Nick Vujicicنیک وجیکیک څوک دی

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ژباړه :عبدالملک پرهیز

څرنګه غواړې ژوند وکړې کله چې ژوند پوله ونه لري، ته به څه ډول یو انسان  اوسې؟

ته به څه کوې؟ او خپل ژوند به څرنګه پرمخ بیايې؟

کله ناکله په ژوند کې له داسې کسانو سره مخامخ کېږو چې ددوی د ژوند کیسه، پیغامونه او عملي افزار سبب ګېږي څو د یو چا د ژوندانه بهیر په سترې اوسانې بدل کړي

نیک وجیکیک همداسې یو انسان دی. نیک نه لاس لري او نه پښې او نه هم تشویش . نوموړي د خپل ژوند پر کېسې ، پیغامونو او افزارو ژوند ته په ټولې نړۍ کې بدلون ورکوي او دا را زده کوي کله چې ژوند پوله نه لري څرنګه ژوند وکړو بې له دې چې خپل حالات په پام کې ونیسو .

د نیک وجیکیک پیغام ۲۰۰ میلیونه خلکو په یوتوب کې لیدلی، ددوو کتابونو دغه لیکوال ټولې نړۍ ته سفر وکړ او د ښونځيو له زده کوونکو نیولی له زرګونو خلکو سره يې خبرې وکړې څو له ګڼ ملیتیزه موسسو سره مرسته وکړي کله چې ژوند پوله نه لري څرنګه ژوند وکړي.

نیک وجیکیک لاس او پښې نه لري . دا حالت د ډېرو خلکو دپاره یو لوی خنډ دی خو د نیک وجیکیک له پاره دا د بري په لاره کې یو آزمایښت ؤ.

په ماشومتوب کې ځورول شوی ، وهل شوی او ملنډې پرې وهل شوې وې، او نورو ماشومانو ترې زیاتې پوښتنې کولې. دا د لوی ناهیلۍ تورې دورې وې ، مګر نیک د بریالیتوب او د لوی خوب  لپاره شعوري هڅه وکړه.

کله چې هغه د خپل ځان د حالاتو په څرنګوالي پوه شو ، نیک د خپل ژوند لاره بدله کړې. هغه یو هدف درلود او یومقصد..

 د معلولیت سره سره د هغه لاسته راوړنې ، د هغه ننګونو په اړوند یوه تل پاتې یادونه ده چې موږ یې په ورځني ژوند کې هره ورځ تجربه کوو. نیک وجیکیک به تاسو ته د ننګونې په یو داسې ځای د درېدو وړاندیز و کړي چیرې چې تاسو وکولی شئ له خپلوځانګړتیاوو او ارثي وړتیاوو څخه کارواخلئ.

د بې پولې ژوند په بهیر کې نیک ججیک ، تاسې ته د یو هدفمند میتود د لارې لارښونه کوي څو خپله سترتیا تر لاسه کړې ، پرته له دې چې تاسو په دې فکر وکړئ چې په کوم حالت کې یاست.

نیک د سم چلند د غوره کولو په برخه کې ، په ژوند کې د بري یو ژوندی ثبوت دی. په 24 کلنۍ کې په ​​ترتیب سره د محاسبې او مالي پلان جوړولو په برخه کې دوه زده کړې  يې پای ته ورسولې

هغه په ​​متحده ایالاتو د یو شرکت ریس دی چې په استرالیا کې زیاتې څانګې لري.

نیک  ښه مزاج او راښکونکی ځانګړتیاوې  لري او کولې شي خلک ځانته نژدې کړي. نوموړی له تاسې سره مرسته کوي چې په خپل ژوند کې نوی افق پرانیزئ.

نیک د خپلو کیسو ، پیغامونو او عملي افزارو له لارې تاسې ته په لاندې برخو کې ژور ځوابونه او حل لارې په ګوته کوي:.

  • شخصي بحرانونه - تاسو له دوی سره څنګه چلند کوئ او پرمخ ځئ؟
  • په شخصي مسلو کې ستونزې
  • په مسلک او دندو کې ننګونې
  • د روغتیا او معلولیت سره ننګونې
  • ځان وژونکي افکار او احساسات
  • له خپل کنټرول وتې پیښو سره مبارزه
  • نورو ته رسېدنه او مرستې کول
  • د بدن ، ذهن ، زړه او روح تر منځ توازن موندل.

نیک غواړي  مرسته و کړي چې څنګه په ژوند کې سمې پریکړې وکړو او هيڅکله هم په ژوند کې مایوسه او مات نه شو. او ددې خلاف هغه خوښي تر لاسه کړو چې وړتیايې لرو.