بغدادی پیر دوهمه برخه

تاریخ
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عزیزالله حقپال

د مطالعې ګروپ یې ولګاوه، ځای ځای پاڼې یې واړولې، مسلسل تاریخونه یې نه درلودل، کله  کله به د یو  اوبل یاداښت تر منځ میاشتی او ان کلونه وتلي ول .
بیرته لومړی پاڼی ته راغله  دسوزان غور نیکه (ډیوډ جونز)لیکلې ول :بریتانیوی هند  لاهور ۱۹۱۹ م کال ـ د فبروری اوویشتمه

نا ارامه یم کیسه معلومه ده غرمه می هندی شراب وڅښل ، ښه نه وه،پر زړه مي ترخي اوبه را اوشتي....نیم ساعت مي تشناب کی تیر کړ، بی ګټې وه اخیر مي د میلمستون زړې خدمتګارې (راني) ته ورغږ کړل،له جارو سره راغله ګیډي ته مي

غبرګ لاسونه نیولې‎ ول،له درده تاویدم،داکتر می راوغوښت راني د باندي ووته،شیبه ورسته یی یو کوچینې خیرن بوتل راته ونیو ،ویی ویل یوناني دوا ده ،دنس تاو به دی ښه کړی،یو خرپټ شنه رنګه پوډر می له اوبو سره تیر کړل،د رانی خبره سمه وه ، سات ورسته می دنس چونګاری ودرید.
  ماسپښین یو عسکر راغي، سلامي یی ووهله ، یو کاغذ یی راته ونیو . حیران شوم،چانسلرلاهورته راغلی وه عاجل یی غوشتی وم،په بیړه می په ځان اوبه تیری کړي، ژمې دې،خو اوبه تودي لګیدي،دریشي مي واغوسته، پر کوټ بند ایشي خولۍ ته مي لاس وروغزاوه ، د باندي په څلورو اسانو پوري تړلي ګاډۍ ولاړه وه

وروختم ، لاهور بازار له ګڼه ګونۍ ډک وو، د هندي تیزو مصالو بوي ته . ګاډۍ یوي تنګي کوڅی ته ورننوته ،له اذانونو سره د پایزیبونو دشرنګا غږونه ګډ ول،څوک جوماتونه ته تلل .... څوک درمسالونه روان ول،چا درقاصو ننداره کوله .
ګاډۍ یوې پخوانۍ کلا ته ننوته. دا کلا په لاهور کې د انګرېزانو لوی مرکز و. اوږدې کوټې ته ورغلم، له پوځي منصبدارانو ډکه وه. د چانسلر ډبل، اوږده برېتونه ځړېدلي ول. خولۍ مې
. د سلام په دود له سره کښته کړه، پر اوږده مېز پورې جوخته څوکۍ مې راکش کړه، کېناستم. د څنګه ملګري البرټ ته مې کتل، اوږې یې پورته واچولې، لاهور ته د چانسلر د ناڅاپي خو تردی دمه.راتګ په علت نه پوهېدم چانسلر په برېټانوي هند کې د سر سړی و، ما ډېرې ناستې ورسره کړې و.

مایې لاسونو ته وکتل، پنډې، سرې سترګې یې لړزېدلې... چانسلر ودرېد، غاړه یې صافه :کړه، ویې ویل !د افغانستان له حالاتو خبر یاست؟_ :ټول غلي ول، البرټ ودرېد .هو صیب! پاچا حبیب الله خان یې د لغمان په کله ګوش سیمه کې وواژه. غلی شو:چانسلر وویل !همدومره؟_ .نه! څه موده مخکې یې زوی امان الله خان پاچاهي اعلان کړه_ !د امان الله خان په اړه څومره معلومات لرې؟_ !البرټ بله خبره ونه کړه چانسلر د تنباکو له پاڼو جوړ، پنډ سګریټ ولګاوه، !له خولې یې سپېره لوخړه  راووته، یودم یې چیغه کړه !اېشورام چېرته ده؟_ :دروازه خلاصه شوه، انګرېز پوځي سلامي ووهله، په زوټه یې وویل .صېب! اېشورام همدا اوس را ورسېد، خو نېغ تشناب ته لاړ_ البرټ ته مې وکتل، لاندینۍ شونډه یې په غاښونو کې ټینګه نیولې وه، ګېډه یې پورته پورته .غورځېده، په مخ کې یې راټولې شوې وینې وپوهولم چې خندا یې په ډېره سخته کابو کړې ده .نورو ته مې وکتل، ټولو جدي څېرې نیولې وې اېشورام مې وپېژانده، هندو و، خو صافه پښتو یې ویله، ده په کابل کې د یوناني طب کار .کاوه، خو په اصل کې یې د برېتانوي هند تنخوا خوړله :اېشورام وویل زما دوکان د کابل مراد خانې ته نږدې دی، څو ورځې مخکې پر سپین آس یو سپور ځوان _ راغی، ځوان ښایسته ښکارېده، غټې سترګې، سپین مخ او نري برېتونه یې لرل، ورنږدې شوم، امان الله خان له ګارډ او عسکرو پرته یواځې راوتلی و، له تېکي راوتلې توره یې لمر ځلوله.... خلک خبر شول، دوکانونو ته قلفونه ور ولوېدل، ارته میداني له سلګونو یا هم .زرګونو کسانو ډکه شوه ځوان پاچا ناره کړه، اولس یې د خپلواکۍ اخیستلو ته را وباله، ده یو سر لوړی، آزاد او پرمختللی افغانستان غوښت.... په خبرو کې یې زور و، خلک یې د انګرېزانو پر ضد پاڅون ته رابلل .اېشورام شل دقیقې خبرې وکړې، کېناست .چانسلر له جېبه یو کاغذ را وایست امان الله خان برېتانوي حکومت ته لیکلي وو چې افغانستان باید د یوه خپلواک هېواد په توګه .په رسمیت وپېژني وروسته یې د ناستو کسانو نظر واخیست. ټول په یوه خوله ول، د امانالله خان لیک یې هسې باټې وګڼلې، ویې ویل چې یو کمزوری پاچا د برېتانیا د لویې امپراتورۍ پر وړاندې هېڅ هم نه دی، دا ماشوم بې ارزښته وګڼۍ، همداسې یې پرېږدئ، د لیک ځواب مه ورکوئ، خو اېشورام قناعت نه کاوه، ویې ویل چې له امان الله خانه وېره په کار ده، ما تر دې پخوا په یوه افغان کې هم داسې د آزادۍ شور او له انګرېزانو دومره ډېره .کرکه نه وه لېدلې سوزان کتابچه کېښوده، تشناب ته لاړه. مخ ته یې څو لپې اوبه ور واچولې، بېرته پرکټ اوږده :وغځېده، پاڼه یې واړوله :
برېتانوي هند_ لاهور_ ۱۹۱۹ م. کال_ د اګست لسمه د شپې یوه بجه ده، ویښ یم، اعصابو مې کار پرېښی ده! یوه ځوان پاچا څنګه یوې لویې _ امپراتوري ته ماتې ورکړه! زړه ته مې نه لوېږي، خو واقعیت دی، موږ په څو جبهو کې مات شوو، تش لاس خلکو توپونه او طیارو ته غېږې ورکړې، ترپ، پر ځمکه یې را وویشتل. .سخته ده! لویه برېتانیا یې وشرموله :برېتانیاوي هند_ الهور_ ۱۹۱۹ م. کال_ د سپټمبر دوه وېشتمه سهار په خړه تیلیفون راغی، چانسلر ور وغوښتم. نیم ساعت وروسته یې راته وویل چې _ !بار او بستره دې وتړه. له څو نورو کسانو سره به کابل ته ځې دې ناڅاپي سفر ته نه وم تیار، خو د چانسلر تریو تندي وپوهولم چې اضافه خبره مې په ګټه .نه ده. چانسلر راته وویل چې په کابل کې زموږ د یو څو کسانو موجودیت ضرور ده سل زړونه مې سره وتړل، ناروغي مې بانه کړه، ورته ومې ویل، چې که امکان ولري، بل څوک ولېږه، خو قناعت یې ونه کړ، دی پوهېده چې دې ماموریت ته تر ما بل غوره کس نه .شي موندالی زه د برېتانوي هند په ټولو سیمو کې ګرځېدلی وم، د خپل پنځه دېرش کلن ژوند څوارلس کاله مې د برېتانوي هند په استخباراتو کې تېر کړي ول، له بنګاله رانیولې، د ایران تر سرحده بلد وم، شپږ کاله مې له شاه حبیب الله خان سره په دربار کې د مشاور وظیفه درلوده، د افغانانو خوی، رواج، ښه او بده رامالومه وه، په پښتو مې صافې خبرې کوالی شوای. له قوارې هم .انګرېزانو ته نه پاتې کېدم مور مې ایټالیاوۍ وه، د افغانانو غوندې رنګ یې درلود، تورې سترګې او تور وېښته مې له .موره وړي ول

:کابل_ ۱۹۱۹ م. کال_ د اکتوبر څلورمه پرون یې راته وویل چې له غازي امان الله خان سره به سبا په لسو بجو ګورئ، خو البرټ _ . !رایاده کړه چې افغانان وخت ته ارزښت نه ورکوي، د سهار ناشتا مو په کراره وخورئ البرټ تک سور، چاغ سړی دی، سره ډبل برېتونه لري، په خوراک ډېر وخت تېروي، ستمی یې خېژي. له هرې ګولې خوند اخلي. خو زموږ د سفر بل ملګری څلور هډوکي خوار بوډا دی. که یې د بدن غوښه ترې وتراشې، نو په تول څلور کیلو نه ترې جوړېږي، خو پزه یې تر اندازې زیاته اوږده ده، ډېر نه خاندي، خو کله چې وخاندي، پورتنۍ شونډه یې په پزه کې ورکه شي یوولس بجې ارګ ته ورسېدو، یو په ونه لوړ دریشي کړی ځوان راغی، موږ یې یوه لوی سالون ته رهنمایي کړو، بخښنه یې وغوښنه، ویې ویل چې پاچا په لسو بجو ورغوښتي وئ، خو تاسو ناوخته راغلئ، پاچا له یوولسو تر دوولسو بجو پورې له ځینو قومې مشرانو سره .ګوري :ځوان غلی شو، ویې ویل پاچا د ماسپښین له لمانځه وروسته بله غونډه لري. خو زه به احوال درته راوړم، شاید د _ .ډوډۍ پر وخت مو ور وغواړي .ځوان له سالونه ووت :البرټ وویل .له ساده سړي سره نه یو مخامخ_ .حیرانې سترګې مې ور واړولې په آسیایي هېوادونو کې مې ډېر پاچاهان لیدلي دي، خو دا سړی (آمان الله خان) لومړنی _ .پاچا دی چې وخت ته آرزښت ورکوي یوه خدمتګار له شیدو ډک ګېلاسونه او کولچې راته راوړې. له کړکۍ مې د باندې وکتل، د ارګ لوړ، ډبرین دېوالونه پاک ول، یوه بوډا له نري سړک څخه د ونو وچې پاڼې جارو ....کولې .ارګ مې پخوا هم لیدلی و، خو دومره پاک نه ښکارېده د باندې ووتم. سوړ باد لګېده، په چمن کې د ګچو سپینې لیکې تېرې وې. پورته مې وکتل، د .شیر دروازې د غره پر څوکو د واورې نری پېروی پروت و سګریټ مې ولګاوه. د جارو غږ نږدې و. یوه شېبه ودرېدم، د مني لمر ته مې په سختۍ هډونه .تاوده شول، نیم سوخته سګریټ مې په چمن کې واچاوه، تر ډېره مړ لوګی ترې خوت .بوډا راغی، نیم سوخته سګریټ یې ور پورته کړ، په جارو شویو پاڼو کې یې واچاوه :بوډا ته مې وویل په چمن کې یې دا سپینې لیکې ولې جوړې کړې دي؟_ بوډا را وکتل، څه یې ونه ویل، لاړ، د ګل تر بوټي لاندې لوېدلی کاغذ یې ور واخیست، بېرته :راغی، کاغذ یې په لاسي کراچۍ کې واچاوه، ویې ویل .پاچا امر کړی چې د نیالګیو د اېښولو له پاره کتار کندې وکیندئ_ :ومې ویل !خو نیالګي د حوت په میاشت کې اېښودل کېږي _ :بوډا وخندل خو پاچا بل څه وایي. وایې چې یو خو به کتار تیار وي، بل دا چې د ژمي واورې او _ .یخونه به د کېندل شویو کندو خاوره نوره هم پسته کړي. پسته خاوره د نیالګیو ودې ته ښه ده !نو پاچا مو په باغوانۍ پوهېږي؟_ :بوډا وخندل .پاچا په ډېرو شیانو پوهېږي، کم کتابونه خو نه لولي_ :ومې ویل !ته له څه وخته راهیسي دلته په ارګ کې یې؟_ :بوډا وویل په ښار کې مې سوالګري کوله. پاچا موټر راته ودراوه، خواست یې نه و خوښ، ورته ومې _ ویل چې نو څه وکم! لس– یوولس عیاله راپسې دی، ډوډۍ غواړي. بس! دلته یې راوستم. کار مې اسانه دی، د سړکونو په جارو کولو کې پیاوړی یم. د میاشتې په اخېر کې تنخوا راکوي، .تر بسه هم پسې تېره ده پوډا کراچۍ ټېله کړه، وچې پاڼې یې ورسره یو وړې بېرته سالون ته ورغلم. پنځه کمې دوولس بجې مې ځینې غږونه واورېدل، تر کړکۍ مې ور وکتل، له مخامخ ودانۍ ګڼ کسان را ووتل، تورې او سپینې پګړۍ یې تړلې وې. یو تک سپین مخ مې ولید، ودرېدم، امان الله خان مې په لومړي ځل ولید، لیرې و، خو غټې سترګې او تور .برېتونه یې واضح ښکارېدل پاچا له ټولو څخه په غېږ خدای په اماني واخیسته، څو کسان یې پر لاسونو ور ټیټ شول، خو .پاچا خپل لاسونه شاته ونیول، د لاسونو ښکلول یې نه خوښېدل ډله له ارګه ووته. ځوان راغی، موږ یې له امان الله خان سره لیدو ته و بللو. ځای ځای پر .نري، تازه جارو شوي سړک شنه النده نصوار پراته ول :اوږد دهلېز ته ور ننوتو، له مخامخ کوټې یو غږ راغی دوی باید خپل شخصیت ته درناوی ولري، زه عادي انسان یم، ضرور نه ده چې زما _ .لاسونه ښکل کړي .رهنما ځوان دروازه وټکوله کوټه وړه وه، امان الله خان او یوه بل په عمر پوړ سړي لاسونه راکړل. پر څوکیو کېناستو. البرټ د ناوخته را تلو په خاطر بخښنه وغوښته. پاچا په عمر پوړ سړی معرفي کړ، د پاچا .خسر او د دفتر مشر محمود طرزی و البرټ د چانسلر لیک ورته ونیو، په لیک کې له شاه امانالله خانه غوښتل شوي و چې د .مناسباتو له پاره د دوی څو کسانو ته په کابل کې د اوسېدو اجازه ورکړي. پاچا لیک ولوست وروسته یې اوږدې خبرې وکړې، ده د برېتانیې په شمول له ټولو هېوادونو سره متقابلې دوستانه اړیکې غوښتې... بیا یې د برېتانیې ملکه په دروند نوم یاده کړه، ویې ویل چې دواړه خپلواک هېوادونه د اقتصاد او سوداګرۍ په برخه کې له یو بل سره ډېره همکاري کوالی .شي... خو شرط یې دا دی چې برېتانیه باید افغانستان د یوه خپلواک هېواد په توګه وپېژني پاچا نیم ساعت خبرې وکړې، په خبرو کې یې د خپلواک افغانستان نوم ډېر یاداوه، خو د .)خپلواک) ټکی زما زړه خوړ، دې سړي یواځې څو ورځې مخکې د برېتانیې امپراتورې ته ماتې ورکړې وه، ډېر انګرېزان یې تر تېغ تېر کړي ول، خپلواکي یې اخیستې وه... خو اوس یې په خبرو کې کرکه نه لیدل .کېده، خبرې یې تودې او له مینې ډکې وې. دی د خپل هېواد د اقتصاد په فکر کې و شل کمې یوه بجه ډوډۍ راغله، د وریژو په مینځ کې لږه غوښه ایښې وه، خو ما د ده د پلار .دسترخوان هم لیدلی و، پر مېز به د لوښو ځای نه کېده امان الله خان دوه ځلې دېوالي ساعت ته وکتل، خو البرټ ال خبرې کولې... پر پښه مې یې د .بوټ څوکه ور کېښوده، خوله یې بنده شوه .د خدای په امانۍ پر وخت مو پاچا ته لاس ورکړ، لاس یې تود او له انرژۍ ډک راته واېسېد .په وره کې مې نوک ونیو، شاته مې وکتل، امان الله  خان په یوه پنډه کتابچه کې څه لیکل پېښور ته د بېرته تګ له پاره طیاره دوې ورځې وروسته راتله. موږ یې باالحصار ته بوتلو.
نور بیا