ناکامورا ووژل شو ‏ خو نوم یې د انسانیت ته د خدمت په کتاب کې ثبت شو

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

سید عبیدالله نادر
عبادت نه یواځي تســـــــبیح وییل دي
په اوږو د ټول عالم بارونه وړل دي
ناکامورا د ډیر لیري وطن او ملک څخه یعني د جاپان څخه مساپرد پښتنو وطن ته خدمت د ‏پاره راغلی وو ،که څه هم د دې وطن د خلکو په ژبه بلد نه وو ،خو دخپل د صادقانه ‏خدمتونو د تر سره کولو په واسطه یې د زمان په ډیر کم وخت کې د خلکو په زړونو کې ‏لار پیدا کړه ،او ډیر محبوب شو
،
په ښه خوی باندی تسخیر شي تمام زړونه
له بد خوی څخــــــــــه پیدا شي ، نفرتونه
د سمسورتیا او بیا رغاونۍ یې ډیری افساني پریښودې ، چې نمونۍ یې ژوندی پرتي دي ‏‏.نور خلک یې هم ډیر د کار د پاره وهڅول ،ده به په کراتو او بار بار د همت د درس ‏ورکولو په خاطر و نورو ته ، بوجي ګاني به یې په خپل شاه واړولي او وړلي به یې په ‏داسي حال کې چې ده ، د یو رییس په صفت کار کولو،او د خپلي موسسي رییس وو ،د ده ‏په زرګونو تصویرونه چې په فیسبوکونواو میډیا کې خپاره شوي ،دی خړ پړ ګرد وهلی د ‏کار په جامو کې ښیي ،تجملي لباسونو نه بیزاره ښکاریده ،ده چې کومی مټی او پیڅي د ‏کار د پاره بډ وهلي وي ، ډیر خلک یې تنبه او بیداره کړل ، ډیرو ته یې د خودۍ ټکان ‏ورکړ ، دده په راتګ ډیر ځایونه ګلستان شول ،یو یو اغزی به یې د لارې څخه لیری کاوه ‏او پرځای به یې ګلونه کرل ،زما د دي شعر په مصداق:‏
اغزن ماحول په ګلستان د معرفت شو بدل
د مصلحت قـــــــدم چې هلته د دانا ورسید
د زمان په ډیر کم فرصت کې ،د ده صادقانه  خدمتونه هم نه یواځي زمونږ خلکو ته بلکه ‏ټوله نړۍ ته محسوس شول ،او دي خپل ځان و عالم بشریت ته د یو ریښتني خدمتګار په ‏توګه وښوده ،او ښکاره یې کړ ،په دي ټول پوهیدل چې داکټرتیتسوناکامورا د دي وطن یو ‏صادقه زړه سوانده خدمتګار دی ، نو له همدې وجهي خلکو ته ډیر ګران وو ، او خلکو ډیر ‏نازاوه او خلکو به ورته له ډیره نازه کاکا مراد وییلي د خلکو په زړونو کې دومره ځای ‏نیولی وو چې  ،
د عرفی د دي شعر په مصداق :‏
چنان با نیک و بد خو کن که بعد مردنت عرفی
مسلمانت به زمــــزم شوید و هندو بســــــوزاند
د ده بی ترسه خدمت په دي لاره کې د اوږدو کلنو په دوران کې په داسي نا مساعده ‏شرایطوکې داسي وښوده ، چې غواړي لارې رڼا کړي خو که په ده هرڅه وشوه ، دی پرې ‏پروا نه لري ،د صاحب شاه صابر د دي شعر په مصداق چې وایي :‏
مونږ د ځان نه یو ، په ځان نه یو ، صابره
مونږ دې وسوځـــو ،خو لارې دي رڼا شي
د خدمتونو ښکاره نښه یې دا هم ده ،چې یو ځلي د افغانستان جمهور رییس ښاغلي اشرف ‏غني ځان ته وباله ، او ډیر یې تقدیر کړ ،او دا د ده دوژلو څخه لږه موده دمخه وشوه ،او د ‏ده د احترام د پاره ده ته  لورینې په خاطر ده ته یې د افغاني تابعیت   ورکړ ، کاشکي د ‏دي کار سره د هماغي ورځي څخه د ده امنیت نور هم ټینګ  نیول شوی وای ، خو زمونږ ‏حکومت او چارواکو په ډیر تأسف سره باید ووایم ، چې هیڅ راز پاملرنه یې ونه کړه ، ‏همدا وو چې دوه ورځي د مخه د خپل زړه سوانده او مهربانه پنځه تنه ساتونکو سره په ‏جلال آباد کې د وطن د آبادۍ آو سمسورتیا د دښمنانو له خوا ووژل شو ،د ده دا پلان وو ‏چې د کنړ د سند اوبه مهار کړي ، او تر یو څه حده بریالی شوي هم وو ، خلک پرې ډیر ‏نازیدل او ویاړ یې کاوه ،خو له بده مرغه د بی قدرۍ او بی ارزۍ دنیاګۍ ته راغلی وو ،
بی ارزۍ نه دا ماحـــول راته سور اور شو
لکه پروت چې په مجمر ، د سور انګار یم
نادر ‏
‏ دي کار مونږ د جاپان سوله دوسته خلکو د پاره و شرمولو، د جلال آباد امنیت هم ډیر ‏زیات خراب وښودل شو ، او د ټولو خلکو اندیښنه زیاته شوه ، چې په رڼا ورځ کې داسي ‏یو سړی لکه غر راوپرځوی ، د دي دومره عظیم خدمتونو سره ، نور عادی خلکو خو هیڅ ‏د ژوند  تضمین نشته دی ، په پوره ګمان سره چې داکټر تیتسو نا کامورا د کنړ د سیند د ‏اوبو په خاطر وژل شوي ، ځکه هغه نه غوښتل چې دا اوبه ضایع شي ، او د هغه کوشش ‏دا وو ، چې دا اوبه مهار کړي ،او په دي ورځو او وروستیو کلنو کې ،د پاکستان (آی ،اس ‏آی) دا هڅي وي ، چې زمونږ د بندونو د جوړولو خنډ وګرځي ،او یا بندونو د جوړولو د ‏پاره خنډ جوړ کړي ،او دا کار زمونږ ګاونډی ایران هم کاوه ، او کوي یې ، د ده وژل یې ‏د داسو کسانو په واسطه تر سره کړل ، چې د هغو ماغزه یې مینځلي وو ،دوی دومره د ‏ځان نه غافل خلک  ول ، چې د ناکامورا تر مرګ وروسته د دي لوی عالم او دنیا غبرګون ‏ته به هم نه وي کتلي ، چې یواځي خو په دي فیسبوکونو کې څه حال دی ، چې سړی ‏حیران شي نوره میډیا خو پریږده ،آیا چې دا بی ضمیره به ورته حیران شوي نه  وي، او ‏که نه ،  ، د داسي بی ضمیره او تور وجدان خاوندانو باندی دوي دا وژني تر سره کوي ، ‏ولي که د لږ وجدان او ضمیر خاوند وي ، چې د خلکو دا غبرګږن ته وګوري نو پښیمانه ‏به شي ، دوي ته اوس دا هم جهاد ښکاري ، چې ما جهاد کړی ،علامه اقبال چې د شاعری ‏او فلسفي افکارو په څنګ کې یو لوی عالم د دین هم دی ، نو داسي فرمایي :‏
دین کافر فکر تدبیرو جهاد
دین ملا فی سبیل الله فساد
خدای تعالی دي دي آدم رویه غولانو ته د حضرت بیدل په وینا یعني دي ، بی حاصلانو ته ‏چې هیڅ ترې نه حضول کیږي ، یا پو هه ورکړي او یا نا څاپه او ناګاهه مرګ لکه چې په ‏دي بیت کې وایي :‏
پرُاست آفاق از غولان آدم رو ، چه ساز است این
به این بی حــاصلان یا دانشــي ، یا مرګ ناګاهی
بیدل
‏ ، په آخره کې ناکامورا ته دا وییل غواړم ، آرام بیده سه ستا خړ پړ ګرد وهلی صورت به ‏هیڅ وخت او هیڅکله د دردمنو د زړونو نه و نه وځي ،ستا ځای د دردمنو په زړونو کې ‏دی ،
د مذهب بنیاد پرستو ، د انسان خونریزی بند کړئ
لوی مذهب انســــــانیت دی ، محبت لویه سجده ده