د رڼا ګانو او عطرونو ښار

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ولي الله ملکزی / پاریس پاریس

د رنګونو، ځلا ګانو، فیشنونو، شهکارونو او خیل خیل کلتورونو ښار دی. مځکنې مساحت یې ۱۰۰ کیلو متره مربع دی؛ خپل نفوس یې دوه ملیونو او دوو لکو ته رسي؛ البته که د ګرد چاپیر ښارونو ټول هستوګن ورسره شمار شي نو په لس ملیونو به پښه کیږدي. د سین مشهور سیند د پاریس ښکلا څو چنده کړې چې له جنوب ختیځ څخه د شمال لویدیځ په لور بهیږي. د پاریس د تهداب ډبره د حضرت مسیح له میلاد څخه درې پیړۍ دمخه ایښودل شوې او له دولسمې میلادي پیړۍ راهیسې د فرانسې د هیواد پلازمینه ده.

د ریوز جورنال د راپور له مخې، په ۲۰۱۷م کال کې ۷۷ ملیونه سیالانیانو له فرانسې څخه لیدنه کړې وه چې یو تاریخي ریکارډ ګڼل کیږي.

د فرانسې دولت د سیاحت او توریزیم له بابته هرکال په منځني ډول ۸۰ ملیارده ډالره ترلاسه کوي. په ۲۰۲۰م کال کې د پاریس د هر وګړي جي ډي پي یا ناخالص کورنې تولید ۵۶ زره یورو ښودول شوی، په همدغه کال کې د هر کابلي جي ډي پي یواځې ۵۱۶ ډالره وو. د یوې غیرې رسمي سروې له مخې، له افغانستان څخه د بهرنیانو له وتلو وروسته د هر افغان جي ډي پي ۳۴۰ ډالرو ته راکوزه شوه خو بیا هم باټې وهو چې موږ درې امپراطورۍ په ګونډو کړیدي. د نړۍ د نهو سترو عجائبو څخه یو د آیفل مشهور ټاور/ څلې دی چې هرکال څه باندې شپږ ملیونه خلک یې د لیدلو او انځورونو د ا

خیستلو په خاطر دلته راځي. دغه څلې د ځمکې له سطحې څخه ۳۲۴ متره لوړ او د ۱۸۸۹م کال د اپریل په میاشت کې پرانیستل شویدی. لس زره او سل ټنه وزن لري؛ سوچه اوسپنه ده او د ۲۵۰ تنو انجنیرانو او کارګرانو له خوا په ۲۶ میاشتو کې سرته رسیدلې دی. په دې ټاور کې دوه نیم ملیونه میخونه کارول شوي او شل زره ګروپونه یې هره شپه د رڼا لپاره د خلکو په وړاندې سترګکونه وهي.

هغه وخت یې ټولټال لګښت اته زره طلايي فرانکه وو چې د نن ورځې د ۳۴۴ ملیونه امریکايي ډالرو سره معادل دي. ځګه ورته ایفل ویل کیږي چې مشر ډیزاینر یې د فرانسې مشهور انجنیر، ګوسټاف ایفل نومیده. د امریکا د نیویارک په ښار کې د خپلواکۍ تاریخي مجسمه هم نوموړي ډیزاین کړېده کومه چې بیا د فرانسې حکومت د امریکا متحدو ایالتونو ته ډالۍ کړه.

د فرانسې هیواد په ۲۰۲۰م کال کې د ۴۷۶ ملیارده امریکايي ډالرو په اندازې صادرات درلودل چې په هغو کې د ۵۷ ملیاردو ډالرو عطر، د آرایش سامان، درمل او الكحولي مشروبات چې Champagne/ شامپاین شراب یې په سر کې راځي، پلورلي دي. فرانسوي حبوبات او لبنیات په نړۍ کې بیسارې مینه وال او پیریدونکي لري؛ عربي هیوادونه یې ستره منډه يي ده. که انګریزي د علم او ټکنالوژۍ او عربي د فصاحت او بلاغت ژبه ده، نو فرانسوي د ډیپلوماسۍ او رومانس ژبه ده. د ملګرو ملتونو د شپږو رسمي ژبو څخه یوه هم فرانسوي ده؛ په مجموعي ډول ۲۷۴ ملیونه خلک په کاناډا، افریقا، اروپا او د آرام سمندر په لسګونو جزیرو کې ورباندې خبرې کوي.

د ۲۰۲۱م کال د احصائې پربنسټ، د فرانسې ټول نفوس اوه شپته ملیونه دی چې نژدې شپږ ملیونه یې مسلمانان دي. په لومړۍ او دوهمې نړیوالې جګړې کې د فرانسویانو ستره اندیښنه د ایفل د څلي، سوربون د پوهنتون او د موزیمونو خوندي ساتل وو؛ ځکه فرانسویان دغه څلي ته د خپلې کلتوري وړتیا او شاخص په سترګه ګوري. خو دوه نیمې لسیزې وړاندې، په افغانستان کې د کورنۍ جګړې په مهال د کابل پوهنتون او د علامه سید جمال الدین افغاني قبر د جګړه مارو غټ سنګرونه وو. په کابل کې د میوند څلې د کرکجنو ټوپکمارانو د هوسونو نذرانه شو او د ارګ سرې غالۍ زما د سترګو په وړاندې په شنو ډاټسنو کې بار شوې. همدا د ژوندیو او لاپوکو ولسونو ترمنځ توپیر دی. څوک په ماضي شخوند وهي او څوک د مستقبل لپاره شپې رڼې کوي چې څه رنګه مریخ ته ځان ورسوي !!