د هند مشهوره سندرغاړې لتا منګېشکر د ۹۲ کالو په عمر مړه شوه

په زړه پورې مطالب
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times



لتا منګېشکر له ۳۰ زره ډېرې سندرې ویلي دي.

د هند خورا مشهوره سندرغاړې لتا منګېشکر چې لسګونه زره سندرې یې ویلي، د ۹۲ کالو په عمر مړه شوه. لتا منګېشکر تېره جنورۍ کې پر کورونا وېروس له اخته کېدو وروسته د هند مبمۍ ښار په یوه روغتون کې بستري شوې وه.



د هند یوه فدرالي وزیر نیتن ګډکرې د یکشنې پر ورځ د لتا مړینه تایید کړه.

لتا په نژدې نیمه لسیزه کې په ۳۶ ژبو تر ۳۰ زره ډېرې سندرې ویلي دي. خو د بالیووډ هندي فلمونو له کبله لتا منګېشکر ډېر شهرت وموند او خورا ډېر درناوی ورته کېده.

هندي ولسمشر رام نات کوویند د لتا منګېشکر د مړینې خبر 'زړه ماتوونکی ' بللې او په وینا یې لاسته راوړنې به یې بې سیاله پاتې شي.

لومړي وزیر نرېندرا مودي په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، د لتا مړینې ''په هند کې داسې تشه پرېښووده، چې هېڅوک یې نه شي ډکولای. ''

لتا منګېشکر د هند مرکزي مدهیه پردېش ایالت کې د ۱۹۲۹ کال د سپتمبر پر ۲۸ مه زېږېدلې وه.

نوموړې په پنځه کلنۍ کې له خپل پلار دینانات منګېشکر موسیقۍ زدکړه پیل کړه، چې تیاتر کې فعال و.

د پلار له مړینې وروسته لتا منګېشکر له کورنۍ سره بمبۍ ته (چې وروسته ممبۍ ونومول شوه) لاړه او د مراټهي ژبې فلمونو لپاره یې سندرې پیل کړې.

دې د کورنۍ لپاره د یو څه عاید موندلو په موخه په ځینې فلمونو کې هم رول لوبولی و، خو وروسته یې ومنله چې تمثیل کې یې زړه نه لګېد.


په وروسته لسیزو کې لتا منګېشکر د هندي فلمونو لپاره زرګونه سندرې وبللې، چې ځینې یې اوس هم په خورا مینه اورېدل کېږي.

لتا منګېشکر ته ۲۰۰۱ کال کې د هند تر ټولو ستر ملکي نښان بهارت رتنا ورکړل شو.

اغلې منګېشکر چې ټول عمر یې واده و نه کړ، له موسیقۍ پرته هم د کرېکټ او ګاډو په شمول یو شمېر بوختیاوې درلودې.

د لتا خور اشا بهوسلې هم د هندي موسیقۍ په نړۍ کې خورا ډېر شهرت لري، خو دواړو خویندو خورا لږ یو ځای سندرې ویلې دي.