د ښاغلي بصیر بېدار ستوري د نوي شعري دفتر په تړاو یو څو لنډې خبرې :

کتابونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 ښاغلی بصیر بېدار ستوری د پښتو ژبې او ادب د شعر او شاعرۍ په ډګر کې  یو تکړه، ځوان او څپاند شاعر او ادیب دی .

زما ګران دوست  ښاغلي  بصیر بېدار ستوري په  ټوله مهرباني سره  خپله نوې چاپ شوې شعري ټولګه (سندرې په سلګو کې ) چې په ډیر ښکلي ډیزاین او صحافت سره چاپ شوې ده، ماته له جرمني هیواد څخه په پوست کې پرخپل ځانکړي لګښت دهالند هیواد ته راولیژله. زه له خپل ګران دوست ښاغلي بصیر بېدار ستوري څخه  د زړه له کومې مننه کوم .

ده په دې ګټور اثر کې هغه خوږې او خوندورې شعري نغمې او ترانې غږولي دي چې په لوستلو یې هر با درده او با احساسه مینه وال تر خپل اغیز لاندې راولي، کله چې ما د ده دا شعري ټولګه په ډیره مینه او پاملرنې سره ولوستله نو ماته هم دا احساس پیدا شو چې زه د ادب، شعر و شاعرۍ د مینه وال په توګه باید یو څو ټکي پرې ولیکم.

ښاغلی ستوری هغه خواخوږی او با درده شاعر دی چې د جلاوطنې او پردیسې په ژوند کې یې هم خپل هیواد نه دی هیر کړئ . د ه په خپلو شعرونو کې د  جګړه ځپلي هیواد او کړیدلي او ځوریدلي هیوادوالو سره سپېڅلې مینه او د ټولنیز ژوند دردونه، نیمګړتیاوې او ستونزې، د جګړو او خپلمنځي تاو تریخوالي سره نفرت، د ملي پخلاینې او د خپل ولس د یوالي، اتحاد او اتفاق، تصویرونه په ډیرو ښکلو او څپاندو پیغامونو کې په روانه او ساده شعري ژبه انځور کړې دي.

ښاغلي ستوري په خپلو خوندورو شعرونو کې نه یوازې د رنځیدلو

او ځوریدلو هیوادوالو فریاد، اوښکې، ویرونه، سلګې او زګیروي ، اتلولي او میړانه، انځور کړي دي خو له بلې خوا د طبعیت ښکلا، د مینې سوزو ګداز او د ژوند بیلابیل عاطفي رنګونه او رڼاګانې یې هم بیان کړې دي، چې په څو څو  واره لوستلو ارزي او د هر لوستونکي په زړه، ذهني او رواني حالاتو کې جذبې او ولولې راپاروي.

زه ښاغلي بصیر بېدار ستوري ته د دې ارزښتمن اثر د چاپولو له کبله مبارکي وړاندې کوم .  ده ته په دې غوړیدلي ادبي او هنري بهیر کې بریاوې او بریالیتوبونه غواړم او د ده  دلا نورو اغیزمنو هستونو په هیله یم.

په ډیره مینه او مننه : انجنیرعبدالقادرمسعود