بوډا له غوسې ډک غږ راپسې راغی !د پرنګي جاسوسه_ د سفارت لاره مې ونیوله. د پل خشتي جومات ته ګڼ شمېر خلک ور روان ول. د مال تېره .غږ راته، د جومې د لمانځه په خطبه کې یې امان الله خان د خدای د رحمت سیوری ګاڼه درې ورځې له سفارته ونه وتم، ما باید کلکتې ته میاشتنی راپور تیار کړی وای، سخته وه، د .خپلو جاسوسانو په واسطه ځینې را ټول شوي مالومات مې په شفر کې لیکل ماخستن مې لیکلی راپور له سره کوت چې د شعبې دروازه له دېوال سره ولګېده، سفیر و، .وارخطا ښکارېده، ویل یې چې ارګ ته یې ور غوښتې یو .
 نوربیا