د عامه خدماتو برخه کې پام وړ ښه والی

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اېمل پیاوړی
د عامه خدماتو وړاندې کول د حکومت له اساسي دندو څخه دي، ځکه د افغانستان په اساسي قانون کې په همدې اړه د حکومت مسوولیتونه او د وګړو حقونه او وجایب په صراحت سره ذکر شوي دي.

 دا پر حکومت د وګړو حق جوړېږي چې د ژوند اسانتیاوې او خدمات ورته برابر کړي، خو په تېرو کلونو کې نه یوازې د وګړو دغو حقونو ته  پاملرنه نه ده شوې، بلکې په لویه کې د قانون تطبیق ته چندان ارزښت نه ورکول کېده، مګر د ولسمشر غني په مشرۍ د ملي یووالي حکومت دغه لورته پام ډېر کړی دی

.

په همدې موخه په بېلابېلو ادارو کې په لوړه کچه اصلاحات راغلي، قاضیان او څارنوالان بدل شوي، د فساد جرړې په اېستلو دي، په دې برخه کې که څه هم اقدامات شوي، مګر لا هم کافي نه ګڼل کېږي. حکومت ژمن دی چې د اصلاحاتو دغه بهیر به ادامه ولري، تر څو خلکو ته عامه خدمات پر وخت او ښه توګه برابر شي.

 د هېوادوالو او حکومت ترمنځ زیاته اړیکه د عامه خدماتو په وړاندې کولو جوړېږي او دغه د خدماتو پروسه چې څومره رڼه، اسانه او چټکه وي، نو همغومره دغه اړیکې ورسره غښتلې کېږي. هېوادوال حکومت مکلف بولي چې دوی ته دغه خدمتونه برابر کړي او دا په ټولنه کې د نظم او قانون د تطبیق سبب ګرځي. مګر په بدل کې وګړي هم د حکومت او قانون پر وړاندې وجایب او مکلفیتونه لري چې هغو ته باید پام وکړي.

حکومت خپلو وګړو ته  د اسانتیاو رامنځته کولو لپاره  د امنیت، کرنې، روغتیا، زده کړو او نورو بېلابېلو برخو کې پام وړ کارونه او خدمتونه کړي دي او لا هم له ګاونډیو او د سیمې هیوادونو سره د همکاریو د تفاهم لیکونو د لاسلیک په اړه بحثونه ادامه لري، تر څو زموږ هیوادوال د ارام او هوسا ژوند خاوندان شي.

همدارنګه ولسمشر غني افغان پانګوال، تاجران او خصوصي سکتور په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې فعالیت او مشارکت ته هڅولی دی، ځکه په اوسنیو ستونزمنو شرایطو کې به حکومت ته په یوازې ځان سخته وي چې ټولو ته د ژوند مناسبې اسانتیاوې برابرې کړي.

ملي یووالي حکومت د عامه خدمتونو وړاندې کولو په موخه په ادارو کې پام وړ اصلاحات راوړي او په دې برخه کې توانېدلی د تېرو دورو په پرتله خلکو سره ښې اړیکې جوړې کړي، د خدمتونو او سراسري پروسوترسره کولو او د شفافیت په رامنځته کولو کې بریالی وي. دلته د مثال په ډول د عامه خدمتونو ځینو اصلاحاتو او ښه والي ته اشاره کېږي د بېلګې په توګه د کانکور ازموینه یادولی شو چې د تېرو وختونو په پرتله په دغه مهمه او ملي پروسه کې پام وړ بدلون راغلی، د فساد مخه نیول شوې، شفافیت زیات شوی، پروسه سراسري شوې او د لا ښه کېدو لپاره یې چټکې هڅې روانې دي.

همدارنګه د استخدام پروسه کې داسې پام وړ بدلون راغلی چې له امله یې ټولو ځوانانو ته دا زمینه برابره شوې چې په کې ګډون وکړي او ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو ادارې په دې برخه کې نوې ستراتیژۍ او پالیسۍ رامنځته کړي او د هغو په اساس زرګونه ځوانان په بېلابېلو ادارو کې   له قانوني لارو په شفافه توګه  په دندو ګومارل شوي دي.